په افغانستان کې لا زیات نامعلوم حالات او پوښتنې
لیکنه: معین الدین خان
ژباړه: پښتوڅانګه
د افغانستان حالات دومره پیچلي دي چې یو نه څوڅو سوالونه را پورته کیږي چې ځواب یې نشته. له دې امله یو نامعلوم حالت سره مخ کیږو. تر اوسه پورې ټولو نه لویه پوښتنه دا وه چې د امریکې او طالبانو ترمینځ خبرې اترې په یوه هوکړه لیک لاسلیکولو سره پای ته ورسیدې، خو ترټولو اصلي سوال بیا تر اوسه په خپل ځای پاتې دی چې د طالبانو او افغان حکومت ترمینځ خبرې اترې به کله او څنګه شروع کیږي. له ټولو نه لویه ستونزه بیا داده چې پخپله د طالبانو تر مینځ هم مشکلات شته، د طالبانو هغه مشران چې په دوحه کې په خبرو اترو کې ښکیل وو هغوی په دې خبره ښه پوهیږي چې له سخت دریځۍ څخه لاس واخلي او په افغانستان کې نورښکیل اړخونه هم باید وزغمي، خو غټه ستونزه بیا داده چې آیا هغه طالبان چې په افغانستان کې په جګړه اخته دي او ګڼې سیمې یې تر واک لاندې دي او هلته واک چلوي، خپلو مشرانو ته به دا اجازه ورکړي چې ددوی له اجازې پرته داسې یو کار وکړي؟ دغه علت دی چې دا مهال د طالبانو مشران ددغه سوال له ځوابولو څخه په څنګ کیږي. هغوی په دې ښه پوهیږي چې که داسې وکړي نو د خپلو پلویانو او جنګیالیو له غوسې سره مخ کیدای شي او په دغه صورت کې به له دوی نه خپله یوه غټه کړۍ بیله شي او ځان ته به بیله لاره غوره کړي، دومره خطرناک حالت سره مخ کیدل د طالبانو مشري هم کمزورې کولای شي، خو دا د طالبانو خپل منځي مسله ده او د اواري لپاره به یې هڅې کوي.
اوس دویمه پوښتنه داده چې د افغانستان له هغو عامو وګړو سره به څه پیښیږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنیځ راګیر دي په ځانګړې توګه هغه خلک چې د طالبانو ترواک لاندې سیموکې اوسیږي. څه موده وړاندې د واشګټن پوسټ د خبریالانو یو ټیم په ډيره خوارۍ د مرورې ولسوالۍ پورې ورسید، هغوی هلته د طالب جنګیالیو په اجازه تللي وو او د طالبانو جنګیالي هم ورسره وو، دغه ولسوالۍ په کنړ ولایت کې ده چې له پاکستان سره په پوله واقع ده، زیاتره سیمه یې کلیواله ده، ددې سیمې زیاتره ځوانان په ورځنۍ مزدوریو بوخت دي، خو دغه د ورځې مزدوري هم ورته په هغو سیموکې پیدا کیږي چې د حکومت ترواک لاندې دي. دلته یوشمیر داسې خلک هم شته چې یو څه ځمکې لري او هغه کته پورته کوي او خپله ګوزاره ورباندې کوي، شاوخوا هغو سیمو کې چې د طالبانو مرکزونه یا پوستې دي دا غږونه اوریدل کیږي چې مرګ په امریکې او مرګ د اشرف غني پر حکومت.
د واشګټن پوسټ د خبریالانو په وینا چې د طالبانو د واک نورو سیمو غوندې په مروره کې هم عام خلک د روغتیا او ښوونې په برخه کې د افغان حکومت او مرستندویه ټولنو لاس ته ګوري خو د امنیتي مسایلو په خاطر، لومړني توکي لکه دارو درمل رسول، او هم د ښوونکو او ډاکټرانو د معاشونو په ورکړه کې خورا ستونزې شته.د طالبانو تر واک لاندې سیموکې له اتو نه تر لسو میاشتو پورې د معاشونو په ورکړه کې ځنډ راځي. په کلینکونو او د ډاکټرانو کتنځایونو کې ښځې او ماشومان منتظر وي خو ورته وار نه رسیږي، د یاسمین په نامه یوه ۲۲کلنه میرمن چې د پنځو بچیانو مور ده وایي چې له کوره د وتلو پر مهال مجبوره ده چې له سره ترپښو پټه واوسي، څومره ځنډ چې هغه په کلینک کې کوي باید د باندې د کور یو نارینه ورته منتظر واوسي، دې سره دا فکر دی چې د امنیت په ښه کیدو سره به دا وکړای شي د حکومت تر واک لاندې یوې سیمه کې په اسانه او مستقیمه توګه د خپلو ماشومانو لپاره دارو درمل ترلاسه کړي او روغتون او درملتون ته به اسانه لاسرسی ولري.
هغه خلک چې د طالبانو ترواک لاندې سیموکې ژوند کوي وایي چې ځکه د طالبانو ترواک لاندې سیمه کې ژوند کوي چې دوی سره د خپل امنیت او خوندیتوب غم دی، او دوی باید په دې اړه فکر وکړي. هغو سیموکې افغان پوځیان نشي کولای د دوی امنیت خوندي کړي نو دوی د خپل امنیت لپاره په طالب جنګیالیو اعتبار کړی دی خو دوی دا هم وایي چې له یوشمیر لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي، ددې لپاره هغوی غواړي چې وضعیت داسې شي چې یو شمیر خدمتونه برابر شي، مثلاٌ لارې سړکونه جوړ شي، د ښوونې او روغتیا برخه کې کومه ستونزه را پیدا نشي، له دې نه دا پایله اخستل کیږي چې دا مهال افغانستان کې وضعیت داسې بې اعتباره دی چې خلک د امنیت او خوندیتوب لپاره د طالبانو خواته ګوري خو د لومړنیو او ضروري خدمتونو په خاطر بیا له حکومته اسانتیاوې غواړي.
خو اوس دا سوال پیدا کیږي چې د بیلابیلو افغان جهتونو او طالبانو ترمنیځ به د هوکړې لپاره کومه داسې لار وموندل شي؟ که یې داسې وانګیرو چې سمه ده د افغان حکومت،طالبانو او نورو ښکیلو اړخونو ترمنیځ داسې یوه هوکړه وشوه نو بیا به د واک د شراکت ډول څنګه وي؟ طالبان به د خپلو هغو سخت دریځو قوانینو یا د هغو د یوې برخې عملي کول غواړي کوم چې د خپل واک پرمهال یې جاري کړي وو؟ او که طالبان یو څه نرمي وښيي نو آیا دوی به د خپلې ډلې اعتبار وساتلی شي.
اوس یوه بله پوښتنه دا هم ده چې په تیرو دوه لسیزو کې افغانستان کې نه یوازې داسې یوه کړئ رامنځته شوه چې نه یوازې د ډیموکراسۍ او انساني حقونو په شان ارزښتونو نه برخمنه وه بلکې د هغې د پراختیا غوښتونکي هم وه. په دغه کړۍ کې میرمنې هم شاملې دي کومې چې د نوې نړۍ او نویو حالاتو له غوښتنو سره سم غواړي ژوند وکړي او دغه حالت ته وده ورکړي. نو آیا د کومې هوکړې په صورت کې به ددوی دغه ټولې لاسته راوړنې وساتل شي د کومو لپاره چې دوی پر خپلو ځانونو دومره سختۍ تیرې کړې دي.یوه بله پوښتنه چې ډيره په مستقیمه توګه له افغانستان سره تړاو نه لري هغه داده چې د طالبانو د مشرانو او پاکستاني استخباراتو آی ایس آی اړیکې به څنګه کیږي

Comments
Post a Comment