د اړیکو د پیاوړتیا لپاره سریلانکا سره د هند د بهرنیو چارو وزیر لیدنه.

لیکنه : د ډاکټر ایم سماتها

ژباړه : د پښتو څانګی

د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جی شنکر په سریلانکا کې د نوي ټاکل شوي ۷م اجرایوي رییس ګوتابایه راجپاکسا سره د لیدو لپاره په کولمبو کې و.هغه هند ته د سفر لپاره د هند د لومړي وزیر بلنه وغځوله. نوي ټاکل شوي ولسمشر د ۲۰۱۹ کال د نومبر په ۲۹ مه هند ته د سفر بلنه ومنله. دا به د هغه لومړی رسمي بهرنی سفر وي.د ښاغلي راجپاکسا سره د لیدو لپاره د بهرنیو چارو د وزیر په لیږلو سره ، هندوستان ژر تر ژره دا په ډاګه کړه چې نوي ډهلي د نوي حکومت سره کار کولو او دوه اړخیزو ګټو لپاره د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړي کولو ته چمتو دی.د هند سربیره ، متحده ایالاتو ، پاکستان ، ایران او چین هم ښاغلي ګوتابایا راجپاکسا ته مبارکي وویله.اروپايي اتحادیه د پریکړې په اړه محتاط وو او له نوي ټاکل شوي ولسمشر څخه یې وغوښتل چې د دی ټاپو هیواد بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د ګوتابایه راجپاکسا بریا به د سریلانکا پوډوجانا پیروومونا(اس ایل پي پی)ځواک په راتلونکي کې حتی د هیواد په پارلمان کې ځواکمن کړي.تمه کیږي چې د سریلانکا پخوانی ولسمشر او د ګوټابیا ورور مهیندا راجاپاکسا د هیواد لومړی وزیر شي.پدغه حالت کې ، هندوستان باید له هغه حکومت سره معامله وکړي چې په تیره کی وه ، د هند بحراني سیمه کې د هند د اندیښنو په اړه حساس نه و او همدارنګه د جګړې وروسته کلونو کې کورني توپیري روغې جوړې ته یی هم دومره اهمیت نه و ورکړی. په هرصورت ، دا باید په یاد ولرئ چې په تیرو کې ، د ایلم څلورم جګړی په دوران کې ، د دفاع د سکرټري په توګه ګوټابایه راجپاکسا د هندي چارواکو سره نږدې کار کاوه .دا میکانیزم د سری لنکا لپاره کار وکړ ترڅو(ایل ټی ټی ای)ته ماتې ورکړي.سریلانکا دغه میکانیزم یوه بریا ګڼی او د هند په ساحه کې د نوي غیر دودیز ګواښونو په پایله کې به د ورته میکانیزم له لارې د کولمبو ملي امنیت د پیاوړي کولو لپاره د هند سره کار کولو ته سترګې په لار وي.

د (ایس ایل پي پی ) منشور دا لید منعکس کړی او دا یې یادونه کړې چې سریلانکا به د هند سره نږدې کار وکړي ، ترڅو سیمه ییز امنیت تضمین کړي او د سارک او بیمسټیک هیوادونو سره ښکیل شی. ایس ایل پی پي له ټاکنو دمخه روښانه کړه چې دا به د پخلاینې او حساب ورکونې مسلو په اړه د ملګرو ملتونو پریکړه نه مراعاتوي.په تیرو پنځو کلونو کې ، هند په ملګرو ملتونو کې د سریلانکا د حکومت ملاتړ کړی و.پدې شرایطو کې ، دواړه هیوادونو ته پکار ده چې پدې پیچلې مسلې باندې په یوه حل لاره کار وکړي.

هندوستان تمه لري چې د سریلانکا نوی حکومت د هندي بحر په سیمه کې د نوي ډیلۍ د امنیتی اندیښنو په هکله حساس وي ، د بندر د زیربنا پراختیا او د بندر څارنی ته پام وکړی.سری لنکا د چین د بیلټ اینډ روډ نوښت( بی ار ایی) پلي کولو کې مهم شریک دی. په ۲۰۱۷ کال کې (ایس ایل پي پی ) چین ته د سری سینا حکومت لخوا د هیمبنتوتا بندر۹۹ کالو لپاره په پور د ورکولو مخالفت کړی و او ژمنه یې کړې وه چې که واک ته ورسی نو لاسلیک شوي تړونونو ته به بیا کتنه وکړی.

ایی ایل پي پي همدارنګه ژمنه کړې چې "ملي اقتصادي بیا رغونه" به وده وکړي چې پکې د ګیل ، کانکیسنتورای او ترینکومالی بندرونو او همدارنګه په متاله او کټوناییک کې هوایی ډګرونه شامل دي.سریلانکا به د دې لید په درک کولو کې د آسیا ګاونډیو ته وګوري.دا کولی شي هندوستان لپاره فرصتونه چمتو کړي چې د نوي حکومت سره کار وکړي.

چین د ټاکل شوی ولسمشر گوتابایا ته د مبارکۍ ویلو پر وخت ویلی چې چمتو دی د دوه اړخيزو مسایلو او د بی آر آیی لاندې د لوړ کیفیت پروژو کې د لا پرمختګ لپاره" له هغه سره کار وکړي.له همدې امله ، نوی حکومت ممکن د چین لخوا رامینځته شوي پروژو په اړه نیول شوي پریکړو سره دوام ولري ، ځکه چې د پور سربیره چین د سریلانکا د پرمختګ مهم او ستراتیژیک ملګری دی.هند په ګاونډ کې د چین بی آر آیی سره علاقه نه ده ښودلې او په دوامداره توګه یې د ریښتیاوه له مخی د پروژې مخالفت کړی.

د سریلانکا د ولسمشرۍ ټاکنو پریکړه یوه نښه ده ځکه چی د ۲۰۱۵ م کال راهیسې د یوالی حکومت لخوا په تیرو پنځو کلونو کې د پالیسۍ پریکړې د خلکو لپاره ښی نه وی. باور شتون لری چی په سیاسي ، اقتصادي ، امنیتی او بهرني سیاست کې بدلونونه راځي.هندوستان باید نوي فرصتونه او ننګونو ته پام وکړی چې ممکن په سریلانکا کې د نوي حکومت د رامینځته کیدو له امله راپورته شي.ډیری به د نوي سریلانکا په مشرتابه هم تکیه وکړي.تمه ده د سریلانکا د ولسمشر راتلونکې اونۍ هند ته سفر د دواړو نږدې ګاونډیو تر منځ په راتلونکي دوه اړخیز او سیمه ایزې همکاریو روشنایی واچوي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت