د پاکستان د احتساب بیورو یا د مخالفو په مرۍ د چاړه ایښودو دائیمی سرچینه
لیکنه : د معین الدین خان
ژباره : د پښتو څانګی
د پاکستان ملی نیشنل اینویسټي ګیشن بیرو يعنې ۔ این ای بي ۔ نن سبا ورځپاڼو او رسنیو په سریزو کې په ډیر څرګند ډول ښکاري . هسې هم ژورنالستانو ، سیاست مدارانو او شنونکو د هغې بنیادي دندې او د هغې په کړنو ګوت نیونه کړې ، خو په دې ورستیو کې د پاکستان سترې محکمې د دوو غړو قاضیانو ډلې فیصله د بحث یوه داسې دروازه پرانستې چې تراوسه پورې په ډیر ټیټ غږ د احتساب بیورو پرضد اوازونه پورته کیدل ، دا محال په ډیر واضح ډول اوریدل کیږي. البته د ځینو سیاسي مشرانو پرضد په مبینه ډول د پوځ په اشاره دلته قضیئ ثبت شوي او هغوئ ته سزا هم ورکړل شویده . که څه هم په دغو معاملو کې په واضح ډول احساس کیدو چې په کومو معاملو کې چې تورنو کسانو ته سزا ورکړل شوي ، هغه په محکمو کی د دلیل وړاندې کولو وړ هم نه وه. خو د لوړو محکمو له لوري په دې اړه له سره پام ونکړای شو چې له همدې امله په ځینو وختو کې پخپله د محکمی دنده هم شکمنه وګڼل شوه. لیکن اوس غږ تردې حده پورته کیږی ، چې د احتساب بیورو یا ۔ این ای بي ۔ د فساد د مخ نیولو اداره ده ، او که پخپله د فساد ډیرلو مرکز دی؟ څو ورځې د مخه منل شوي ژورنالست نجم سیټهي موجوده حکومت ته اخطار هم ورکړی وو ، چې دا یوه داسې بلا ده کوم چې خپل څښتن هم د خپل قهر هدف جوړولی شي . اوس د سترې محکمې له فیصلې وروسته خو هر خوا د احتساب بیورو کړنو پرضد د پوښتنو یو سیلاب راپورته شو . د پاکستان لوړ پوړی ژورنالست او سیاسي شنونکی زاهد حسین په ډان ورځپاڼی کې د ملي احتساب بیورو د کارونو پرګوته کولو سره تر دې ځایه وئیلي چی دا یوازې یوه چلوټه ده کومې چی تر اوږدی مودی پوری خپله لوبه کړیده. له زاهد حسین څخه ترمخې په یادې ادارې چې تراوسه کوم تورونه لګول شوي پکې ویل کیږي چې دا یوه داسی اداره ده کومې چې د بشري حقوقو ، بشری ویاړ او د آزادۍ ګام پر ګام سپکاوی کړیدی . هغه غلط نه وو ، بلکې حقیقت خو دا دی چې یاده اداره د سیاسي کړنلاری لپاره د یوې آلې په توګه کارول شویده او اوس محکمې دهغې په مخ یو سخت ګوزار کړیدی، ځکه چې د هغې اعتبار همیشه په سوالونو کې راګیر وو .
زاهد حسین دا پوښتنه کوي چې څنګه د بې ایمانۍ تور په پوري کولو سره د سیاست مدارانو وفادارۍ پلورل کیږي. څنګه چې هغوی خپله وفاداري بدله کړې ،هماغسی د هغوي پرضد تورونه هم هوا شول او د شپې هغوي په کابینې کې شامل کړای شول. پوځي دیکتاتور جنرال پرویز مشرف اعلان کړی و چې ملي احتساب بیورو ځکه جوړ شوي ، چې بې ایمانه خلکو په زړونو کې ویره پیدا شي خو نه داسې کیدل و او نه داس وشول . خو دې لړۍ د نورو حکومتونو په دور کې هم دوام پیدا کړو او اوس قاضی مقبول باقر په خپلې فیصلې کې وئیلي ، چی له دې پخوا ه نوموړي ادرې د وهم پر بنیاد د یوه چا د نیولو واک ترلاسه کړی وو ، او دا یوه داسې پیښه وه چې بل چیرته يې بیلګه نشته. دا د اتفاق خبره نده چې هر مخالف مشر چې د اهمیت وړ دی د احتساب بیورو د پلټنې له عمل څخه نه وی بچ شوی
دغې ادارې د واک دومره زیات غلط استعمال وکړو چې یوازې مخالف سیاسي مشران نه بلکې بیوروکراتان او سوداګران هم د دې هدف وګرځیدل . که ملکي چارواکی هروخت د احتساب بیورو له ویرې لړزیدل یواځی دا نه وه چی په هغوئ د ناوړه کارونو تور پورې کیږي بلکې هغوئ په شدید کړکیچ کې اچولې هم شي. یو شمیر مشران بیوروکراتان داسې هم دي څوک چې پرته له کوم توره تر څو میاشتو د تورو تمبو شاته پاتې شوي . زاهد حسین دې پائیلې ته رسیدلی چې د ستری محکمی له لوری له قضاوت وروسته اوس دا خبره بیخې سپینه شوې چې غیرجمهوری ځواک د هیواد په کړنه غلط انداز سره خپله اغیزه وکړه .یوې داسې ادارې لپاره کوم چې فساد سره د مبارزې په موخه جوړه شوې وي ، هغه په دومره ناخوښه او ویرجنه اداری بدله شي عجیبه ښکاري او دا د هر هیواد لپاره له لعنت څخه کم ندی . یوې بلې ناوړتیا لور ته هم اشاره کیږي چې له دوو لسیزو وروسته هم دا اداره د یوه فرمان لاندی کار کوي تراوسه هیڅ کوم حکومت داسې د کار کوم چوکات ندی جوړ کړی چې د هغه د ننه نوموړي اداره خپل کار وکړي. اوس د دې ادارې د یوه اندازه واک اختیار د کمولو وخت رارسیدلې دی . تر اوسه نوموړی ارګان ډیره تباهی غزولی او رامینځ ته کړیده

Comments
Post a Comment