من کي بات - جولايي -۲۰۲۰

من کي بات “۱۴” مه برخه
د خپرېدو نیټه: ۲۰۲۰/۰۷/۲۶
نن د جولایي میاشتې ۲۶ نیټه مه ده، نن یوه ډیره ځانګړې ورځ ده، نن د کارګل د فتحې ورځ ده، ۲۱ کاله مخکې په همدې ورځ د کارګل په جګړه کې زموږ پوځ د بریا بیرغ ورپولو. ملګرو، د کارګل جګړه چې په کومو حالاتو کې شوی وو، هغه هند هیڅکله هم نه شي هیرولی. پاکستان ډیر لوی لوی پلانونه لرل چې د هند په خاوره تسلط ترلاسه کړي او د خپل کورني کشمکش نه یې د خلکو پام بل خوا اړولو لپاره دا حماقت کړی وو. هند هغه وخت هم له پاکستان سره د ښو اړیکو د لرلو په هڅه کې وو. مګر ویل کیږي کنه چې، د بدو خلکو احساس هم همداسې بد وي، هغوئ له خلکو سره پرته له کوم دلیل دښمني کولو ته اړ وي. د داسې فکر خاوندان هغو ته هم د زیان رسولو په فکر کې وي کوم چې له دوی سره مرسته کول غواړي. له همدې امله هند سره د پاکستان دا کړنه د شا لخوا د چړې ګوزار وو چې دوی ترسره کړ. مګر له هغې وروسته چې بیا د هند بهادر پوځ کومه وړتیا وښوده، هند چې کله خپل قووت وښوده، هغه ټولې نړۍ ولیده
تاسو احساسولی شئ چې پاس د غره پر سر ناست دښمن او له لاندې څخه زموږ اتل پوځ، زموږ اتل سرتیري، خو بریا په لوړو غرونو د کیناستونکي دښمن نه وه بلکې د هندي پوځ د لوړې حوصلې او بشپړې ایماندارۍ وه. ملګرؤ! هغه وخت ماته هم کارګل ته د تلو او خپلو زړورو سرتیرو د زړورتیا فرصت ترلاسه شو، هغه ورځ زما د ژوند تر ټولو قیمتي شیبو څخه یوه ده. زه ګورم چې نن په ټول هېواد کې خلک د کارګل د بریا یاد تازه کوي. په ټولنیزو رسنیو کې د یو هشټیګ (کوراګین کارګل) سره خلک خپلو زړورو سرتیرو ته درناوی وړاندې کوي. شهيدانو ته درناوی وړاندې کوي. زه نن د ټول هېواد لخوا د خپلو هغو زړورو سرتیرو سره سره هغو میندو ته هم درناوی وړاندې کوم، کومو چې د هند رښتیني بچیان زیږولي. زه د هېواد له ځوانانو څخه هيله کوم چې نن ټوله ورځ د کارګل د بریا سره تړلې زموږ د سرتیرو کیسو او د اتلو میندو قربانیو په اړه له یو بل سره خبرې وکړي
زما ملګرو له تاسو څخه یوه هیله کوم چې همدا نن د (http://www.gallantryawards.gov.in)
ویبسایټ هرو مرو وګورئ. په هغه کې به تاسو زموږ د اتلو سرتیرو او د هغوئ د اتلولۍ په اړه ډیر مالومات ترلاسه کړئ. او هغه مالومات چې کله تاسو له خپلو ملګرو سره شریک کړئ نو د هغوئ د هڅونې سبب به هم شي. تاسو هرومرو دا ویبسایټ وګورۍ، او زه خو به دا هم ووایم چې تاسو څو څو ځله له دې ویبسایټ څخه لیدنه وکړئ
ملګرو! د کارګل جګړې پر مهال چې اټل بیهاري واجپایي له لال کلا څخه هر څه ویلي وو هغه ټول نن هم زموږ لپاره یو مثال دی. اټل صیب هغه وخت هېواد ته د ګاندي صیب یو شعار ور په یاد کړی وو، د مهاتما ګاندي صیب شعار وو چې، کله چې کوم څوک په داسې فکر کې وي چې څه وکړي او څه ونکړي؟ نو هغه دې د هند تر ټولو غریب او بې وزله انسان په هکله فکر وکړي. هغه کس باید دا فکر وکړي چې هغه څه چې دی کوي نو له هغه سره به هغه بې وزله انسان ته کومه ګټه ورسیږي او که نه؟ د ګاندي صیب دې تفکر سره یو څه نور هم په مخکې تلو سره اټل صیب ویلي وو چې، د کارګل جګړې موږ ته یو بل احساس راکړو. هغه احساس دا وو چې د کومې لویې پریکړې له کولو مخکې لومړی باید موږ دا فکر وکړو چې زموږ دا اقدام د هغه سرتیري د درناوي وړ دی کوم چې د هغو لوړو غرونو په څوکو کې خپل ژوند قرباني کړی وو؟
راځۍ چې د ښاغلي اټل بیهاري په خپل غږ کې د هغه دا احساس واورو، پوی شو، او د وخت غوښتنه ده چې هغه ومنو
ملګرو! د جګړې په حالت کې چې موږ کومه خبره کوو او څه چې کوو نو باید دا فکر وکړو چې هغه د هغو سرتیرو او د هغوئ د کورنۍ په مورال څه اغیز کوي کوم چې په پوله جګړه کوي. دا خبره باید هیڅکله هم موږ هیره نکړو، نو د دې لپاره زموږ فکر، زموږ کړنه، زموږ خبره او زموږ رول او زموږ اهداف باید هغه شان وي چې د سرتیرو جذبه او احساس لوړ کړي او د هغوئ عزت لوړ شي. له ملي احساس سره د یووالي په تار تړلي زموږ هیواد وال زموږ د سرتیرو قووت په زرګونه چنده زیاتوي. زموږ خواته وایي چې، ملي یووالی له هر څه لوړ دی.کله کله موږ د دې خبرو په نظر کې نه نیولو سره په ټولنیزو رسنیو کې داسې څه خپروو چې زموږ هیواد ته ډير زیان رسوي. کله کله د تجسس تر اغیز لاندې داسې یو څه خپاره کړو چې هغه غلط وي خو بیا یې هم کوو. نن یواځې په پولو جګړه نه کیږي بلکې د هیواد په داخل کې هم په ډيرو جبهو کې جګړه روانه ده چې هر هیوادوال په هغه کې باید خپله ونډه واخلي. موږ هم باید پخپله برخه د هیواد سرحد په ستونزمنو وضعیتونو کې د جنګیدونکو سرتیرو په یادولو سره خپله وجیبه ادا کړو
زما ګرانو هیوادوالو، له تیرو څو میاشو راهیسې چې په ټول هیواد کې موږ یو موټی له کرونا سره کومه مبارزه کړې، هغې مبارزې ډيرې اندیښنې غلطې ثابتې کړې. نن زموږ په هیواد کې د بیا رغیدنې کچه له نورو هیوادونو څخه په کافي اندازه لوړه ده، او له دې سره سره زموږ په هیواد کې د کرونا له امله د مړیني کچه هم د نورو هیوادونو په پرتله خورا کمه ده. په حقیقت کې د یوه شخص له لاسه ورکول هم ډیر دردمن وي، مګر هند د خپلو سلګونو زره هیوادوالو د ژوند په ژغورلو باندې بریالی شوی دی. مګر دوستانو، د کرونا خطر لا لمنځه نه دی تللی، په ډیرو سیمو کې دا ډير په چټکتیا سره خپریږي. موږ خورا ډیر احتیاط ته اړتیا لرو. موږ باید داسې په نظر کې ونیسو چې کرونا اوس هم هماغه شان خطري ده چې په پیل کې وه. نو له همدې امله موږ باید له بشپړ احتیاط څخه کار واخلو. په مخ باندې د ماسک لګول، د څادر یا دستمال تړل، د دوه مترو واټن په نظر کې نیول، مسلسل د لاسونو وینځل، هیڅ چیرته هم لاړې نه تو کول او د پاکوالي پوره خیال ساتل چې همدا زموږ وسله ده چې کولی شي چې موږ له کرونا څخه وساتي. کله کله موږ له ماسک سره په تکلیف کیږو او زړه مو غواړي چې له مخ څخه ماسک لرې کړو، خبرې پیل کوو. کوم وخت کې چې د ماسک ډیره اړتیا وي نو هماغه وخت موږ ماسک له مخ څخه لرې کوو. په داسې وضعیت کې زه له تاسو څخه دا هیله کوم چې کله چې، ستاسو زړه غواړي چې ماسک له مخ څخه لرې کړۍ نو د لږې مودې لپاره هغه ډاکټران او نرسان او هغه په کرونا ککړ کسان را په یاد کړئ چې هغوئ د مساک په اغوستلو سره په ساعتونو کار کوي، زموږ ټولو د ژوند ژغورلو لپاره یو موټی شوي. اته اته او لس لس ساعته یې په دوامداره توګه ماسک تړلی وي او خدمت کوي. آیا هغوئ له ماسک سره نه په عذابیږي؟ لږ څه هغوئ هم په یاد کې ولرئ. تاسو به هم داسې احساس وکړئ چې د یوه ښاري په توګه باید په دې کې هیڅ ډول بې پامي ونکړو او نه هم بل څوک داسې کولو ته پریږدو. له یوې خوا باید موږ د کرونا پر خلاف په پوره دقت او جدیت سره مبارزه وکړو، بل خوا ته په سخت زیار سره کاروبار، ماموریت، لوست او یا هر هغه څه چې موږ کوو باید په هغه کې موږ نور هم تیزوالی راولو، هغه هم لوړو څوکو ته رسول پر موږ فرض دی
ملګرو د کرونا په بهیر کې زموږ کلیوالي سیمو ټول هیواد ته لارښوونې کړي، کلیوالي شوراګانو ډیرې ښې او دوامداره کړنې ترسره کړي چې زموږ لپاره یو مثال دی. په جمو کې یو کلیوالي شورا ده چې ګرام تریوا نومیږي، او مشره یې آغلې بلویر کاور ده، ماته ویل شوي چې بلویر کاور پخپله کلیوالي شورا کې ۳۰ بستریز د قرنطین مرکز جوړ کړی دی. کلي ته په راتلونکو لارو کې د اوبو انتظام شوی ترڅو خلکو ته د لاس وینځلو په برخه کې کوم مشکل پیدا نه شي. یواځې دا هم نه، دا بلویر کاور پخپلو اوږو باندې د سنټایز سپری پاشلو پمپ ایښی وي او په ټول کلي کې د خپلو خلکو او شاوخوا سیمو د سنټایز کولو مسوولیت ادا کوي. همداسې یوه بله کشمیرۍ میرمنه هم د شورا مشره ده چې زیتون بیګم نیومیږي او د ګندربل د چونټ لیوار اوسیدونکې ده. زیتون بیګم هوډ کړی چې د هغې شورا به د کرونا پر وړاندې مبارزه کوي او د کار زمینه به هم برابروي، هغې په ټوله سیمه کې وړیا ماسکونه، او خوراکي توکي وویشل له دې سره سره هغې خلکو ته د فصلونو تخمونه او د مڼو نیالګي هم ورکړل ترڅو خلک په بزګرۍ او باغدارۍ کې له ستونزو سره مخ نه شي. ملګرو په کشمیر کې یوه بله مثالي کړنه هم شته، د آننتناګ د ښاروالۍ رئیس محمد اقبال دی، په هغه کلي کې د سپری پاشلو اړتیا وه، څرګنده شوه چې د سپری کولو ماشین باید له بل ځایه راوړل شي او شپږلکه روپۍ لګښت لري، خو ښاغلي اقبال پخپله د سپری یو ماشین جوړ کړ چې یواځې پنځوس زره روپۍ پرې لګښت راغی. داسې ډیرې نورې بیلګې هم شتون لري، د هیواد له ګوټ ګوټ څخه داسې ډیرې بیلګې هره ورځ تر سترګو کیږي. دا ټول د درناوي وړ شخصیتونه دي، ستونزه راغله خو خلکو پخپل قووت سره له هغې سره مبارزه وکړه
زما ګرانو هیوادوالو! تل د ستونزو په وخت کې سم لاسرسي او مثبتو کړنو سره کولی شو چې مشکلات په آسانتیاوو بدل کړو. اوس موږ د کرونا په بهیر کې وینو چې څنګه زموږ د هیواد ځوانانو او میرمنو د خپل لیاقت او مهارت په لرلو سره نوې تجربې ترسره کول پیل کړي. په بیهار کې ګڼ شمیر وومین سیلف هیلپ ګروپس یا د میرمنو ځاني مرستندویه ډلو د مدو بني سیمې نقاشیو لرونکو ماسکونو جوړول پیل کړي، او ډیر ژر خورا مشهور هم شول. دا د مد وبني انځوریز ماسکونه له یوې خوا د خپل کلتور ښکارندویي کوي بل دا چې خلکو ته د روغتیا تر څنګ د کار زمینه هم برابروي
تاسو پوهیږۍ چې په شمال ختیځ کې بمبو یانې باڼس په څومره لویه پیمانه پیدا کیږي، اوس له همدې باڼسونو څخه د تریپوره ، مڼيپور او د آسام کاریګرانو په لوړ ظرفیت د اوبو بوتلونه او ټیفن بوکسونه یا ښوونځي ته د وړونکې ډوډۍ لپاره کوچنۍ قاروانې جوړول پیل کړي. که د بمبو/ باڼس له ونو څخه جوړو شویو بوتلونو کیفیت تاسو وګورۍ نو باور نشۍ کولی چې له باڼس څخه هم داسې ښه توکي جوړیدلی شي، بیا دا بوتلونه ایکو فرینډلي یا له طبیعت سره سازګار هم دي. تر جوړولو مخکې لومړی بمبو/ باڼس جوشول کیږي، له هغه سره د نیم پاڼې او نور طبي بوټي هم جوشول کیږي، چې روغتیایي اغیز هم پکې رامنځته شي. له وړو وړو سیمه يیزو تولیداتو څخه څنګه لوی مرام ترلاسه کیدلی شي، د دې کار بیلګه له جهارکنډ څخه ترلاسه شوې. د جهارکنډ په بیشنوپور کې اوسمهال له دیرشو څخه زیاتې ټولنې په ګډه سره د لیمن ګراس په نوم طبي بوټی کري چې په څلورو میاشتو کې ګټې اخیستنې ته چمتو کیږي او تیل یې په بازار کې په ښه بیه پلورل کیږي، نن سبا د دې تیلو غوښتنه هم ډیره زیاته شوې
زه د هیواد د دوه نورو سیمو په هکله هم ویل غواړم، دواړه سیمې له یو بل سره په سلګونه کیلو متره لرې دي خو دواړه سیمې بیا په خپلو خپلو طریقو سره د هند په ځان بسیا کولو لپاره په بیل ډول هڅې کوي. یو یې لداخ او بله یې هم د کچهـ سیمه ده. د لیهـ لداخ نوم په آوریدلو سره د هغې سیمې ښکلې درې او لوړ لوړ غرونه او ښکلې نظارې را په یادیږي، د تازه هوا څپې احساسوو، همدا شان د کچهـ په یادولو سره تر لرې لرې د شګو غونډۍ او بیابانونه را په یادیږي چیرته چې یوه ونه او یو بوټي هم شتون نلري
په لداخ کې یو خاص ډول میوه پیدا کیږي چې نوم یې چولي یا اپلیکوټ/ او یا هم خوباڼي دی چې زردآلو ته ورته میوه ده. دا کرونده د دې سیمې په اقتصاد کې غوره رول لوبولی شي. مګر د افسوس خبره دا ده چې د عرضې بهیر یې د موسم د خرابوالي او نورو ډیرو ستونزو له شتون سره مخامخ دی. دا چې د دې میوې د بربادۍ د مخنیوي لپاره نن سبا یو نوی نوښت پیل شوی دی، دا یو دوه ګونی سیسټم دی چې نوم یې سولر ایپریکوټ ډراییر سپیس هیټر دی یانې د خوباڼي د وچولو او ساتلو لمریزه توده خونې په نوم یادیږي چې خوباڼي او نورې میوې او سبزیجاتو د وچولو لپاره کارول کیږي او هغه هم په صحي توګه وچوي. پخوا چې به خلکو خوباڼي په کرنیزو ځمکو کې وچولې نو له زیان سره خو به مخامخ وې خو له دې سره سره به ګردونو او بارانونو هم د دې میوې کیفیت له تاوان سره مخ کوو. له بلې خوا نن سبا په کچـ کې د ډریګن فروټ کرلو د قدر وړ هڅې کيږي چې یو ډول چینایي میوه ده. ډیری شمیر خلک چې د کچهـ او ډریګن فروټ نوم آوري نو حیرانیږي چې دلته هم دا میوه کرل شوې. د میوې د ښه کیفیت او لږې ځمکې د استعمال په هکله نوښتونه کیږي. ما ته ویل شوي چې د ډریګن فروټ په هکله خکلو کې شهرت مخ پر زیاتیدلو دی. په ځانګړې توګه د سهار په ناشته کې د دې میوې استفاده خورا ډيره شوې. د کچهـ د بزګرانو دا دریځ دی چې هیواد ته باید ډریګن فروټ له بهر نه وارد نه شي
ملګرو، کله چې موږ د یوه نوي څه کولو لپاره فکر کوو، نو د هغه په هکله نوښتګر فکر کوو، داسې کارونه هم ممکن شي چې د هغه په هکله په عام ډول څوک فکر هم نشي کولی، لکه څنګه چې د بیهار د ځینو ځوانانو کړنې دي، پخوا دوی عادي مزدورۍ کولې، یوه ورځ هغوئ پریکړه وکړه چې هغوئ به د مرغلرو کښت کوي، د هغو په سیمه کې خلکو ته دهغو په هکله ډير مالومات نه وو، په کلي کې یې د مرغلرو کښت پیل کړ، اوس خو هغوئ پخپله له دې کار څخه په لوړه کچه ګټه ترلاسه کوي خو له ځان سره سره دوی مظفر پور، بیګو سرای او پټنا کې له نورو ایالتونو څخه بیرته راستانه شویو مزدورانو ته هم زده کړه ورکول پیل کړي. چې د ډیرو خلکو لپاره پخپل ځان د بساینې لارې هم جوړې شوي
ملګرو، اوس یو څو ورځې وروسته، د رکشا بندن یانې له خور نه د ورور لخوا د دفاع کولو تړون په نوم یو مقدس جشن راتلونکی ده. زه په دې ورځو کې وینم چې ډیر خلک او ټولنې دا ځل د رکشا بندن جشن په نوې طریقې سره د لمانځلو کمپاین کوي. ډیر خلک دا جشن د ووکل فار لوکل یا خپل تولید د خپلو خلکو لپاره سره هم نښلوي او خبره یې هم سمه ده. که چیرې زموږ جشنونه زموږ د ټولنې او کور شاوخوا د یو چا د کاروبار ډیریدلو سبب شي او د هغه لپاره هم دا جشن د خوشالۍ سبب شي نو بیا خو د جشن لمانځلو خوند هم بیل وي. ټولو هیوادوالو ته د دې مبارکې ورځې ډيره ډيره مبارکي وایم.
ملګرو، د آګست په اوومه نیټه د لاسي صنایعو ملي ورځ ده، د هند لاسي اوبدل شوي توکي او لاسي جوړ شوي صنایع پخپله د سلګونو کلونو ویاړونکی تاریخ لري، زموږ ټولو هڅې باید دا وي چې نه یواځې دا چې د هندي لاسي صنایعو استعمال زیات کړو بلکې نورو ته هم د دې توکو د استعمالولو تبلیغ وکړو. د هند لاسي صنایعو او لاسي اوبدل شویو توکو خزانه څومره بډایه ده او په دې کې څومره رنګینۍ شته، په دې که هر څومره ډیر نړۍ پوی شي نو په هماغه کچه زموږ د کاریګرانو لپاره ډیره ګټه ده
ملګرو، په خاص ډول زما ځوانو ملګرو، زموږ هیواد مخ پر بدلیدو دی. څنګه بدلیږي، څومره په چټکۍ سره بدلیږي او په کومو کومو برخو کې یې بدلون راځي؟ که چیرې په یوه مثبت لیدلوري سره موږ دیخوا ته پام وکړو نو موږ به پخپله هم هک پک پاتې شو. یو وخت وو چې، د لوبو په ډګر او نورو سکتورونو کې به ډیری خلک یا له لویو لویو ښارونو څخه وو او یا هم له لویو لویو کورنیو څخه او یا به یې له لویو لویو ښونځیو او پوهنتونونو څخه تړاو درلود. اوس هیواد بدلیږي، له کلیو او باڼدو او کوچنیو ښارونو څخه او له عادي کورنیو څخه زموږ ځوانان را مخ ته کیږي. د بریاوو نوي اهداف ښکلوي، دا خلک د مشکلاتو تر منځ هم د خپلو مثبتو هیلو سره مخ پر وړاندې روان دي. همداسې یو څه په همدې نږدې ورځو کې د بورډ ایګزیم/ کانکور په آزموینو کې تر سترګو شو. نن د من کي بات په دې خپرونه کې له ځینې داسې خوش قسمته لوڼو او زامنو سره د خبرو کیسه کوو
همداسې یو خوش قسمته لور کریتیکا د هریانا ایالت له پاني پت څخه ده چې ما ورسره ټیلفوني خبرې کړي

سلام کریتیکا! د دومره ښو نمرو په ترلاسه کولو درته مبارکي وایم، په دې ورځو کې خو به د ډیرو ټیلفونونو په ځوابولو هم ستړې شوې یې، او هغه خلک چې تاته مبارکي درکوي هغوئ به هم ویاړ احساسوي. ته په دې کار سره څه احساس کوې؟

کریتیکتا: صیب! زه ډیر ښه احساس لرم، کورنۍ ته مې د ویاړ په بښلو سره پخپله هم ویاړم

مودي: ښه دا ووایه چې ستا تر ټولو لوی تحریکوونکی څوک دی؟

کریتیکا: زما مور ده، چې پخپل ژوند کې یې ډیرې ستونزې ګاللي خو بیا هم ډیره قوي او پیاوړې ده. د هغې په کتلو سره زه لا قووت ترلاسه کوم او پخپله هم غواړم چې هماغه شان اوسم، هغې تر لیسانس کچې زده کړې ترسره کړي، ماته هم د دنیادارۍ په هکله ډیر څه را زده کوي.

مودي: په راتلونکې کې څه جوړیدل غواړې؟

کریتیکا: په راتلونکې کې زه ډاکټره جوړیدل غواړم

مودي: ډير ښه، که څه هم طبابت آسانه کار نه دی خو بیا هم ته یې کولی شي او هغه ځکه چې ته ډیره ځیرکه او کنجکاوه یې. خو د ډاکټر ژوند د ټولنې د خدمت لپاره وي، په هغه ژوند کې ته د شپې حتی په آرامه خوب هم نشې کولی، کله به د رنځور او کله هم د روغتون زنګونه درته راځي او ۲۴ ساعته به په منډه کې یې، او ژوند هم له خطر سره مخ وي او هغه ځکه چې نن سبا له ډول ډول ناروغیو سره لاس په ګریوان یو.

کریتیکا: همداسې ده صیب.

مودي: هریانا خو د لوبو په ډګر کې هم د ټول هند په کچه تل الهام بښونکی او هڅوونکی ایالت پاتې شوی، ستا هم کومې لوبې سره علاقه شته او که نه؟

کریتیکا: هو په ښوونځي کې مې د باسکټبال لوبه کوله.

مودي: ښه ډير ښه، زما لخوا خپلې مور ته ډیر درناوی وړاندې کړه او تا ته هم نیکې هیلې.

کریتیکا: مننه صیب.

همدا شان ما د کیرلا ایالت له ایرناکولم نه ښاغلي وینایک، د اترپردیش له امروه نه له ښاغلي عثمان سیفي، د تامیل ناډو له ناماکل نه کنیګا سره هم خبرې وکړې او د دوی د حال احوال پوښتلو تر څنګ مې دوی ته په بورډ او کانکور آزموینو کې د ښو نمرو په ترلاسه کولو مبارکي ورکړه او د نیکو هیلو پیرزوینې مې ورته وړاندې کړې.

ملګرو، داسې نور هم ډیر ځوان دوستان شته چې په سختو شرایطو کې د هغوئ د لوړې حوصیلې او بریاوو کیسې موږ ته د ویاړ احساس راکوي. ما غوښتل چې له ډيرو ځوانو دوستانو سره د خبرو موقع ترلاسه کړم خو وخت هم یو څه پابندیانې لري. زه له ټولو ځوانو ملګرو څخه هیله کوم چې خپلې هغه کیسې چې هیواد او هیوادوالو ته الهام بخښونکي وي پخپله ژبه له موږ سره شریکې کړي.

زما خوږو هیوادوالو، له هند څخه اوه سمندره آخوا زرګونه کیلومتره لرې د سوري نام په نوم یو هیواد دی، هند له سوري نام سره ډیرې اړیکې لري، له سلو کالو څخه هم پخوا یو شمیر هندیان هغه هیواد ته تللي او همالته یې خپل ژوند پیل کړی، نن دهغوئ څلورم او پنځم نسل هلته ژوند کوي چې نن په نوموړي هیواد کې له څلورمې برخې څخه زیات هندی الاصله وګړي دي. آیا تاسو پوهیږۍ چې د هغه هیواد له ژبو څخه یوه هم سرنامي ژبه ده چې د بوجپوري ژبې یوه شاخه ده، د دې فرهنګي اړیکو په پام کې نیولو سره موږ هندیان د فخر احساس کوو

په همدې وروستیو کې ښاغلی چندریکا پرساد سنتوکي د سوري نام نوی ولسمشر ټاکل شوی چې د هند ملګری دی او په ۲۰۱۸ کال کې یې په (پي آی او) پرسن آف انډین اوریجن په پارلیمنټري کنفرانس کې هم برخه اخیستې وه. ښاغلي سنتوکي خپل د لوړې سوګند هم په وید منترونو یانې د هندوانو د مقدس کتاب په متنونو سره یاد کړ. نوموړي د ویدونو یادونه وکړه او د اوم شانتي شانتي شانتي نعره یې وکړه چې مانا یې ده ربه امن امن امن او په دې توګه یې خپل تحلیف سر ته ورسولو، پخپل لاس کې یې د وید مقدس کتاب راپورته کړ او ویې ویل چې زه چندریکا پرساد سنتوکي سوګند کوم چې، او په دې ډول یې خپلو الفاظو ته دوام ورکړ

ملګرو، زه چندریکا پرساد سنتوکي ته مبارکي ورکوم او خپل ملت ته د خدمت کولو لپاره ورته د ۱۳۰ کروړه هندوستانیانو مبارکیانې او نیکې هیلې وړاندې کوم

زما خوږو هیوادوالو، اوس د ورختونو موسم هم دی، تیر کال مې هم تاسو ته ویلي وو چې د بارانونو په موسم کې د کثافاتو او ناروغیو خطر ډیریږي، په روغتونو کې هم بیروبار ډیریږي، له همدې امله تاسو پاکوالي ته ډیره پاملرنه وکړئ، د خپل وجود دفاعي قووت د زیاتوالي لپاره د آیورویدیک یا یوناني درمل او جوشاندې وکاروئ. د کرونا وبا په وخت کې باید موږ له نورو امراضو څخه لرې و اوسو او په روغتونونو مو سر نشي. ددې خبرې پوره په پام کې نیول اړین دي
ملګرو، د ورښتونو په موسم کې د هیواد ډیره لویه برخه له سیلابونو سره په مبارزه اخته ده. د بیهار او آسام په څیر ایالتونو کې ډيرې سیمې خو د سیلابونو له امله له ډيرو ستونزو سره مخ دي، له یوه پلوه کرونا او له بلې خوا له داسې ستونزو سره مخ کیدل، په داسې حالت کې ټول ایالتي حکومتونه، این ډي آر ایف یا د طبیعي افاتو پر وړاندې د مبارزې ملي قووې ډلې، د ایالتونو د آفاتو کنټرول ډلې او رضاکاره خدماتي ادارې ټول سره یو لاس د هر ډول مرستو او ژغورلو چارې ترسره کوي. د دغو پیښو له امله ځپل شویو خلکو سره ټول هیواد څنګ په څنګ ولاړ دی

ملګرو، بل ځل چې بیا موږ د من کي بات له لارې سره یوځای کیږو، له هغه نه مخکې د آګست ۱۵ مه نیټه هم راتلونکې ده. دا وار به د آګست پنځلسمه/ خپلواکۍ ورځ هم په بیل ډول لمانځل کیږي، د کرونا وبا په بهیر کې به لمانځل کیږي. زما له ځوانانو او ټولو هیوادوالو څخه هیله ده چې راځئ چې د خپلواکۍ لمانځلو په ورځ له روانې وبا څخه د خلاصیدو څوګند یاد کړو، د خود کفا یا په ځان بسیا هند، د څه نوي زده کولو او څه نورو ته ښودلو سوګند وکړو، د خپلې ملي وجیبې ادا کولو سوګند یاد کړو. زموږ هیواد چې نن په کوم لوړ مقام کې ځای لري هغه د داسې لوړو شخصیتونو د هلو ځلو له امله دی کومو چې د ملت جوړونې لپاره خپل ژوند وقف کړی وو، له هغو لویو هستیو څخه یو هم په ټولو کې منل شوی شخص تیلک دی، د ۲۰۲۰ م کال د آګست په لومړۍ نیټه د ښاغلي ټولمنلي تیلک، سلم تلین دی. د ښاغلي تیلک ژوندون زموږ ټولو لپاره د لوړ احساس سرچینه ده، موږ ټولو ته هغه ډير څه را زده کوي

بل ځل چې موږ او تاسو سره غږیږو نو ډیرې نورې کیسې به وکړو، په ګډه به یو څه نوي زده کړو، او له ټولو سره به یې شریکوو. تاسو ټول خپل ځان ته پام کوئ، د خپلې کورنۍ پام وساتئ او روغ پاتې شئ. ټولو هیوادوالو ته د راتلونکو ټولو جشنونو لپاره ډیرې ډيرې مبارکیانې

ډیره ډيره مننه

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت