د هند او د بهوټان اړيکې د ودې په لاره

لیکنه : د ډاکټر نیهار ار نایک

ژباړه د پښتو څانګې

هندوستان ته د بهوټان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر لیون پوه ټنډي دورجي د یوې اونۍ اوږد سفر دوه اړخیز اړیکو لپاره یو نوی معیار وټاکلو . دغه سفر پر مهال ډاکټر دورجي د هند بهرنیو چارو وزیر ډاکټر اس جی شنکر سره دوه اړخیزې خبرې اترې تر سره کړې او د هند او بهوټان تر منځ د اړیکو بشپړه ارزونه یې وکړه . دواړو اړخونو د دواړخیز اړیکو په ګڼو اړخونو بحث مباحثه وکړه چې ور کې اقتصادي مرسته ، پرمختیایي انډیوالتوب او د بړاسو د بړیښنه مرسته شامله ده . خپل هندي سیال سره غونډه کولو څخه وړاندې ډاکټر دورجي د هند بهرنی چارو سکریټر ویجی ګوکلې سره هم ولیدل . ډیلي څخه خپلې لیدنې څخه پس د بهوټان بهرنیو چارو وزیر به د بیهار بودهګیا او راجګیر ته هم سفر وکړي . له هغه ځای څخه د بهوټان مشر به له کولکتې څخه لیدنه وکړي چیرته چې هغه به د لویدیځ بنګال والي او مشر وزیر دواړو سره وګوري.

د لیون پوه ټنډي دورجي دا سفر دواړو هیوادونو تر منځ په لوړه کچه د دوامداره مسافرتونو او د نظریو د راکړې ورکړې په سمون تر سره کیږي . دا لیدنه په داسې وخت کې را منځ ته کیږي کله چې د لومړي وزیر لوټې تشرینګ تر مشرۍ بروک نیامروپ شوګپا ( ډي ان ټي ) د ۲۰۱۹ نومبر میاشتې په ۷مه نیټه په دفتر کې د یو کال موده بشپړه کړه. تشرین حکومت ګڼو ننګونو ته مخامخ دی چې پرمختیایي پروژو او په تیره د صحت په ډګر کې پآنګې منځ ته راولي . د بهرنیو چارو وزارت ته ۳٫۵بیلیونه بوټاني کرنسي ورکړې شوې کله چې دا د هیواد په ۱۲ م پلان کې د ۱۳ بیلیون نیپالي روپیو اړتیا لري . تر ټولو مهمه دا ده چې بهوټان حکومت د زیات شوی خارجی پورونو ، د سوداګرې خسارې او په اف ډی ای کې سستوالی سره چلند کولو کې یو لړ ستونځو ته مخامخ دی او په دې ارتباط په اقتصادي اصلاحاتو یې هم لاس پورې کړې . په تهیمپو کې عمومي سوچ دا دی چې منفي ، اقتصادي شاخصونه په هندي اقتصادیاتو کې سستوالي سره اصلاح کیدای شي.

دا لیدنه دا هم ښایي چې د هند او بهوټان تر منځ د لوړې کچې راکړه ورکړه روانه ده. دواړه هیوادونه د وخت په تله ازمیښت شوی دوه اړخیز اړیکې لري چې باهمي باور ، نیک نییتی او تفاهم سره پیوسته پاتې شوی دی .

تهیمپو ته د لومړي وزیر نریندرا مودي سفر څخه څلور میاشتې پس دا لیدنه شوی . ددې څخه مخکې دفتر سمبالولو څخه پس د هند بهرنیو چارو وزیر د ګاونډ تر جیحي تګلارې لاندې بهوټان څخه لیدنه کړې وه . لومړي وزیر لوټې تشرینګ د۲۰۱۸ دیسمبر میاشت کې د هند څخه لومړی خارجي لیدنه کړې وه.

د کله راهسی چی بهوټان او د هند جمهوریت ترمینځه ۱۹۶۸ میلادی کال کی دیپلوماتیکی اړیکی تاسیسی شوی وې دا ئې په جنوبی آسيا کی ترټولو کامیاب ګاونډیتوب قیصو کی یو په حیث رابرسیره شوی کوم چی ګډ باور، تفاهم او پوخوالی کی نغتی دي. ۱۹۴۹ میلادی کال کی د هند او بهوټان ترمینځه د دوستۍ او همکارۍ لاسلیک شوی تړون او کوم چی ۲۰۰۷م میلادی کال د فرورۍ په میاشت کی تجدید کړی شوی و د دغه دوستۍ ستن په حیث پاتی شو. دی د ځانګړی لارو چارو لکه آزاد پولی ، امنیتی همکارۍ او د خلکو په مینځ کی د اړیکو ژور کولو آسانی برابره کړی . د یو شمیر نابرابریو باوجود ، دواړه هیوادونه په یوبل د تکیه لرلو احساس کوی او د اقتصادی ودی، دیموکراسۍ ټینګولو او سیمه ایز سولی په لوری خپل هڅوکی برابر انډیوالان دی .

په عین زمان کی بهوټان له هند څخه په ګرځندویانو د مالیه لګولو پریکړه کړیده . هغلته په ځانګړی ډول له هند څخه همالیائي پاچاهۍ ته د ګرځندویانو په ورتګ کی ډیرزیاتوالی راغلی . یواځی ۲۰۱۸ میلادی کال کی هند د جنوبی آسيا سیمی څخه د ګرځندویانو له نیمی څخه زیاته برخه تشکیلوله. د بهوټان د ګرځند مقامات به یو دوامدار انکشافی فیس ولږوی په کوم چی د یو اجازی پروسیس فیس سره پریکړه وکړی شی . د دی موخه په بهوټان کی دوامداره ګرځند ته وده ورکولوده کله چی هغه هیواد ډیر کمزوری اقتصادی نظام لر ی .

د ډاکټر دورجی لیدنه د سیاسی او مذهبی اهمیت یوه کڅوړه ده . د دی هدف د اقتصادی همکارۍ نور زیات غزول دي. د لیدنی موخه دیپلوماتیکی اړیکی غزول او دواړو هیوادونو ترمنځ موجوده اړیکو نور زیات پیاوړی کول و . دواړو بهرنیو چارو وزیرانو په یو لړ مسئلو او په نوی کړن لارو خبری اتری وکړ لی لدی کبله چی دوه اړخیز اړیکوته نوره وده برابره کړی شی . هغوئي د اقلیم بدلون ، زیربنا ، امنیت او ستراتیژک مسئلو ورسره سم د بهوټان ۱۲م پنځ کلن پلان کی د هند تخنیکی او اقتصادی مرستی په باب د همکارۍ کتنه وکړله. دواړه وزیران بدلیدونکی سیمه ایز او نړیوال جوړښتونو ته په کتو دوه اړخیزی اړیکی لوړولو ته موفق شوی

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت