په جاپان کی د جی ۲۰ بهرنیو چارو وزیرانو ناسته
لیکنه : د رنجیت کمار
ژباړه : د پښتو څانګی
جی شلم په نامه فورم د نړۍ لوړ پوړی ۲۰ پرمختللی او د پرمختلونکی اقتصادیاتو ډله ده او پدی کی ۱۹ غړی هیوادونه ورسره اروپا اتحادیه شامل دي . د سږ کال د جون میاشت په وروستیو کی په اوساکا کی د هغی ۱۴می ناستی وروسته جاپان په ناګویا ښار کی د هغی بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړه کړله. د هند نمائیندګی د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس شنکر پرغاړه وه . د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته په تړلی اجلاسونو کی ترسره شوله کله چی وزیرانو شتون نړیوال وضیعت او په نړیوال اقتصادیاتو کی د کساد بازارۍ تمائیلو په باب خبری اتری وکړلی.
ناستی وروسته د جاپان بهرنیوچارو وزیر توشې میتسو موټیګی څوک چی د جی ۲۰م بهرنیو چارو وزیرانو د ناستی رئیس هم و دا معلومات برابرکړل چی د جی ۲۰م بهرنیو چارو وزیران د نړیوال تجارتی سازمان سمدستی اصلاح کولو په اړتیا موفق شول لدی کبله چی هغه یولړ شتون یولړ ستونزی حل کړی شی . غړی هیوادونه دا هم غواړی چی سازمان خپل اختلافی حل کړن لاره ښه کړی په کوم چی په اوساکا کی د دولتونو سرمشرانو په ستری غونډی کی څیړل شوی و . ښاغلی موټیګی دا خبره څرګنده کړله چی د پیشنهاد شوی آسیا بحرالکاهل آزاد تجارتی تړون ( اې پی ایف ټی اې) په باب خبری اتری په مخه و بیولی شی لدی امله چی د هند په ګډون ۱۶ لومړنی غړی هیوادونو لخوا دا ئې بشپړ کړی شی او سرته ورسولی شی . ناستی په دوران د بهرنیو چارو وزیرانو اړوند مسئلو په باب په لنډو خپل رسمی دریځ وړاندی کړو او د ځنی ځانګړی پام وړ په مسئله ځنی اتفاق رائ ونه غوښتو.
مهمه خبره ئې دا ده چی هند به له نن څخه دری کاله پس د جی ۲۰ م ستری ناستی ویاړ پرغاړه ولری کله چی د نړیوال اقتصادیا د ودی په لاره اچولو لپاره د جی ۲۰م ایجنډی ته بڼه په ورکول کی د هند دنده د نړۍ وتلی اقتصادی ادارو لخوا په نزدی و څارلی شی .
په ۱۹۹۹ کی تاسیس شوی جی ۲۰م د مالئ چارو وزیرانو او مرکزی بانکونو والیانو یو فورم څخه ۲۰۰۸ میلادی کال کی د دولتونو سر مشرانو کچی ته لوړ کړی شوی و لدی امله چی د ۲۰۰۸ میلادی کال دنړیوال مالی بحرانونو په اغیزناکه چلن وکړی شی . د هغی راهسی دا ئې دنړیوال اقتصادی همکارۍ نړیوال فورم په توګه رابرسیره شو. هند تراوسه شوی د جی۲۰م په ټولو ستری کچی په ناستو کی ګډون کړی او په هند کی د ج۲۰م ۱۷مه ستره ناسته د جوړولو په انتظار دی .
د امریکی او چین مالئ جنګ په تناظر کی په ناګویا کی جوړ شوی د بهرنیو چارو وزیرانو ناستی راتلونکی ګامونو په باب خبری اتری وکړلی لدی کبله چی د جون په میاشت کی د اوساکا ستری ناستی په دوران کړی شوی پریکړی پلی کړی شی . د هند لپاره اهمیت لرونکی په مسئلو کی د انرژۍ امنیت ، مالی ثبات ، د ناورین مقاومت زېربنا، اصلاح شوی ګڼ اړخیزتوب ، نړیوال تجارتی سازمان اصلاح کیدل، د ترهګرۍ مخه نیول ، د اقتصادی مفرور کسانو بیرته راتګ ، د غلی امنیت او داسی نوری مسئلی شامل دی . د امریکی د بهرنیو چارو وزیر د برخی نه اخستلو له مخی ځنو غړی هیوادونو دا خبره هم کړیده چی زیاتیدونکی تحفظ پسندۍ او یواړخیز بندیزونو مسئله پورته کړی.ناستی د جغرافیائي سیاسی اغیزدو او او نورو مسئلو په ګډون تجارتی ترینګلیوورسره دوامدار ودی پلو پرمختیا باندی خبری اتری وکړلی. دغه ناستی برخه اخستونکو ته یوه ښه موقع برابره کړه چی نړیوال تجارتی سازمان لخوا وړاندی په متنازعه اصلاحی پیشنهادونو خبری اتری وکړی . جی ۲۰م په خوا د هند بهرنیو چارو وزیر د چین، جاپان، د کوریا جمهوریت ، هالینډ ، هسپانئ ، سینګا پور ، آسټرالیا ، چائیل او د فرانس بهرنیو چارو وزیرانو سره مهمی خبری اتری وکړلی. د فرانس بهرنیو چارو وزیر سره ډاکټر جی شنکر په یو لړ مسئلو خبری اتری وکړلی په کوم کی د هند او بحرالکاهل ستراتیژک تناظرهم شامل و . د هسپانئ بهرنیو چارو وزیر سره د هند بهرنیو چارو وزیر له اروپا اتحادی سره د هند اړیکو آئینده په باب خبری اتری وکړلی . نوموړی د چائیل بهرنیو چارووزیر سره هم ولیدل لدی امله چی د همکارۍ غزولو لپاره لاری چاری هواری کړی . ډاکټر جی شنکر هند ته د آسټرالیا لومړی وزیر اسکوټ موریسن کیدونکی لیدنی په باب د آسټرالیا بهرنیو چارو وزیر میریسی پین سره خبری اتری وکړلی . پدا ډول جی ۲۰م هند ته یوه موقع برابره کړه چی په ملی او نړیوال اندیښنی په مسئلو خپلې نظرئ وړاندی کړي.
Comments
Post a Comment