په آسمان کی د هند تیزه سترګه

لیکنه : د بیمن باسو

ژباړه : د پښتو څانګی

هندوستان د چهارشنبی په ورځ د ختیځ ساحل د ستیش دهون فضايي مرکز څخه خپل ګړندي ‘اسمان کې سترګه’ خلاصه کړه. د ایسرو قطبی سپوږمکۍ د پی ای ایل وی – سی ۴۷ په واسطه په ۴۹ مه الوتنه کی ولیږدول شوه. د هندوستان دریم نسل دغه پرمختللي د ځمکې انځورونی سپوږمکۍ کارټوسیټ -۳ له حرکت کولو ۱۳ دقیقی وروسته د لمر قطبی مدار ته د ننه شوه. کارټوسیټ -۳ ترټولو لوړه ژوره کتنه کونکی ملکي سپوږمکۍ ده چې د ایسرو لخوا مدار ته داخله کړی شوه . د لیږد لپاره کارول شوی پي ایس ایل وی –سی ۴۷ خورا پیاوړی ډول نمونه ده . دغی راکټ همدارنګه د دوه امریکایی پیرودونکو ۱۳ کوچنی سپوږمکۍ هم د هندوستان د فضا څانګې د نوي سپیس انډیا لمیتید شرکت سره د سوداګریز ترتیباتو برخې په توګه لیږدولي. کوچنی سپوژمکۍ په ترتیب سره وروسته له هغه خوشی شوی چی کارټوسیټ -۳ خپل ټاکلی مدار ۵۰۹ کیلومترۍ ته دننه شو.

تر دې وخته ، د هندوستان د فضا څیړنې سازمان ، ایسرو د ۲۰۰۵ کال می میاشتی راهیسې ۸ کارټوسیټ سپوژمکۍ مدار کی اچولی چی یو کارټوسیټ- ۱ او ۷ نور د کارټوسیټ- ۲ په لړۍ کی لیږدول شوی و . د دوی څخه معلومات ، په ځانګړي توګه د کارټوسیټ- ۲ لړۍ وروستي څلور ، چې په تیرو۳ کلونو کې په نسبتاً ګړندیتوب سره بریالی لیږدول شوي چی د وسلوالو ځواکونو لخوا کارول کیږي. د ۱۶۲۵ کیلو ګرام وزن په درلودو سره ، کارټوسیټ- ۳ د دې لړۍ تیرو ۸ سپوژمکیو په پرتله غټ دی. ډیری نوي ټیکنالوژي پکی کارول شوی، لکه د ډیر ځیرک یا انعطاف وړ کیمره. د لوړ سرعت ډیټا لیږدونې ، پرمختللي کمپیوټري سیسټم او نوي بریښنایی توکي.

کارټوسیټ -۳ د ځمکې د مشاهدې سپوږمکیو کارټوسیټ لړۍ کې ۹م دی او د لوړ ریزولوشن "نظری امیجینګ" سپوږمکیو ۳م نسل په لارښود سیسټم سمبال دی چې د ټینګه نقشه کولو فعالیتونو ته اجازه ورکوي او زموږ د سرحدونو په اوږدو کې د نظارت لپاره هم کارول کیدی شي. کارټوسیټ -۳ د ځمکې د نظارت کولو ترټولو لوړ حل وړاندیز کوي چې دا مهال په مدار کې دی. د ۲۵ سانتي مترو ځمکني ریزولوشن سره ، دا د ورلډ ویو ۳- څخه غوره دی کوم چی د متحده ایالاتو شرکت مکسار ملکیت دی ، چې تر دې دمه یې تر ۳۱ سانتي میتر پورې غوره ځمکې ریزولوشن درلود. دا پدې مانا ده چې کارټوسیټ -۳ کولی شي د ۵۰۰ کیلو مترو لوړوالي څخه لږترلږه ۲۳ سانتي متره اندازی یو شی غوره کړي. د کارټوسیټ - ۲ لړۍ وروستي څلور سپوږمکۍ ۲سی، ۲ډی، ۲ ای او ۲ ایف د ۶۵ سانتی مترو په اندازه یو شی د کتلو وړتیا درلوده.

د اسرو په وینا ، "د کارټوسیټ لړۍ سپوږمکیو څخه عکسونه د کارتوګرافیک غوښتنلیکونو ، ښاري او کلیوالي غوښتنو ، زیربنایی پلان کولو ، ساحلي ځمکې کارولو او تنظیم کولو ، د کارونې مدیریت لکه د سړک شبکې څارنه ، د اوبو شبکو یا توزیعی ، د ځمکې کارولو نقشې رامینځته کولو لپاره ګټور دی.

د کارټوسیټ -۳ ماموریت یوه مهمه برخه دا ده چی په دی ماموریت کې خصوصي صنعت نږدې ګډون لری. سپوږمکیو. ایسرو هیله څرګنده کړې چی دا به شخصی صنعت ته سپوږمګۍ انکشافولو ته لاره هواره کړی. 

اوس مهال دا اداره په پام کې لري چی هر کال کې له ۱۲ څخه تر ۱۸ سپوږمکیو ته وده ورکړي. راپورونو ویلي چې بریالي پلورونکي به ۳۶ و سپوږمکیو څخه پر ۲۷ سپوږمکیو باندې په ګډه کار وکړي چې اسرو د راتلونکو ۳ کلونو لپاره پلان کړی دی.

د چهارشنبی بریا یوځل بیا د پی ای ایل وی راکټ لوړ باور څرګند کړو ، کوم چې د ایسرو لپاره د یو ښه موټر په توګه کارول کیږی. تر دې دمه د ۴۹ توغونو څخه دا راکټ یوازی په ۲ توغونو کی ناکامه شوی. ایسرو اوس چمتو دی ترڅو لومړۍ هندي نفر له هندي خاورې څخه فضا ته واستوي. ټاکل شوې ده چی لومړۍ هندي ډله په ۲۰۲۲ کال کې د هیواد د خپلواکۍ ۷۵ کلیزې دمخه د ټیټې ځمکې مدار ته واستول شي.ایسرو اوس نورو بریاو ته سترګی په لار دی . 


Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت