هند او چين ، دواړه د چين سلطه لرونکي دسيسو پرضد دي

هند او چين ، دواړه د چين سلطه لرونکي دسيسو پرضد دي
ليکنه : پروفيسور چينتا مني مهاپاترا
ژباړه : د پښتو څانګي
د هند او متحده ایالاتو ترمنځ ستراتیژیکي ملګرتیا د تیرو دوه لسیزو راهسي خورا ژوره او پراخه شوې ، مګر د دې اعتبار او ګټي ته چيلنج هغه وخت وړاندي شو کله چې چین د هند - چین سرحدونو په اوږدو کې د کنټرول په حقيقي کرخه تجاوزکونکي رويه غوره کړه
هند د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو سره ستراتیژیکې ملګرتیاوې لري ، مګر دا متحده ایالات دي چې تر دې دمه یې د چین د یرغل پرمهال له هند سره خپل ښکاره ملاتړ په ډاګه کړو او په ورته وخت کې یې چین مجبوره کړو چې خپل سرتیري له سیمې څخه وباسي ، د هند پوځي پرسونلو سره فزیکي جګړه پاي ته ورسوي او په ځینو برخو کې خپل ناقانونه جوړښتونه له منځه يوسي
په هرصورت ، دا سوچ به غلط وي چې د هند او چين په پوله د واشنګټن دریځ د متحده ایالاتو او هند ترمینځ د کوم نظامي اتحاد د جوړولو دي. نه هندوستان او نه هم متحده ایالات د چین ضد ائتلاف د جوړیدو ملاتړ کړي مګر د ستراتیژیک ملګرتیا روحۍ سره سم ، سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت ځینې زړورې اعلامۍ کړي او د پینټاګون لخوا په ځمکه د سویلي چین سمندر ته د دوه الوتکو وړونکو لیږدولو او په ځمکني پوله د هندي ځواکونو زړورتیا او چینايي پوځ ته سخته ننګونه ، چین ته یوه قوي اشاره په ډاګه کوي ترڅو له هر ډول ناقانونه یا غیر اخلاقي ناوړه کارونو څخه ډډه وکړي
د پولې په اوږدو کې د هند د نظامي ځواکونو قوې مظاهره وشوه او لومړي وزیر نریندر مودي لخواه د هند - چین په پوله مخکنیو سیمو ته د پوځي کارمندانو مورال لوړولو لپاره بې ساري لیدنه وشوه
دا د غوره ډیپلوماټیکي مهارت يوه بيلګه ده چې د بهرنیو چارو وزارت کي د ډیپلوماټ څخه د بهرنيو چارو وزير جوړ شوي ډاکټر سبرمانیم جی شنکر تر مشرۍ لاندې ښودل شوی او د کوویډ-۱۹ وژونکي وبا په مینځ کې يي چینایی یرغل سره چلند وکړ
بهرني قدرتونه د همکارۍ لاس یوازې هغه وخت غځوي چې یو هیواد د خپل ځان د دفاع توان څرګند کړي. د هندوستان د حکومت لخواه مسلې په سم ډول اداره کولو سره یو داسي طبۍ تعادل رامینځته شو په کوم کي چې نور مطلوبه ځواکونه او په تيره متحده ایالات د چین د هیلو سره معامله کولو ته راوتلو
د کوویډ-۱۹ ناروغي څخه د لوړې کچې ګټه پورته کولو په هيله ، چین خپله جغرافیه د پراخولو په مقصد خپله اصلي علاقه په ګوته کړه او د پولې په شاوخوا کې د نورو هیوادونو خاوره او سمندري سيمه ، دواړه د قبضه کولو هڅه يي وکړه
له یوې خوا ، چین په کوویډ-۱۹ خپله بريا اعلان کړه او خپل اقتصادي فعالیتونه يي له سره پيل کړل او له بلې خوا ، داسې فکر يي کاوه چې نور قوتونه د کورونا وايروس په مبارزه کې بوخت دي نو يو غټ طاقت جوړيدو په لټه کې شو
د چین چلند دا ثابته کړه چي د چین د سوله ییز پرمختګ مفکوره یوه غولوونکې نظریه ده چې د بیجینګ لخوا د خپلي ګټې لپاره کارول شوې. دې په څرګنده توګه ښودلې چې چین هغه هيوادونه تنګول غواړي کوم چي د متحده ایالاتو متحدین دي ، ستراتیژیکي شریکان یا رابرسيره کیدونکي ملګري دي . په دوامدار ډول ، چین د جاپان ، ویتنام ، هند او بوتان او آسټرالیا سره هم ښکر په ښکر شو او
هڅه يي وکړه چې نړیواله توجه د هانګ کانګ څخه بل اړخ ته واړوي
او د هند - چين په پوله کې يي هم له تاوتریخوالي ډک چلند پيل کړ
په هرصورت ، د چین حساب کتاب غلط ثابت شو او د هند د پولو څخه پشا کيدو ته مجبوره شو . هانګ کانګ یو ځلي بيا د متحده ایالاتو ، انګلستان ، آسټرالیا او د یو شمیر نورو هیوادونو په پام کي راغي. متحده ایالاتو په ښکاره ډول چین د دښمن هیواد په توګه تشریح کړی. آسیان هم ، د ملګرو ملتونو د بحري تړون د قانون له مخې ، د سویلي چین په سمندر کې د شخړو هوارولو قوانینو ملاتړ کړی . د چین بیلټ او سړک نوښت هم د ډيرو هيوادونو په پام کي راغلي
هند او متحده ایالاتو د اوږدې مودې لپاره د یوې داسې تګلارې ملاتړ وکړ چې چین نړیوال سیسټم ته راوستلي شي . متحده ایالات او هند ، دواړو باور درلود چې له چین سره د سوداګرۍ او پانګونې اړیکي هڅولو سره؛ بیجینګ به په خپلو کورنیو او بهرني سیاستونو کې ډیر آزاد شي.
مګر دا باور غلط ثابت شو. هند او متحده ایالات بايد د نورو ازاد خياله دیموکراتیکو هیوادونو سره په ګډه د چین سره معامله وکړي ځکه چې دا د نړيوالي مفکوري سره سم ندي. چین ته باید اجازه ورنکړي شي چې په خپلو شرایطو نړیوال قواعد او د ښکیلتیا طرزالعملونه بیا ولیکي


Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت