په سنده او بلوچستان کی زیاتیدونکی نا آرامی

لیکنه: د معین الدین خان

ژباړه: د پښتو څانګی

په اوسنیو تیرو ورځو کی د بلوچستان لبریشن آرمی یوی ډلی مجید بریګیډ په کراچۍ کی موقعیت لرونکی د پاکستان اسټاک ایکسچینج باندی برید په کولو په ګرد پاکستان کی هیجان راپورته کړې و ورسره سم د نړیوال رسنیو پام يي هم ځان ته اړولې و . ددغه برید وروسته د پاکستان لومړی وزیرعمران خان او بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی نیغه په هند ګوته نیولې وه . د پاکستان واکدارانو او بیا په ځانګړی ډول د هغی امنیتی اداری دا عادت دی چی هغه په خپل داخلی اوضاعو اوپه نا کاره کورنی کړو وړو باندی پړده اچولو لپاره په هند او د هغی په ایجنسۍ تور پوری کوي . خو داسی په کولو هغوئي يوازي ځان بربنډوۍ او خپل بي ځايه کار کردګی برلا کوی . که نا آرامی په بلوچستان کی وده مومی یا په سنده کی د هغی ځنی اساسی علتونه دي د کوم تفصیل وخت په وخت د پاکستان لوړ پوړی شنونکی او د امنیتی اداری په کړو وړو نظر لرونکی څیړونکی او ماهرین وړاندی کوي. دا بله خبره ده چی د هغوئي په خبرو جدی پاملرنه کولو پرځای د هغی ځای واکداران تورپور کولو او په بي ځايه ويناو لاس پوری کوي . په اوسنیو تیرو ورځو کی نامتو سیاسی او امنیتی شنونکی محمد عامر رانا په ورځپاڼی ډان کی بلوچستان سره سره په سنده کی زیاتیدونکی ناآرامی او د هغی په پائیله رامینځ ته کیدونکی شدت خوښونه په تفصیل سره څیړلې ده
د نوموړی ترمخی په اوسنیو ورځو کی سنده او بلوچستان په ایالتونو کی په مذهبی افراطيت اساس لرونکی د ترهګرۍ په شان نژادی او فرعي ملتپالنی هم سر راپورته کړې . د عامررانا وینا ده چی داسي ډول تشدد هغه افراطيت روزي چي یواځی د مټ په زور له مینځه نشی وړل کیدی بلکی د هغی لپاره جدی روش د خپلولو اړتیا وي او په هغی کی د پخلاکیدنی او خبرواترو باندی هم آسرا کول وي. باید چی سیاسی وضیعت څخه سترګی پټی نکړېشی . عامررانا بلوچستان په باب خیال لری چی تراوسه پوری واکدارانو بي ځايه سياسي حل لپاره هڅه کړي او پائيله يي دا ده چی ځنی خاطر خواه حل منځته رانشي . په سیاسی کچه خبری اتری کولولپاره حکومت ځکه ډډه کوی چی په تشدد کي د ښکیلو کسانو سره خبری اتری کول د حکومت کمزوری و ګڼلی شی
خو د حکومت دغه کړن لار ی باندی غبرږون وړاندی کونکو خیال دا دی چی په سیاسی کچه خبری اتری کولوسره د کمزورو طبقو اعتماد بحال کیږی .
په اوسنیو تیرو اونیو کی سنده هم د تشدد ټآټوبی جوړ شوی . دلته ځنی مذهبی افراطي ډله خو ښکیل نه وه لاکن سندهو دیش لبریشن آرمی او سندهو دیش ریوولیوشنری آرمی په کراچۍ، لاړکانه او ګهوټکی کی یولړ بریدونه کړي. د جون په میاشت کی هغوئي د رینجرز او د احساس پروګرام دفترونه په ځانګړی ډول هدف جوړ کړل . دا بریدونه په نړیواله کچه هم څیړل شوی . د رسنیو راپورونو په سمون وفاقی حکومت دا دواړه ډلی د جی سنده قومی محاذ په شان بللو سره دترهګرۍ ضد قانون لاندي بنديزلاندي راولي
دا هم اوریدل کیږی چی د سنده انتهاخوښونکی ډلو اړیکه له بلوچ شدت خوښونکو سر ه په زیاتیدو ده . خبر دا هم دی چی د ایس آر اې او د ایس ایل اې اړیکی د بلوچستان بی ایل اې سره ډیری زیاتی شوی او د بلوچستان لبریشن آرمی هغوئي ته تربیه هم برابروی د کوم په بدل کی هغه په کراچۍ کی دغو سندهی ډلو څخه د بریدونو په کولو کی مرسته غواړی . خو د شنونکو خیال دی چی په سنده کی دا ایتلاف او ورکړه راکړه به زیات ګټور ثابت نشی ځکه چی دلته منځنۍ طبقه په چټکتیا وده ترلاسه کوی او لوستی ځوانان له نظام سره مربوط دي. عامر رانا له مخی د بلوچستان وضیعت بیخی مختلفه دی . هغلته د ولس ګیلو یوه اوږده قیصه ده ، ورسره د ملت پالنی بنیادګری او دوسله والو نښتو هم یو تاريخ دي. سیاسی مشرتابه د بلوچستان مسئلی د حل کولو هڅه ضرور کړیده .۲۰۰۸ میلادی کال کی د پاکستان پیپلز پارټۍ حکومت د آغاز حقوق بلوچستان په نامه یوه کڅوړه ورکړې وه . د هغی وروسته د نواز شریف حکومت د بلو چستان په اړه یو سوله ناک بلوچستان وده ۲۰۱۵ میلادی کال کی پیل کړی وه د کوم چی عمران خان حکومت هم د پرځای ساتلو هڅه وکړله خو دا ټولي هڅی بیکاره ثابتي شوي . امنیت په اړه ادارو او سیاست مدارانو د تسلیمیدو پالیسی په خپلولو ټینګار وکړو . د هغی یوه پائیله دا مخی ته راغله چی اغیزه لرونکی بادارانو او سياست مدارانو د ځان د تسلیمولو پالیسی په غلطه وکاروله او په مصنوعی ډول تسلیميدو سره مالی او سیاسی ګټه يي منځته راوستله . د بلوچستان د خلکو بنیادی ګیلی لری کولو لپاره وفاقی حکومت ځنی ځانګړې هڅه ونکړله د کوم په پائیله عامر رانا له مخی د بلوچستان په خلکو کی منفی پیغام لاړلو . دا په بلوچستان کی د ناآرامۍ یو لوئ علت دې

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت