د طالبانو خپلمنځي اختلافات : د افغانستان آئینده اوس هم غیر یقینی
لیکنه : د انتخاب عالم
ژباړه: د پښتو څانګی
سږ کال د فرورۍ په میاشت کی طالبانو او امریکی ترمینځه په افغانستان کی سوله په رامنځته کولو هوکړه شوی وه ، د هغی په حقله له پیل راهیسی شک و شبهات رامینځ ته کیدل . د هغی ځانګړې علت دا و چی خبرو اترو په دوران کی هم په افغانستان کی د تشدد لړۍ هیڅ کله بند شوی نه وه . بله خبره دا هم حس کیدله چی طالبان د افغانستان حکومت سره خبری اتری کولو یا په افغانستان کی دننه د پخلاکیدنی او د جوړ جاړی ماحول په رامینځ ته کولو کی هیڅ لیوالتیا نلر ی . خو ورو ورو څه داسی خبری هم مخی ته راغللي دکوم څخه دا اندازه وشوه چی پخپله طالبانو کی شدید اختلافات شته او دا چی په دوحه کی شوی په خبرواترو کی د طالبانو کوم مشرتابه چي برخه واخیسته دهغی پلان او د هغی بیلا بیل جګړه مارانو نظرئ یو بل څخه بیخی مختلف وي ځکه چی دا خبره په ځانګړی ډول احساس کیږی چی په دوحه کی د طالبانو مشرتابه د پخلاکیدنی روش غوره کړی و او لږ ترلږه دا خیال ښکاره کړی شوی و چی بشری حقوقو، جمهوریت او په واکمنۍ کی د انډیوالۍ په شان په موضوعګانو د افغانستان حکومت سره په وروسته پړاو کی جدی خبر ی اتری کیدیشی او ځنی حل هم لټول کیدیشی . ښائي چی طالبانو له لوری دا روش غوره کولو له کبله امریکی دغه تړون ته آخیرنی بڼه ورکولو لپاره خپله موافقه ښکاره کړی وه او په پائیله کی هوکړه هم سرته رسیدلی وه لاکن دا خود طالبانو هغه لوړ پوړی مشرتابه خبره شوه چا چی په خبرو اترو کی په نیغه برخه اخیسته . خو په افغانستان کی دننه د قتل و قتال او لوټ تالان کومه لوبه روانه ده پدی تناظر کی د امریکی پوهان ، جدی شنونکی او ژورنالستان د افغانستان د داخلی وضیعت پرځای څیړه کول غوښتو او دا درک کول غوښتو چی د افغانستان په کومو سیمو کی د طالبانو سلطه او دبدبه ده او کومی سیمی چی په کلی ډول د طالبانو تراشغال لاندی دي هغلته څنګه ماحول دی او کوم ډول نظرئ خپلولی کیږی . نو لدی امله د واشنګټن پوسټ د راپورورکونکو یو ټیم د افغانستان په ختیځ سرحد موقعیت لرونکی د داسی ولسوالیو ځاي حقیقت د درک کولو هڅه وکړله کوم چی اوږدی مودی راهیسی د طالبان قوماندانانو او د جګړه مارانو په قبضه کی دي . دغه ټیم د دی میاشتی په اوائیلو کی د مراورا ولسوالۍ څخه لیدنه وکړله خو دغو راپور ورکونکو دا اجازه نه لرله چی هغلته لاړ شی . خو هغوئي ته د دی خبری اجازه خو ترلاسه شوه چی هغوئي هغلته ورشی او خلکو سره خبری اتری وکړی لاکن دغو ژورنالستانو سره د طالبانو جګړه ماران هم تللی و . هغلته د واشنګټن پوسټ ژورنالستانو کومو خلکو سره خبری وکړلی په هغوئي کی اکثرو دا خیال لارو چی مونږه په افغانستان کی سل سلنۍ واکمنی غواړو د بیلګی په توګه د ۲۵ کالو یو طالب جګړه مار د چا نوم یاسر دی هغه وویل چی د امریکی پوځ پروړاندی مونږه اوږدی مودی مبارزی وروسته بریا ترلاسه کړې نو ځکه مونږ به دا بیکاره کیدو ته پریږ ندو د ژورنالستانووینا ده چی د یاسر قوماندانانو او د دی ولسوالۍ قوماندان ورسره نورو خلکو هم دا خیال څرګند کړو . د ژورنالستانو ترمخی د طالبانو اشغال لرونکی نورو ولسوالیو پوری د هغوئي رسیدل ګران و ځکه چی هغلته بنديزونه ډیر سخت دی خو د مراورا په ولسوالی کی خو هم دا اندازه وشوه چی د طالبانو جګړه مارانو د افغانستان حکومت سره خبری اتری کولو یا دهوکړی کولو هیڅ اراده نشته .
یو خوا امریکا د خپل پوځونو د پشاکولو تیارۍ کوي بلی خوا طالبان جګړه ماران دا وائي چی بس په هرځنی وخت به هغوئي په بشپړ افغانستان قبضه ولری . یو قوماندان دا وویل چی د فرورۍ په میاشت کی کومه هوکړه شوی وه هغه په اصل کی د طالبانو د هغی خوب تعبیر و د کوم ترمخی هغوئي کافرانو ته ماته ورکول غوښتو . یاسر ژورنالستانو ته دا هم وویل چی د اقتدار ویشل د منلو وړ ندی .مونږ به اسلامی حکومت په دوو برخو کی د ویشلو اجازه ورنکړو . د نوموړی په سمون په قطر کی فعال د طالبانو مشرتابه که په واکمنۍ کی د انډیوالۍ فارمول و منی هم خو د طالبانوجګړه ماران به د هغی پرضد بغاوت وکړی او په آزادانه وسلې پورته کړي. دا خبره رښتیا د اندیښنی وړ ده . د طالبانو مشرتابه خبرو اترو د لاری د حل لټولو په سوال موافقه خو څرګنده کړله او هوکړه هم وکړله خو د هغی مخی ته چی کومی مرحلې شته هغه ډیرزیات کړکیچن دي. د نړیوال بحران سره اړوند یولوړ پوړی افغانستان په باب شنونکی اینډریوواټکنس وینا ده چی د طالبانو مشرتابه مخی ته یو شمیر مسئلې شتون لري او هغه ته خپله ډله سنبالولو ، د خپل نظریه خپلونکې او د تړون لاره په هوارولو کی یو اوږد مزل وهل وي لاکن پدی زغمل کیدونکی عمل کی دا ویره هم مل ده چی سیاسی هوکړی په ترڅ کی خبری اتری د پیل کیدو په لومړنی تړاو کی چیرته داسی ونشی چی پنځوسو زرو نه واخلۍ یو لکو پوری جګړه ماران بئیل شی او نورو جګړه مار ډلو او تنظیمونو سره مل شی . پدی صورت کی د یو نوې تشدد نه ډک د مقاومت لړۍ پیل شی . اینډریو واټکنس ترمخی د طالبانو مشرتابه دا اندیښنا په سلو کی سل حقیقی ده. غرض دا چی که د افغانستان آئینده په حواله ځنی خبره وکړی شی نو دا وئیل کیدیشی چی نه یواځی دا چی د افغانستان حکومت اندیښمن دې چی د سیاسی هوکړی بڼه به څنګه وي بلکی پخپله د طالبانو مشرتابه هم د ډیر زیات زړه نا زړه دې او غیریقینی توب ښکار دې
Comments
Post a Comment