د لیبر ګوند له لوري د جلیا والا باغ د پیښې په اړه د بښنې غوښتنې ژمنه
لیکنه :د فهیم احمد
ژباړه:د پښتو څانګی
د جلیان والا باغ پیښه د هندوستان په تاریخ کی د یوې دردونکې پیښې په توګه ثبت شوې ده. د دغې دردونکې او مرګونې پیښې سل کاله پوره کیدونکي دي خو د خلکو په ذهنونو کې یې دردونکی یاد لاهم تازه دی. د ۱۹۱۹م کال د اپریل په ۱۳مه خلک د هندوستان د پنجاب ایالت په امرتسر ښار کې د یوې غونډې جوړولو لپاره سره راټول شوي وو چې یو لوړ پوړي انګریز، جنرال ډایر له امر سره سم ورباندې ډزې وشوې. دا داسې عام وژنه وه چې ټوله دنیا یې ولړزوله. دا کومه ساده پیښه نه وه چې له یاده وایستل شي. د دې کرغیړن عمل غندنه ځکه هم ضروري ده چې په راتلونکې کې هم خلک له داسې بدو کړنو سره مخالفت وکړي. د بریتانۍ مخالف لیبر ګوند په خپل ټاکنیز کمپاین کې ژمنه کړې ده چې که واک ته ورسیږي نو ددغې عام وژنې په اړه به له هندوستان نه په رسمي توګه بخښنه غواړي. تراوسه د بریتانۍ حکومت ددغې پیښې په اړه له بخښنې غوښتلو څخه ډډه کړې . پخواني لومړي وزیری تریسامي د بریټانوي هند د تاریخ په لمنه یو تور داغ ولګاوه او هغه دا و چې د جلیان والا باغ د پیښې په اړه یې رسمي بخښنه ونه غوښته. د هغې پیښې پرمهال د هندوستان ستر فرهنګي شخصیت رابندرنات ټاګور د احتجاج په توګه د بریتانۍ له خوا ورکول شوي د ( سر) لقب بیرته ورستون کړ او په دغه درد او غم کې یې د خپل اولس خوا ونیوله. اوس چې د بریټانې لیبر ګوند په دې اړه د خواشینۍ له څرګندولو سربیره اقتدار ته په راتلو سره په دې اړه د رسمي بخښنې غوښتلو خبره کړې ده نو دا ښه ګام دی. که څه هم له دې سره به د خلکو په زړونو لګیدلي سل کلن ټپونه جوړ نشي خو درد به یې خامخا یو څه را کم شي. دا پیښه هغه مهال شوې وه کله چې هند د بریټانې د کنټرول لاندې و او ازاد شوی لا نه و، همدا وجه ده چې د هغه وخت او اوس حالات ډیر سه توپیر کوي. اوس د هندوستان د ازادۍ له ۷۲نه زیات کلونه کیږي، اوس بریټانیا ځان د ډیموکراسۍ او بشري حقونو سرلارې بولي. دنیا کې اوس حالات په ډیرې چټکۍ سره بدلیدونکي دي. خلک ظلم او زیاتۍ نه زغمي، که د دنیا په کوم سر کې هم زور زیاتی کیږي خلک یې پ روړاندې اواز اوچتوي، سړکونو ته راوځي او د امن او امان لپاره غږ پورته کوي. خلکو کې بیداري پیدا شوې، له تیرو سبق اخلي او په راتلونکې کې یې د نه تکرار لپاره هڅې کوي. بریټانوي ټولنه د جلیان والا باغ په پیښه شرمیږي او اوس یې سیاستوال هم په دا احساسوي چې په دې پیښه دا مهال بخښنه غوښتل کومه ستونزه نه ده. اوس مهال د هندوستان او بریټانې ترمینځ ښیې اړیکې ددې لامل شوي چې پخوانۍ ترخې خاطرې له یاده وباسي او د ښو اړیکو په لا ټینګولو او پراخولو سره د پرمختګ په لور مخ پر وړاندې ولاړ شي. که په راتلونکې ورځو کې د بریټانیا حکومت د جلیان والا باغ د پیښې په اړه رسمي بخښنه وغواړي نو د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې به لا ټینګې او مضبوطې شي. دا مهال په بریټانیا کې یو ګڼ شمیر هندوستانیان اوسي. په دې کار سره به یوازې په هندوستان کی نه بلکی هلته په بریټانه کې هم خلک یو مثبت پیغام ترلاسه کړي.
لکه څنګه چې هندوستان له هماغه پخوا د ظلم او جبر مخالف دی او بیا خو د ګاندي جي د عدم تشدد له فلسفې څوک نه دي خبر، او د ازادۍ د مبارزې پرمهال لا زیاته دا خبره ښکاره خلکو ته جوته شوه چې ګاندي چې د تشدد او زور زیاتي مخالف دی او هندوستان د ګاندي د عدم تشدد د فلسفي په تعقیبولو سره خپله خپلواکي ترلاسه کړله، نو اوس هندوستان داسې یو ځای ته رسیدلی چې باید نړۍ یې غږ واوري. ملک سوکاله شوی او د خلکو ژوند یو ښه معیار سره برابر دی.ددی هیواد باسواده نفوذو اوس په ګرده نړۍ کی نوم ګټلی ، د همدې لپاره هر هیواد غواړي چې هندوستان سره نږدې واوسي. د هندوستان موقف تل دا دی چې د هندوستان له سوکالتیا سره نورو ته هم ګټه ورسي او هغه ملکونه چې ترهګرۍ پالي ، له ټولو مخکې هندوستان ورسره اړیکې پریږدي. د هندوستان خلک امن غوښتونکي دي او له پیړیو راهیسې د ظلم او زیاتي پر وړاندې دریدلي دي. نن هندوستان ځان هغلته رسولی دی چې خلک خپلې غلطۍ په خپله احساسوي، په هر حال د بریټانې د لیبر ګوند پریکړه د ستایلو ده
Comments
Post a Comment