د عمران خان راتلونکي په باره اټکلونه مګر بل متبادل يي نشته
ليکنه : د معين الدين خان
ژباړه د پښتو څانګي
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له دوه کالو ډیر وخت راهیسې په واک کې دی ، خو اوس د هغه د راتلونکي په اړه پوښتنې راپورته کیږي. اصلی دلیل دا دی چې د لومړي وزیر او د پوځي جنرالانو ترمنځ "مثالي نږدې والی" اوس په فاصله بدلیږي. باید په یاد ولرئ چې په پاکستان کې عمومي تاثیر دا دی چې عمران خان په سیاسي ډګرونو کې یو منتخب شوی وزیر نه بلل کیږي ، مګر یو ټاکل شوی لومړي وزير بلل کيږي . د هغه د غوره کولو لپاره کریډیټ پوځي تاسیساتو او تر یوې اندازې پورې عدالت ته ورکړي کيداي شي خواکه دا په طنزي ډول وویل کيږي
هغه د نړۍ مشهور کرکټر و. هغه یو څه خیراتي کارونه هم وکړل چې د هغه شهرت او پیژندنه یې زياته کړه . د مثال په توګه ، د سرطان روغتون چې هغه جوړ کړی ، هغه يي خورا نور مشهوره کړو . هغه له دوه لسیزو څخه د ډیر وخت لپاره سیاست کي هڅي وکړي. په دې وخت کې ، هغه په پاکستان کې د زياتيدونکي فساد ، په بهرني هیوادونو پټ کړي شوي پيسو ، بهرني پورونو او د پاکستان خراب اقتصادي حالت په اړه ډیر څه وویل. هغه ژمنه هم وکړه چې که واک ته ورسي ، نو په ټولو برخو کې به انقلابي بدلون راولي. د دې ټولو عواملو له امله هغه د خلکو په منځ کې ډير مشهوره شو او پوځ فکر وکړو چي هغه ګټور سياست دان دي
او کله چې پوځ د پخواني لومړي وزیر نواز شریف او د هغه د ګوند څخه ډیر تنګ شو نو د عدالت په مرسته يي هغه له واک څخه بې برخې کړو . عمران خان هغوي لپاره یو برکت ثابت شو. پوځ په دې بریالي شو چې نواز شریف له واک څخه بې برخې کړي او هغه ته سزا ورکړي ، خو بله چاره نه وه او د هغه ګوند يي تر راتلونکو ټاکنو پورې داسي پريخود .پوځ د عمران خان لپاره ډيري هڅي وکړي مګر د هغه ګوند دومره څوکۍ ونه ګټلي چې حکومت جوړ کړي ځکه چې د پاکستان مسلم لیګ (نواز) په هر صورت سخته مبارزه کوله. البته د ځینې کوچنیو ګوندونو په مرسته ، د تحریک انصاف په مشرۍ ایتلافي حکومت رامینځته شو
مګر مخ په وړاندي کیسه په زړه پوري ده. په پيل کي د عمران حکومت او پوځ تر مینځ بشپړ اتفاق وو مګر ورو ورو روښانه شوه چې د عمران حکومت په هیڅ محاذ خپلې وعدي نه پوره کوي. په اقتصاد کې وضعیت نور هم خراب شو. عمران خان ژمنه کړې وه چې واک ته رسیدو وروسته به په څو میاشتو کې دننه له هیواد څخه بهر پاتې شوې پیسې بیرته راوړي او ټول بهرني پورونه به تادیه کوي او پاتې به د غریبانو وضعیت ښه کولو لپاره کاروي. مګر هيڅ ونشول . هغه د فساد پروړاندې د جهاد د پیل غږ پورته کړي وو
مګر د دې غږ حقیقت دا دی چې د دوی تش په نامه جهاد ، مخالفان د جيل خانو ترشا لیږلو پورې محدود دي. په ځانګړي توګه د مسلم لیګ مشران په جيل خانو کې بندیان دي. د ښې حکومتدارۍ وعدي تشې پاتې شوې نور خو نور د پاکستان فضا يي د بهرنۍ پانګوونې لپاره نامناسبه جوړه کړه . د عمران خان په مشرۍ ، په نړیواله ټولنه کې د پاکستان پوزيشن نور خراب شو . هغه پخپله په پارلمان کي اسامه بن لادن ته شهید ويل . نړیوال مالي صندوق په راتلونکو کلونو کې د پاکستان اقتصاد لپاره لویه اندیښنه څرګنده کړې
لنډه دا چي د عمران حکومت په وړاندې د خلکو کرکه مخ په ډیریدو ده. د کورونا په دور کې د ناروغۍ سره په معامله کې د حکومت ناقايليت او ناتواني مخي ته راغلي . سیاسي خلک ، ډیپلوماتیکې ډګرونه او حتی عام خلک په دې پوهیدلي چې پوځ اوس پخپله د عمران خان سره ناراضه دي
داسې نه ده چې عمران خان اشاره نده ترلاسه کړي . د جون په ۳۰مه عمران خان په ملي شورا کې ویلي وو چې د یو کس د لرې کولو خبره کیږي. که څه هم یو کس لرې کيږي خو نور به یې ونه بخښي. " هغه ونه ویل چې ددي معنی څه ده مګر شنونکي باور لري چې د عمران خان معنی روښانه ده. هغه وايي چې حتی که پوځ دوی لرې کړي ، مخالفین به پوځ ونه بخښي
د حکومت ناکامي او د پوځ اوسنۍ ناخوالې یوازې مخالفینو ته ګټه رسولی شي. د پوځ سوچ دا دی چې که دا په دې پړاو عمران خان لرې کوي نو بیا به څوک حکومت جوړ کړي؟ د عمران له لرې کولو وروسته ، نه به د هغه ګوند او نه هم اوسنی ایتلاف به متحد پاتې شي! پدغه حالت کې ، ایا د ټولو ګوندونو مشتمل ګډ ملي حکومت به جوړ شي؟ دا د عمران خان لپاره د خوشحالۍ وړ ده چې هغه د لومړي وزیر په توګه پاتې شي تر هغه پوري چې نوی انتظام نه وي شوی. مخالفین نه غواړي پخپله حکومت بې ثباته کړي ځکه چې د حکومت هره ناکامي د پوځ ناکامي ده
Comments
Post a Comment