د کولبوشن جادوو قضیه او پاکستانی ملنډه

لیکنه : د ډاکټر بیهوریا

ژباړه : د پښتوڅانګی

په تیری اونۍ کی پاکستان د هند ۱۲ خواستونو وړاندی کولو وروسته د کولبوشن جادوو سره د کونسلر تماس ترسره کړو . دا تماس او لاس رسی د ۱۹۱۹میلادی د ستمبرپه میاشت کی تیر څومره چی شخند وړ و . د هند خواستونو ته په ځواب کی پاکستان ۲۰۲۰میلادی کال د مئي په میاشت کی د یوفرمان پلی کولو څخه وروسته د یوآزاد، ښکاره او غیرمشروط لاس رسی یقین وړاندی کړی و . په څرګنده توګه جادوو ته د مرګ سزا ورکونکی پوځی محکمی د ۲۰۱۷میلادی کال د اپریل په میاشت کی د کتنی او غورکولو لپاره د یو اغیزمن کړن لاری برابرولو په ترڅ کی د قضاوت نړیوال محکمی ۲۰۱۹ میلادی کال دجولائي په میاشت کی لارښونی سره سم عمل کولو په ترڅ کی پاکستان کی د نوموړی پروړاندی د جاسوسی کولو او وران کارۍ قضیه راپورته شوله .

دا هیله کیدله چی پاکستان به د خپل ژمنی او باور احترام وکړی. د هند د لاریونونو سره سره دوه هندي عالي رتبه چارواکو د پاکستاني چارواکو په شتون کې "د ویرونکي چلند" سره لاسرسي ترلاسه کړې وه . ګرده غونډه ثبته کړې شوې وه او هیڅ آزاد خبرې ممکن نه وې چې جادوو د بیاکتنې لپاره د هغه د اپیل قانوني حقونو سره ښکیل کړي او د پاکستان د قانون احکامو سره سم د قضیې تعقیب لپاره خپل لاسلیک ترلاسه کړي. هند وویل چی دا تمرین نه خو با معنا و او نه معتبراو د پاکستان کړن لاره خنډ اچونکی و او مخلصانه نه و. دا خبره واضحه ده چی پاکستان د قضاوت نړیوال محکمی قضاوت په کلکه د پلي کولو پر ځای ټوله پیښه د عامه اړیکو په تمرین بدله کړله . په زړه پورې خبره دا ده چی په تیره میاشت کی د پاکستان اضافي لوی څارنوال احمد عرفان رسنیو ته معلومات برابر کړی و چې جادوو ته د جون په په اولسمه نیټه د کتنی یو خواست وړاندی کولو لپاره بلنه ورکړ شوی وه خو نوموړی د خپل سزا او ګناهګارۍ باندی د بیا غورکولو لپاره انکار کړی و .

فرمان په سمون جادوو د ۶۰ ورځو رعایت لارو په کوم کی چی نوموړی ته د خپل بیا کتنی خواست وړاندی کول و. دا ټاکلی نیټه مخکی څخه پائ ته رسیدلی ان تردی چی د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی اوس د دریم ځل لپاره د کوم پاکستاني چارواکي له شتون پرته د قونسلګرۍ لاسرسی وړاندیزکړې

هند تکرار کړی چې کلبوشن جادوو او هندي ډیپلوماټانو ترمینځ د خبرو اترو پرمهال به هیڅ پاکستانی چارواکی حاضر نه وي او نه د خبرو ریکارډنګ به کيږي چي جادوو پرته له کوم فشار خپل نظریات څرګند کړي. او هغه باید اندیښنه ونلري چې د خبرو وروسته به ورسره دښمني وشي. جادوو له ډیرې مودې راهیسې په بند کې دي او په تیرو وختونو کې ورته ګواښ شوی و ، نو د کوم پاکستاني چارواکي په شتون کې هغه په ​​ښکاره ډول خبرې نشي کولی. همدا دلیل دي چي هغه د بیاکتنې پيټيشن څخه انکار کړي لکه څنګه چې اسلام آباد يي ادعا کوي

جادو د ۲۰۱۶م کال په مارچ کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا له ایران څخه تښتول شوی و او له هغه وخت راهیسې په ناقانونه ډول د پاکستان په زندان کې ساتل شوي . د هغه له تښتونې وروسته ، هغه د پاکستان په نظامي محکمه کې فيصله شو ، او د ۲۰۱۷م اپريل کي د مرګ په جزا محکوم شو . لس ورځې وروسته ، د می په ۸ مه ، هندوستان دا قضیه د عدالت نړیوالې محکمې ته واستوله او د کلبھوشن په سزا ځند ولګول شو . د عدالت په نړیواله محکمه کې هندوستان وویل چې پاکستان هند ته د جادوو د توقیف په اړه معلومات ورنکړل . په دې توګه جادوو د خپل قانوني حقوقو څخه بې برخې شو . پاکستان د هندي ډیپلوماټانو ته هم اجازه ورنکړه چي د جادوو سره لیدنه وکړي . دا د د قونسلګرۍ اړیکو په اړه د ویانا د کنوانسیون څخه سرغړونه ده

د عدالت نړیوالې محکمې د هند دليل تائید کړ او د تیرکال د جولايي په ۱۷مه پاکستان ته يي لارښوونه وکړه چې جادوو ته د هغه د حقوقو په اړه خبر ورکړي او هندي ډیپلوماتانو ته اجازه ورکړي چې جادوو سره وویني. محکمې دا هم وویل چې پاکستان باید په دې پوه شي چې تورن هم د ځان د دفاع حق لري. محکمې امر کړی چې موضوع دې له سره غور لاندي ونيول شي

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې سره له دې چې په آزاد چاپیریال کې يي د جادوو سره نه دي لیدلي او د لازمي سندونو نشتوالی له امله نوي ډیلي د جولای په ۱۸ مه د بیاکتنې پيټيشن داخل نکړي شو . اوس تمه کیږي چې دا ځل به پاکستان د خپل عزت د ساتلو فرصت له لاسه ورنکړي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت