پاکستان له ترهګری اوجهاد  پرته، پاک هویت ته اړتیا لری

لیکنه : د سهیل انجم

ژباړه : د پښتو څانګه

نن د پاکستان هویت په ټوله نړۍ کی ډیر خراب شوی دی ، نوموړی د ترهګر هیواد او یا د ترهګرو د ملاتړي په نوم پیژندل کیږي. د نړۍ په کوم کونج کی هم چی کومه پیښه ترسره کیږی د خلکو پام د پاکستان په لور ضرور اوړی. هر چیرته او هر کله چی تحقیقات تر سره شی نو هرو مرو له یوه اړخه د نوموړی اړیکه ورسره څرګندیږی. د پاکستان په هیواد کی چی څه ډول خلک په واک کی پاتی شوی ډیر ئي پخپله د ترهګرۍ د فکر خاوندان دی. د مثال په ډول د جنرل ضیأالحق په وخت کی په پاکستان کی د نظام مصطفی په نوم شرخوښونکی رجهاناتو ته وده ورکړی شوه . مذهبی او مسلکی کرکی ته بی حده لمن ووهل شوه . نور هم ځنی داسی عوامل وو کومو چی نوموړۍ هیواد د ترهګری مرکز وګرځاوه . له تیرو څو لسیزو څخه د دی کړنو په وجه پاکستان په نړۍ کی د نورو هیوادو په مقابل کی په یو بیل ډول هیواد بدل شو. اوس نه بل کوم هیواد د پاکستان په خبره باور کوی او نه هم کومه نړیواله ټولنه. په نړیواله سطح ترهګرو ته مالي مرسته تړلو لپاره جوړه شوې موسسه يا اف اې آی اف هم اوس د پاکستان په خبرو باور نه کوي او امکان يې شته، چې دا هيواد په تورليست کې شامل کړي. برسيره پر دې د پاکستان ګاونډي هيوادونه هم اوس دې ته د شک په سترګو ګوري او د پاکستان لخوا د خطر احساس کوي.

د پاکستان روان وضعيت په اړه د ځينو خلکو یو نوښت کړی چې ورکی د پاکستان ځينې جلا وطنه هم شامل دي. د جمو او کشمير د مطالحې مرکز او د هندوستان د محصلينو ملي ډلې په تيرو ورځو کې په لندن کې يو پروګرام جوړ کړ او په دې خبره يې غور وکړو چې که چيرې پاکستان د جهاد او ترهګرۍ نظريه پريږدي او له خپل پوزيشن له سره جوړ کړي نو کيدای شي، چې نړيواله ټولنه يې هر کلی وکړي. په دې ترڅ کې ګڼو سياسي ماهرينو خپلې نظريې څرګندې کړي دي. هغوی ويلي که چيرې پاکستان خپل د تشدد ډکه نظريه پريږدي او د جهاد په اړه په خپل سوچ کې بدلون راولي ، د پوځ امنيتي تصور بدل کړي او د هيواد عمومي نظريه غوره کړي نو دده په پوزيشن کې به بدلون راشي.

ګڼ خلک دا سوچ کوي چې که چيرې پاکستان د يو لړ اقداماتو په واسطه د اف اې آی اف په قانع کولو کې پاتي راغی او دا يې له خړ لست څخه ونه ايستو، نو پاکستان به ونکړای شي، چې په نړيواله ټولنه کې خپل جلا والی پای ته ورسوي.

لبورتي ساوت ايشيا په نوم يوې موسسې سره اړيکې لرونکی سيټ اولډ مکسن ويلي ، چې پاکستان د نړيوالې ټولنې په وړاندې د خپلې څيرې د ښکاره کولو لپاره طلايي موقع په لاس لري . که چيرې پاکستان د جهادي نظريې څخه بيلتون غوره کړي، نو دا به د هغه لپاره ډيره ګټوره ثابته شي. په دې کې شک نشته ، چې پاکستان د کرتار پور صاحب د دهليز په پرانستلو سره نه يوازې دا چې د هندوستان او د پاکستان سيکانو تر مينځ بلکې په ګرده نړۍ کې سيکانو او په تيره نړيواله ټولنه کې هم خپل باور زيات کړ. سياسي ماهرينو دا نظر څرګند کړی، چې که چيرې پاکستان په خپله رويه کې بدلون راولي نو دا به د نړۍ لپاره ښه اقدام وي. همدا رنګه دا به پاکستان ته هم ګټور وي. خو آیا پاکستان داسې سوچ کولای شي؟ دا يو ستر سوال دی چې بايد پاکستان يې پخپله جواب کړي. دا سې هيڅ اشاره نه ده ليدل شوې، چې ګڼې پاکستان به په ځان کې بدلون راولي او د خپلې څيرې په ښه کيدو کې جدي وي. د بيلګې په توګه د جارج ګاون د پوهنتون يو پروفيسور ډاکتر کرشاين فيژوکي ويلي دي، چې په لندن کې د پاکستان لوی کميشنر ددې پروګرام په درولو کې يې ډيرې هلې ځلې وکړې. هغه ويلي چې د پاکستان سفارت دغه کوششونه ددې خبرې يو ثبوت دی چې پاکستان پخپله رويه کې بدلون راوستلو لپاره چمتو نه دی. په پای کې داسې ويلی شو چې پاکستان په خپله څيره کې بدلون راوستلو لپاره چمتو نه دی که څه هم ورته نړۍ په هره سترګه وګوري.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت