په پاکستان کی د زده کړې نظام ته اسلامی رنګ د ورکولو هڅه
لیکنه : د معین الدین خان
ژباړه : د پښتو څانګی
اسلام د زده کړې رڼا ، د پوهاوې فکر ته وده ورکونکی مذهب دې. زده کړی ته وده ورکولو لپاره ټینګار هم اسلام کړیدی . هم د دزده کړې وده د فکر پراخوالی او نظرئ ورسره د روشن فکر دروازی پرانیزی . لاکن دا خبره هم درسته ده چی یو شمیر واکدارانو د ولس مدهب سره ارتباط لرونکی جذبه په ناوړه کارولی ده او خپل واک اختیار ژغورلو یا هغی ته وده ورکولو په غرض ولس په پارولو هغوئي پداسی خبرو کی و نښلول کوم چی هغوئي د فکر و خیال او د روشن فکرۍ څخه لری کړی . داسی واکداران واکمنی په کولواوخپل ژوند په تیرولولدی نړۍ څخه رخصت خو شی لاکن کوم وژونکی ذهر سره هغوئي خلک آشنا کړي هغه ذهر په خوریدو سره ډیره زیاته ویجاړ او تباهی رامینځ ته کړي . که د پاکستان بیلګه په نظر کی ونیولی شی نو جنرال ضیا الحق یو داسی غاصب پوځی واکمن و چا چی داسلام په نامه د ولس لوئ طبقی ته داسی دارو ورکړله د کوم اغیزی څخه نن هم پاکستان بهر راونه وتلو . که څه هم هغلته تیرو دولس کلونو راهیسی ټاکلی حکومتونه چاری شړي خو په ټولنیز کچه په ماحول کومه ټاپه تش په نامه اسلامی ګرځونی دور پریښې و هغه اوس هم خپل اغیزی په یو نه یو بڼه اچوی . د دی وضیعت څارنه په کولو د پاکستان یوی ژورنالستی زبیده مصطفا په ورځپاڼی ډان کی د شلمی پیړۍ لومړنی کلونو او بیا د پاکستان جوړیدو څخه وروسته د یوویشتمی پیړۍ اوسنیو ورځو ترمینځه د شوی تبدیلیو یوه څیړنه وړاندی کړیده .
زبیده مصطفی ترمخی په ورځپاڼی ډان کی د هغی یو کار ملګرې ایم ایچ عسکری و . نوموړی د ځوانۍ په عمر کی یو ممتاز او لوړ قیصو لیکوال هم و . د ۱۹۲۰په لسیزو کی او په آخر کی کله چی نوموړی د ډیلی د اینګلو عربک په ښوونځی کی داخله واخیسته نود نومو ړی پرنسپل له نوموړی څخه تپوس وکړو چی هغه به د دینیات په څانګی کی سنی دینیات لوستل و غواړی یا د شیعه دینیات . عسکری په هغه وخت کی دغه توپیر په باب هیڅ معلومات نه لارو . نوموړی کور ته په تلو خپل پلارمحترم څخه هم دا پوښتنه وکړله . د نوموړی پلار مرزا احمد سعید د هغی وخت نامتو عالم و. نوموړی د لاهور په ګورنمینټ کالج کی استاذ پاتی شوی و چیرته چی پترس بخاری هم د نوموړی شاګرد و . نوموړی سمدستی ځواب ورکړو چی زما ځوئ په ښوونځی کی هیڅ ډول دینیات زده نکړي. زبیده مصطفی لیکی چی په هغه زمانه کی هم دا سوچ او فکر و . خلکو چی خپل ماشومانو ته څه دینی زده کړه ورکوله هغه په خپل کور کی ورکوله. بیا هغه د پاکستان د جوړیدو د لومړنی ورځی پرګوته کولو سره لیکی کله چی زه په ښوونځی کی زده کړه ترلاسه کولو لپاره لاړمه نو په عمومی ډول خلک د پاکستان بنیاد ایښیدونکی د محمد علی جناح د وینا ته زیات پام کولو په کوم کی چی نوموړی دا وئیلی و چی په پاکستان کی هندوان به خپل مندر ته تلو ته آزاد وي او مسلمانان جمات ته په تلو کی آزاد وي. د زبیده مصطفی ترمخی هغی په ښوونځی یا لیسی کی هیڅ کله دینی علوم نه و زده کړي. اسلامی زده کړه هغی له مور څخه ترلاسه کړې وه کله چی یو استاذ هغی ته د فارسی درس ورکولو لپاره کور ته راتلو .
بیا ۱۹۷۰م لسیزی دوره پرګوته کولو سره هغه لیکی چی اوس د سیکولر واکمنی مننونکو ته د دین او مذهب ټیکیدارانو لادین یعنی بی دینه وئیل شوروغ کړو یعنی سیکولرزم بی دینه په شان و بللې شو . خو په پاکستان کی د هغوئي نسل خلک په بل انداز فکر کوی . ټولنه زیاتره ګڼ ملت پالونکی و . ۱۹۷۰م لسیزی په دوران د هغی لوڼی ښوونځی ته تلل پیل کړو او هم په زمانه کی دینی زده کړه هم په نصاب کی شامل کړی شو. د هغی نه زیات بد دا وشو چی د هغی سره سره هندوانو او هندوستان پرضد احساسات پارونکی لیکنی هم شامل کړی شول . جنرا ضیا ّلحق په دور کی د اسلامی طرز پلان پیل شو نو د زده کړې شعبه پدی رنګ کی اړولو لپاره د زده کړی وزارت خپل سیاسی انډیوال جماعت اسلامی ته و سپارلو .
د زبیده مصطفی هم پدی مضمون کی وئیلی شویدی چی پدی حساس مسئلی باندی د نظریو تبادلی او په ګڼ ملی پالنی په اساس دزده کړې نظام ته وده ورکولو لپاره بیلا بیل همغږی سازمانونو په ګډه یوه کاکونکی ډله جوړه کړیده . هغی په اوسنیو ورځو کی یو ویبنار جوړ کړی و د کوم موضوع و دزده کړې نصاب، درسی کتابونه او د زده کړی په نظام کی زیاتیدونکی لازمی دینی زده کړه . په اصل کی په اوسنیو تیرو ورځو کی په لوستی خلکو کی په تیر میاشت کی د پنجاب اسمبلۍ د یو نوې ګام له کبله نا آرامی رامینځ ته شویده. اسمبلۍ د پنجاب زده کړی نصاب او ۲۰۱۵ میلادی کال درسی کتابونو قانون کی یو تعدیل کولو پیشنهاد وړاندی کړی هغه پیشنهاد دا و چی درسی کتابونو ته به عالمانو متحده بورډ څخه منظوری ترلاسه کول لازمی وي. ۲۰۱۸میلادی کال کی یو قانون تصویب شوی و چی په پنجاب کی د قرآن کریم زده کړه لازمی وي.
د زبیده مصطفی وینا ده چی د ډیر زیات اندیښنی ماحول دې او که د زده کړی شعبی سره داسی لوبه وکړی شی نو په پاکستان کی د دی شعبی هم خدا حافظ دې. نولدی کبله د ویبنار باید چی لومړنی کار دا وي چی هغه په ځانګړی ډول خپل دی خوا ته متمرکز کړي چی په خلکو کی دا بیداری راپیدا شی چی د ماشومانو په راتلونکی ددی څه اغیزه کیدونکی ده . د زبیده مصطفی ترمخی د عصری زده کړو اداری هم د مدرسو په توګه د چلولو هڅه کیږی .د زده کړی یو پوه پروفیسور اې ایچ نئیر وویل چی واحد قومی زده کړی نصاب په نوم د یوشانوالی د رامینځ ته کولو هڅه کیږی که څه پدی عمر کی ماشومانو ته دا موقع ترلاسه شی چی هغوئي په خپل ماحول نظر واچوی او د هغوئي په ذهن کی کوم سوالونه راغلی د هغو ځواب و لټوی . د لټون لیوالتیا د زده کړی پدی پړاو کی په ماشومانو کی پیدا کیږی . یو بل ډیر مهم سوال دا پاتی کیږی چی د زده کړی په نصاب کی دا تبدیلۍ خو کیږی نو پداسی اوضاعو کی غیر مسلم اقلیت به چیرته ځی ؟ آیا چا څخه د دی څه ځواب شته؟
Comments
Post a Comment