د پاکستان ملی احتساب بیورو یا قهرجن ښامار
لیکنه : د معین الدین خان
ژباړه : د پښتو څانګی
په پاکستان کی د ملی احتساب بیورو په نامه یوه اداره ده کوم چی په سیاست مدارانو، بیوروکراتانو او سوداګرانو لګول شوی د فساد د تورونو سماعت او فیصله کوی خو د دی امتیاز ئې دا دی چی د دی سماعت لاندی راتلونکی معاملو کی تورن کس ترهغه ګناهګار ګڼلی شی ترکومی چی هغه بی ګناه ثابت نکړي، کله چی په عمومی قانون کی تورن کس ترهاغه بی قصوره وي ترکومی چی هغه بی ګناه ثابت نشی . د دی د عدل نظام د تامینولو ویاړ د پاکستان پوځ ته ترلاسه دی ځکه چی د یو آمریت په دوران هغه په هغه وخت کی معرفی کړی شو کله چی مارشل لا یعنی پوځی قانون پلی و . غرض دا چی دا وخت د دی شتون یو قطعی حقیقت دې. ملی احتساب بیورو تراوسه د یولړ مخالفو سیاست مدارانو ژوند او هدف تهس نهس کړیدې. خو د تآسف وړ خبره دا ده کله چی یو سیاسی ګوند په حزب کی وي نو په ملی احتساب بیورو بیلا بیل تورونه پوری کوی او هغه ئې د بدل اخستلو یوه سرچینه ګڼی خو کله چی واک ترلاسه کړی نو بیا څه داسی رویه ښکاره کوی چی څنګه روان دې روان دې وي او دغو سیاسی ګوندونو څخه په لږه فاصله ولاړ پاکستانی پوځ د دی تماشه کوی او په ځیرکتیا ورسره کمال لرونکی هوښیارۍ سره ملی احتساب بیورو له سیاسی ګوندونو له قهر څخه په ساتلو په کوم خوا چی غواړی بدرګه کړي.
په اوسنیو تیرو ورځو کی د ملی احتساب بیورو معامله د پاکستان قاضي القضات مخی ته غورلاندی راغله . قاضي القضات ګلزاراحمد د دی اوسنی وضیعت ته په کتو یو څه اندیښمن شو . ستری عدلئ دا اندیښنا څرګنده کړله چی په ګرد هیواد کی د احتساب ټول ټال ۲۵ محکمې شته دي او په هغوئي کی ۵ محکمی داسی دی چیرته چی قاضیان نشته دي ، کله چی ۱۲۲۶ قضئ په ځنډ کی پراته دي . په دوئي کی ځنی داسی هم دي کوم چی ۲۰۰۱ راهسی په تعطل کی پراته دي. هم داسی د یوی قضئ یو تورن کس له فانی دنیا څخه سترګی هم پټی کړلی . دلته دا خبره کول به بی ځایه نه وی چی کله ملی احتساب بیورو رامینځ ته شوی و نو دا وئیل شوي و چی هره قضیه به په دریو میاشتو کی دننه فیصله کړی شی . پدی تناظر کی قاضي القضات وویل که موجوده رفتار سره د قضیو فیصله کیږی نو د هغوئي فیصله کولو لپاره لږ ترلږه یوی پیړۍ دوره نوره پکار وي . پدا ډول وضیعت ته په کتو قاضي القضات د پاکستان حکومت ته دا هدایت ورکړی چی هغه د احتساب لږ ترلږه ۱۲۰ زیاتیګړی محاکمی جوړی کړي او هغلته وړتیا لرونکی قاضیان پرځای و ټاکی . قاضي القضات دا هدایت هم ورکړی چی دا کار دې په ۳۰ ورځو کی دننه بشپړ شی
په یقینی توګه د پاکستان قا ضي القضات په ذهن کی دا خبره به راغلې وي چی محاکمی تاسیسی شی او قاضیان بحال کیدو وروسته د قضیو زر فیصله کیدی شی . نامتو ژورنالست نجم سیټی د خپل جولائي میاشت ۱۰می نیټی په سرمقالې کی لیکلی دي ښائي چی محاکمی یو حساس عنصر څخه صرف نظر کړې او هغه خبره دا ده چی تورن کس ته پخپله د خپل بی ګناهۍ ثبوت راټولول وي. د ملی احتساب بیورو کار خو فقط دومره دې چی ګناهګار کس پرضد تور پوری کړی ، د ضمانت خواست مخالفت وکړی او هغه زر ترزره ګرفتاره کړی . د یاد بیورو مسئولیت دا ندی چی تورن کس پروړاندی ثبوت راټول کړی . خو هغه دا کار کولی شی چی محاکمی نه بهر د یو موافقی په فارمول دواړو فریقو ترمینځه تفاهم په کولو د موافقی لاره و ویستلی شی
د نجم سیټی وینا ده چی په ځنی فعال جمهوریت کی هم داسی قانون غیر آئینی په بللو رد کړی شی ښائي چی د پاکستان محاکمه پدی قضئ کی مداخله کولو څخه سترګی پټوی . د دی دوه علتونه کیدی شی یو خو دا چی دا کار پارلیمان ته کول پکار دې لاکن که موجوده واکمن حکومت ګوند پدی قضئ کی لیوالتیا نشی لرلی نو بیا محاکمی ته څه غرض دی چی هغه پدی قضئ کی لیوالتیا ولري ؟ بل علت دا کیدی شی چی د فساد دومره لویه ولسی مسئله ده چی د هغی احتساب په ترڅ کی د ځنی اداری ماتولو فیصلی څخه په ولس کی شدید غبرږون رامینځ ته کیدیشی .
هر څنګه چی وی په اوسنیو کلونو کی حکومتونو لپاره احتساب بیورو یو نوی سر دړد په جوړیدو دی ځکه چی احتساب بیورو د ایالتی حکومتونو د فساد مخه نیولو په شعبی کی مداخله کوی . د ایالتونو د لوړ پوړی بیورو کراتانو پرضد د داسی تورونو څیړنه کولو لړۍ پیل کړی ده د کوم څخه د حکومت مالئ ته زیان رسی. د دی له کبله لوړ پوړی چارواک پریشانه دي او هغوئي ځنی کار ته لاس اچولو څخه ډډه کوی .
د نجم سیټی ترمخی د ټولو خپله خپله ګټه ده . پوځ غواړی چی پدی قانون کی ځنی داسی تعدیل وشی د کوم له امله بیوروکراتانو او سوداګرانو ته یو څه راحت ترلاسه شی خو هغه سیاست مداران بیخی و نه بښلی شی څوک چی هغه نه خوښوی . بلی خوا د عمران خان حکومت دا غواړی چی د احتساب بیورو ، د مخالفو مشرانو ته خو سزا ورکړی خو پخپله د هغوئي په حکومت کی شامل مفسد خلکو بیخی ګوته پورته نکړی. دا وخت احتساب بیورو په نوم ښامار ته جنګ جیئو رسنیو په ډلی تیری کولو لپاره پارول شوی ځکه چی دا ډله عمران حکومت او پوځی ډلی ته ازغی په شان خخیږی
نجم سیټی د خپل مقالې په پائ کی لیکی چی د شیطان طبیعت څخه مونږ ټول آشنا یو چی دهغی یو عادت دا هم وی چی هغه هم د خپل بادارانو باندی په هرځنی وخت بیله اخطار ورکولو برید کولی شی دا دې د پاکستان د ملی احتساب بیورو حقیقت

Comments
Post a Comment