د کالا پانی یا د  تورو اوبو ستونزه


لیکنه: د رتن سالدي

ژباړه: د پښتو څانګی

د هند د درې اړخیزې کالاپاني یا تورو اوبو سیمې د کنټرول پر سر شخړه، چې نیپال او چین د هندوستان د اتراکنډ ایالت هیمالیای سیمې په پیټوراګړ ولسوالۍ کې موقعیت لري ،یو وار بیا وروسته له هغې راژوندۍ شوه چې نوي ډیلۍ د دوه نویو مرکز پورې تړلو سیمو جمو او کشمیر په دوه ټوټو ویشلو نقشه د اساسي قانون په رڼا کې خپره کړه. نیپال دعوا کوي چې د کالاپاني هغه نښلیدونکې برخې چې هند پخپله برخه کې څرګندې کړي ،هغه د دوی دي.

د کالاپاني شخړه پخوا تیری شوې د ۱۸۱۶م کال تاریخي هوکړه لیک پورې رسیږي چې د هغه مهال د نیپال شاه او د هغه وخت د برتانوي هند ترمنځ ترسره شوې وه. په هغه هوکړه لیک کې مهاکالي سیند ، د واړو هېوادونو تر منځ پوله بلل شوې، پرته له دې چې د هغې سیمې د پيل نقطی پکې شاملې نه دی یا دده واړه سیندونه د مهاکالي سیند مهمې شاخې دي. مګر د هغې ځمکنۍ نقشې له مخې چې وروسته د برتانوي هند د عمومي څیړونکو لخوا خپره شوې وه په څرګند ډول د کالاپاني، لیپو لیک او لیمپیادهورا برخې د هند جغرافیې پورې تړلې بللې دي پداسې حال کې چې نیپال یې د حاکمیت ادعا کوي، او د مهاکالي سیند په برخې مخالفت کوي. نیپال ادعا کوي چې کالاپاني د دوی د غربي دهارچولا ولسوالۍ نه منحلیدونکې برخه ده.

د نیپال پایتخت کټمنډو د بیلابیلو لاریونونو شاهد وو چې د هغو لاریونونو په لړ کې یې په هغه نقشه کې بیرته بدلون غوښتلو چې د ۲۰۱۹ کال د نوومبر په دویمه نیټه د هند لخوا خپره شوې وه. د نیپال د بهرنیو چارو وزارت پخپله اعلامیه کې په قطعي توګه ویلي چې کالاپاني د دوی د قلمرو برخه ده. د هغې اعلامیې په غبرګون کې د هند د بهرنیو چارو وزارت پداسې توګه توضیح کړه چې د نوي ډیلۍ تازه خپریدونکې نقشه د هند مستقل قلمرو څرګندویي کوي او په هیڅ ډول به له نیپال سره پوله بدله نکړي.

د هند لومړي وزیر کی پي شرما اولي یو هر اړخیزه غونډه وکړه او د نیپال له دولت نه یې غوښتي ترڅو له هند سره د یادې موضوع د حل په موخه له ډیپلوماټیکې لارې اغیزمن اقدامات وکړي. هند پداسې حال کې چې و یې ویل چې نیپال به خپله یوه انچ سیمه هم چاته ورنکړي، له هند سره یې د یادې موضوع د حلولو په موخه د خپل دولت د دوه اړخیزو خبرو اترو ژمنه وکړه.

په ۲۰۱۵ کال کې هم، نیپال چین ته د لومړي وزیر نریندر مودي د سفر په بهیر کې د لیپو لیک د تګ را تګ مسیر د هوکړه لیک په تړاو، ورته مظاهرې کړې وې چې د هغه هوکړه لیک په ترڅ کې د هغو مذهبي زایرینو لپاره لاره خورا لنډه شوې وه چې د هندوانو معتبره مرکزي معبد مانسرور ته ورتلله. نیپال ادعا کوله چې هغه سیمه د دوی قلمرو دی. هغه وخت هم هیڅ پیښ نه شول او هندي امنیتي ځواکونو د هغې سیمې کنټرول ته اوس هم ادامه ورکړې. 

دواړه هند او نیپال د خبرو اترو له لارې د یادې موضوع د دوستانه او نږدې اړیکو له لارې د حل کولو پلوي دي. په هرصورت نوي ډیلۍ په ګوته کړې چې د حد تشریح کول د موجوده میکانیزم له لارې یو مروج کار دی چې هڅه کوي د داسې ټولو مسلو لپاره د حل وړ لار ومومي. همدا راز دوی له نیپال دا هم وغوښتل چې د خودغرضه ګټو په وړاندی بیدار پاتی شی کوم چی دوه دوستانه ګاونډي هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو د پیدا کولو لپاره منځ ته راوړل کیږی. 

کورنۍ مجبوریانې، په اعظمي حد ملت پرستي او د نیپال دولت بهرنۍ ګټې کټمنډو دې ته اړ کوي ترڅو له هندوستان سره د خپلو معاملو د بشپړولو په موخه داسې مسایل ژوندي وساتي. دا پداسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو رهبریت ټولې ستونزې په ښیرازتیا سره د خبرو اترو له لارې حل کول غواړي. د کالاپاني په تړاو هم د دواړو هېوادونو تر منځ لا د مخه خبرې اترې روانې دي. په هندوستان کې د نیپال سفیرنیلمبر اچاریه په نوي ډیلي کې د بهرنیو چارو وزارت له سکرتر ویجی ګهوکلې سره لیده کاته وکړه له هغه سره یې د یادې موضوع په اړه دوه اړخیز بحث وکړو. نیپال هم د دې موضوع په هکله د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د خبرو غوښتنه کړې. د نیپال حکومت د کالاپاني په تړاو د تاریخي حقایقو د مالومولو لپاره د کارپوهانو یو کاري ټیم تشکیل کړی دی. 

د نیپال او هند ګډ کمیسون به د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه پنځمه ناسته د تیرې آګست په میاشت کې په ګټمنډو کې ترسره کړه او په ټولیزه توګه یې په دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې ترسره کړې وې. په حقیقت کې د هند او نیپال تر منځ مخ پر ودې اړیکې نویو څوکو ته رسیدلي دي. په هماغه ډول چې دواړو هېوادونو تیر کال په درې حوزو کې نوې همکارۍ رامنځته کړې وې چې په هغو کې د کټمنډو پر بریښنا سنبال ریل راګرزول او په هغو سیمو کې د اوبو د لارو او کرنې په برخه کې د همکاریو پراختیا هم شامله وه چې لا تر اوسه دا آسانتیاوې نلري. 

په دې کې شک نشته چې د کالاپاني یا تورو اوبو موضوع د هند او نیپال دواړو لپاره حساسه موضوع ده. خو بیا هم د دواړو هېوادونو د پولې د معاینې ډلې په کار بوختې دي او طمع کیږي چې دا موضوع به ډیر ژر په سوله ییزه توګه حل شي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت