راجیه سبا ۲۵۰ مه غونډه ترسره کړه

لیکنه: شنکر کومار

ژباړه: پښتو څانګه

لکه څنګه چې د راجیه سبا (د هندوستان پارلمان مشرانو جرګه) د دغی جرګې ۲۵۰ مه غونډه په لاره واچوه، نو د هند سیاسي ډیموکراسۍ پرمختګ کې د دغی جرګی د مهم رول باید په سپیڅلو اصطلاحاتو یادونه وشي. له ۱۹۵۲م کال راهیسی کله نه چی راجیه سبا رامینځ ته شوی نو تل یی د ملت په ګټه کار کړی. په ۱۹۵۲ کې د هندوانو د ودونو او طلاق د مادی له منلو بیا تر ۲۰۱۹ پوری د مسلمانو ښځو (د واده پر حقونو د حفاظت) د مادی منل، او همداراز په ۲۰۱۹ کی د جمو او کشمیر د بیا تنظیمولو مادی تایدول ټول هغه څه دی چی د هندوستان په ښکلی او په زړه پوری تاریخ کی یوه نه ختمیدونکی نښه ده. مرستیال ولسمشر ایم وینکیا نائیډو چې د راجیه سبا ریس هم دی په سمه توګه یی کتنه کړی او وایی چې مشرانو جرګې وخت په وخت د ننګونو په حل او د ملت غوښتنو په پوره کولو کې زیات کار کړی. مرستیال ولسمشر وویل ، "مګر موږ لاهم ډیر مزل په مخکی لرو چې خپل هیواد ته په پوره اخلاص او ځواک سره کار وکړو تر څو له لاسه وتلی فرصتونه جبران کړو. 

د ۱۹۵۲ کال د می میاشتی له لومړۍ ناستې څخه د ۲۰۱۹ کال اګست میاشتی تر ۲۴۹ غونډی پوری مشرانو جرګی ټولټال ۵۴۶۶ ناستی ترسره کړی دی. پدې موده کې مشرانو جرګی په ټولیز ډول ۳۸۱۷ مادو د تصویب په شمول ۱۰۸ مادی اصلاح کړی دی. د خپل نامتو وجود په تیرو ۶۷ کلونو کې ، شاوخوا ۲۲۸۲ تنو د ولسي جرګې د غړیتوب فرصت درلود ، چې پکې ۲۰۸ میرمنې او۱۳۷ نومول شوي غړي شامل دي. دا د پام وړ او مانا لرونکی سفر ولسی جرګی د ۱۹۵۲ کال څخه پیل کړی. په هرحال ، د دې موجودیت ته درنښت وربښل د تل پاتې کیدو دوام دی. د هیواد دوه اړخیز پارلماني سیسټم کې ، چې لوک سبھا معمولا هر پنځه کاله یا دمخه د ولسمشر لخوا د لومړي وزیر په مشوره منحل کیږي ، خو راجیه سبا د ابدي ژوند څخه برخمن دی.

د جرګې په نننۍ ۲۵۰ غونډه کې د پارلمان غړو ته په خپله وینا کې ، لومړي وزیر نریندرا مودي په سمه توګه وویل چې راجیه سبا د هند د تنوع استازی ده، او د دغه هیواد فدرالي جوړښت منعکس کوي. لکه څنګه چې د هیواد اساسی قانون په پام کې نیول شوی ، جرګه هم په هیواد کې د ټولنیز او اقتصادي بدلون یوه لازمي برخه وه. دغی جرګی په تیرو شپږو لسیزو کې د هیواد جوړولو هڅو کې مرسته کړې. که چیرې د فقر له مینځه وړلو یا د بې سوادۍ ، ناروغۍ ، بیکاري ، تروریزم ، ټولنیزی ، سیاسي ، اقتصادي ستونزو یا د اقلیم د بدلون او د چاپیریال ککړتیا د حل لپاره د حل موندلو قضیه وي ، نو د راجیه سبا غوره رول له سترګو نشی غورځول کیدی.

په وروستيو تیرو وختونو کې ، د توکو او خدماتو مالیه ، درې ګونی طلاق ، د لوړې درجې له اقتصادي پلوه کمزورې برخې ۱۰ سلنې ته د زیرمی رامنځ ته کولو مادی او همداراز د ۳۷۰ می مادې لغوه کولو مهمی پریکړی په راجیا سبا کې تصویب شوي. د ۳۷۰ می مادې په اړه ، په مشرانو جرګه کې د لومړي وزیر څرګندونې د پاملرنې وړ دي. هغه وویل ۳۷۰ ماده ، چې د جمو او کشمیر ایالت ته یې ځانګړی دریځ ورکړی وه ، په راجیه سبا کې د جرګې د لومړي غړی این ګوپالسوامي آیینګار لخوا معرفي شوه. لسیزې وروسته په ورته مجلس کې لانجمنی مادې لغوه شوې.

په هرصورت ، لاهم د راجیا سبا سره ډیر څه تړاو لري. یادی جرګی د کلونو په دوران کې ، د بیلابیلو عمرونو لرونکی او وړتیا څخه ډک وګړی ځانته رابللی. د هندوستان د اساسي قانون پلار ، ډاکټر بهیمرا امبیډکر دوه ځله د راجیه سبھا غړیتوب درلود. دا خبره د لومړي وزیر مودي لخوا هم تایید شو کله چې هغه وویل راجیه سبا د هنرونو ، ساینس او سپورتونو په شمول د بیلابیلو برخو تجربه کاره خلکو څخه ګټه پورته کړی. د دوی شتون نه یوازې د عامه ګټو په مهمو مسایلو بحثونو ته کیفیت او ارزښت وروبښلی ، بلکه د مشرانو جرګې په عمومي فعالیت کې یې هم لیوالتیا رامنځ ته کړی.

لومړي وزیر د پخواني لومړي وزیر اتل بهاري واجپایي په حواله چې په ۲۰۰۳ کال کې د راجیه سبا د ۲۰۰ غونډې په مناسبت وویل چې "هیڅ څوک باید زموږ د دوهم مجلس سره د دویم مجلس په توګه غلط چلند ونه کړي. په حقیقت کې ، په مشرانو جرګه کې د ساینس پوهانو ، ډاکټرانو ، هنرمندانو ، پوهنتونونو د استادانو او نورو په ګډون د لوړ پوړو اشخاصو شتون نه یوازې د هیواد دیموکراتیکه روحیه پیاوړې کړې ، بلکې د ملي ارزښت اجنډا ته یې هم وده ورکړې. د راجیه سبا دغه دغه مهمه ناسته چې د هندوستان د پارلیمان مشرانو جرګه ده په داسې وخت کې پیښیږي کله چې نړۍ د دوه اړخیزو سیستمونو دوام، او د مشرانو جرګې په دوامداره توګه تر پوښتنې لاندې راوستی دی. د راجیه سبا میراث باندی مونږ د هندیانو په توګه ویاړو.

Comments

Popular posts from this blog

پاکستان ولې خپل ګریوان ته سر نه ټیټوي

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند او لیتوېیا مناسباتو کی نوی پرمختګ