امریکه په سی پیک پاکستان وننګوو
لیکنه : د ثنا هاشمی
ژباړه : د پښتو څانګی
۲۰۱۳ میلادی کال راهسی د چین بیلت او روډ نوښت ( بی آر آئي) او بیا په ځانګړی ډول د چین پاکستان اقتصادی دهلیز ( سی پیک ) پیل کیدو راهسی په هند کی ندیښنی راولاړی کړیدی کله چی دا ئې د هند په خپلواکۍ بده اغیزه تماموی ورسره سم په سیمی کی یو قانون لرونکی په نظام د اندیښنو موجب کیږی . یو اصولی او ټینګ دریځ په غوره کولو هند د سی پیک مخالفت کړیدی . په اصل کی هند یواځنی هیواد و چی د بی آر آئي هم مخالفت کړی و او دا ئې یواځنی هیواد دی چا چی په چین کی په تیر وخت کی د دوو بیلټ او روډ فورمونو ته ځنی نمائینده ونه لیږلو . ۲۰۱۳ میلادی کال راهسی په بی آر آئي د هند دریځ ټینګ پاتی شوی . هند د بی آر آئي نوښت او سی پیک پروړاندی نیوکه کړی کوم چی د پاکستان مقبوضه کشمیر څخه تیریږی . د هند رسمی دریځ دا دی چی تش په نامه سی پیک شاملول د خپلواکۍ او سیمه ایز یووالی په مسئله د هند اندیښنو د قدردانۍ نشتوالی ښائي.
نه یواځی هند بلکی نورو یوشمیر هیوادونو هم بی آر آئي او بیا په ځانګړی ډول سی پیک په حقله نا خوښی څرګنده کړیده . امریکی دهلیز په باب خپل رضایت ندی څرګند کړی . په واشنګټن کی د جنوب او مرکزی آسیا چارو لپاره موقتی مرستیال بهرنیو چارو وزیری ایلیس ویلس په سی پیک خپله څیړنه په کولو وویل چی هند له پیل راهسی بیخی واضحه پاتی شوی کله چی هغوئي د بی آر آئي عنصرونو طبعی جغرافیائي سیاسی اړخ ته نظر وکړو . مونږ یادو پروژو په باب د هند اندیښنو سره مل یو کوم چی یو اقتصادی بنیاد نلری او د هیوادونو خپلواکی د تسلیمولو موجب کیږی .
د چین پاکستان ناوړه اړیکه او او بیا په ځانګړی توګه سی پیک د هند په خپلواکی بده اغیزه کاندی . د اغلی ویلس څیړنی د بی آر آي او په سیمی کی د چین سلطی په باب د هند او امریکی عمومی ادراک ښائي. دا ئې د ګډو ګټو اندیښنو یو پیل ښائي. هند او جاپان له مخکی څخه بی آر آئي په لړ کی یو لړ هیوادونو ته باور وړ ، دائیمی متبادل د برابرولو هڅه کوی .
د اغلی ویلس څیړنی د هند او د امریکی په چټکه وده کونکی انډیوالۍ له تناظر څخه هم ارزیابی کیدی شی . ۲۰۱۹ میلادی کال د ستمبر په میاشت کی امریکی ته د هند لومړی وزیر مسافرت او ورپسی د امریکی ستراتیژک ټولنی سره دبهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جی شنکرلاس رسی دواړو هیوادونو ترمینځه داړیکو په ودی کی یو ه مهمه دنده ترسره کړیده . هند او امریکی ترمینځه د ستراتیژک انډیوالانو په توګه وده کونکی همغږی د امرکی پالیسۍ جوړونکو کی یو عامل په توګه رابرسیره شوی کله چی هغوئي د چین پاکستان محور څخه مخامخ ژور ګواښ درک کړیدی.
د نورو څیړنو سره د امریکی موقتی بهرنیو چارو وزیری د پاکستان په اقتصادیاتو او پاکستان لپاره د دهلیز اوږدی مودی آسانی د سی پیک امکانی اخطارونه هم پرګوته کړیدی . اغلی په واضحه ډول دا خبره پرګوته کړله چی دا ئې ګډه ګټوره پروژه نده او یواځی چین ته ګټه و رسوی . ۲۰۱۹ میلادی کال کی د پاکستان اقتصادیاتو په ۳٫۳ سلنۍ وده کړی وه او داسی هیله شته چی ۲۰۲۰ میلادی کال کی ۲٫۲ سلنۍ په شرح وده ترلاسه کړی .
سی پیک د څوبلیونوډالرو پروژه ده کوم چی د پاکستان بهرنی پور هم زیات کړی. ۲۰۱۸ میلادی کال کی د پاکستان بهرنی پور د ۱۹۵ بلیون امریکائ ډالرو په اندازه و کله چی د هغه هیواد په عین کال کی ټول ټال داخلی تولیدات ۳۱۲ بلیون امریکائي ډالره و . ۲۰۱۹ میلادی کال د مئي په میاشت کی پاکستان له نړیوال وجهی صندوق سره د مالی مرستی تړون لاسلیک کړی و لدی کله چی خپل اقتصادیات مستحکم کړی . سره لدی پاکستان سی پیک او د آربی آئي نوروپروژو لپاره سعودی عرب په شان له نورو هیوادونو څخه مالی مرسته غوښتی ده . کله چی د چین او پاکستان چارواکو سی پیک په باب د اغلی ویلس څیړنی رټلی دی او دائې دیو بدلیدونکی راوستونکی په توګه بیان کړی دا پروژه به پاکستان لپاره پائیدونکی نه وی د چا اقتصادیات له مخکی څخه ستونزو سره مخامخ دی .
Comments
Post a Comment