- د لومړی وزیر نریندر مودی من کی بات – نومبر ، ۲۰۱۹



زما ګرانو هیوادوالو، من کي بات ته ښه راغلاست. د نن پروګرام د یو ځوان ملت له ځوانو ولسونو سره پیل کیږي؛ د دوی حوصله او وطنپالنه او همدا راز د دوی د بې غرضه چوپړتیاوو احساس چې دوی رانغاړي. لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، هر کال د نوومبر میاشتې څلورمه یکشنبه د این سي سي ورځ لمانځل کیږي. که په عمومي توګه ووایو، زموږ ځوان نسل ډیره علاقه لري چې بې له ځنډه د ملګرتیا ورځ په یاد وساتي؛. مګر ډیر داسې خلک هم شته چې په مساویانه توګه د این سي سي ورځ هم په یاد ساتي. نو راځئ چې نن د این سي سي ورځې په اړه خبرې وکړو. زه به هم دا فرصت ترلاسه کړم چې خپل یادونه را تازه کړم. د این سي سي ورځې په ویاړ زه خپلې نیکې هیلې د این سي سي ټولو غړو ته وړاندې کوم. ټولو پخوانیو او اوسنیو غړو ته. پرته له دې، زه هم یو وخت د این سي سي غړی ووم حتی نن هم یم. موږ ټول په دې پوهیږو چې د هند د ملي څارندویانو اداره یا این سي سي د نړۍ یوه له لویو ادارو څخه ده. 

د هندوستان په درې ګونو نظامي ادارو کې این سي سي یو د درې ګونو چوپړتیاوو اداره ده، په کوم کې چې ځمکمنۍ، هوایي او بحري قواوې ټولې شاملې دي. رهبریت، وطندوستي، بې غرضه خدمت، ډسپلین او ډیر کار کول، دا ټول د خپل کرکټر یوه برخه جوړه کړئ او دا ټول خپل عادت وګرځوئ، این سي سي یا یو مینه ناک سفر. د دې سفر په هکله د نورو په زړه پورو خبرو کولو لپاره نن د هغو ځوانانو سره چې د این سي سي غړي دي او په دې اداره کې یې خپل ځان لپاره ځای جوړ کړی دی د ټیلفون له لارې غږیږو. 

لومړی وزیر:..... ملګرو تاسو ټول څنګه یاست؟ 

ترنم خان: جی هند ، پردهان منتري جې (لومړی وزیر صیب! هندوستان دې سرلوړی وي). صیب زما نوم مرستیال څارندوی افسر ترنم خان دی. 

لومړی وزیر:..... ‌تاسو د کوم ځای یاست؟ 

ترنم: زه د ډیلي اوسیدونکې یمه. 

لومړی وزیر:..... ښه... نو په این سي سي کې له څو کلونو راهیسې یې او تجربې مو څنګه وې؟ 

ترنم: ښاغلیه زه په ۲۰۱۷ کال کې په این سي سي کې شامله شوم او دا درې کلونه زما د ژوند ډیر ښه کلونه وو. 

لومړی وزیر:..... واه، په آوریدلو یې ډیر خوشاله شوم. 

ترنم خان: ښاغلیه زه غواړم تاسو ته ووایم چې زما تر ټولو ښه تجربه دا وه چې زه د (ایک هندوستان، سروسریشټ هندوستان) یانې یو هندوستان، پیاوړی هندوستان په کمپ کې پاتې کیدل وو. 

زموږ دا کمپ په آګست کې ترسره شوی وو، د شمال شرقي سیمې نږدې تنکي ځوانانو هم په دغه کمپ کې برخه اخیستې وه. موږ له هغوۍ سره لس ورځې تیرې کړې، موږ د هغوۍ ناسته ولاړه زده کړه. موږ ولیدل چې د هغوۍ ژبه څه ده، د هغوئ فرهنګ او عنعنات څنګه دي او موږ له دوی څخه ډیر څه زده کړل. لکه: وایا زومي چې د سلام ، څنګه یاست یې مانا ده؟ هماغه شان زموږ فرهنګي شپه هم ولمانځل شوه په کوم کې چې هغوئ موږ ته خپله نڅا را زده کړه چې تیهرا ورته ویل کیږي. او هغوۍ ماته د میکهالا آغوستل هم را زده کړل. زه رښتیا وایم چې د هغو لباسونو په آغوستلو موږ ټول ډير ښکلي ښکاریدلو هم ډیلي والا او همدا راز زموږ د ناګالینډ ملګري. موږ هغوۍ د ډیلي د لیدلو لپاره هم بوتلل، چیرته چې موږ هغوۍ ته نیشنل وار میموریل یانې د جنګي یادګارونو ملي موزیم او انډیا ګیټ هم ور وښودلو. دلته موږ هغوۍ باندې د ډیلي چاټ (د ګډو سبزیجاتو سیمه ییز خواړه) هم وخوړل. بیل پورې مو هم پرې وخوړله خو د هغوۍ لپاره یو څه تراخه وو نو ځکه هغوۍ موږ ته وویل چې موږ سوپ ډير خوښوو او جوشیدلي سبزیانې خورو، نو دا تراخه خواړه ورته چندان مزه دار نه وو مګر پرته له هغې موږ دوی سره ډیر انځورونه هم وویستل او ډیرې کیسې مو وکړې او تجربې مو هم سره شریکې کړې. 

لومړی وزیر:..... تاسو اوس هم له هغوئ سره اړیکې لرئ؟ 

ترنم: هو ښاغلیه! تر اوسه موږ له هغوئ سره اړیکې پالو. 

لومړی وزیر:..... ‌ ‌ډیر ښه کوئ، اوس له تاسره بل څو ملګری دی؟ 

شري هري جي وي : جی هند ښاغلیه! 

لومړی وزیر:.....‌ ‌ لومړی وزیر:.... جی هند 

شري هري جي وي: زه لوړپوړی څارندوی افسر شري هري یم. زه د کرناټکا د بنګلورو اوسیدونکی یم. 

لومړی وزیر:..... او ته چیرته زده کړې کوې؟ 

شري هري: زه د بنګلور په کرسټو جیانتي کالج کې درس وایم. 

لومړی وزیر:..... ښه په بنګلور کې دی؟ 

شري هري: هو صیب، زه همدا پرون د سینګاپور د یوت ایکسچینج له پروګرام څخه راغلی یم. 

لومړی وزیر:..... واه ډیره ښه، نو تا هلته د تلو چانس ترلاسه کړی وو؟ 

شري هري: هو ښاغلیه. 

لومړی وزیر: په سینګاپور کې مو تجارب څنګه وو؟ 

شري هري: هلته د شپږو هیوادونو ځوانان راغلي وو چې د برتانیې، امریکا متحده ایالتونو، سینګاپور، برونای، هانکانګ او نیپال هم پکې شامل وو. هلته موږ د مبارزوي زده کړو او ګډ نړیوال پوځي تمرینات هم زده کړل. هلته زموږ کارکردګي یو څه بیل ډول وه. چې موږ پکې د اوبو لوبې او د غره ختنې کړه وړه ترسره کړل چې د واټر پول په ټورنامنټ کې هندوستان بریا ترلاسه کړه. او په فرهنګي برخو کې هم موږ خورا وځلیدو. زموږ تمرینات او د تمریناتو بهیر د هغوۍ ډیر خوښ شو. 

لومړی وزیر:..... هري هلته تاسو څو کسان وۍ؟ 

شري هري: شل کسان وو چې لس هلکان او لس تنه مو انجونې وې. 

لومړی وزیر:..... ښه.... ټول د هند له بیلابیلو ایالتونو څخه وئ؟ 

شري هري: هو صیب 

لومړی وزیر:..... ‌ ښه نو ستاسو ملګري به د دې تجربو د آوریدلو لپاره ډير لیوال وي او زه یې هم په آوریدلو ډير خوشاله شوم، نور درسره څوک دي؟ 

شري هري: وینولی کیسو دی. 

لومړی وزیر:..... جی هند کیسو. 

کیسو: زما نوم مشر مرستیال افسر وینولی کیسو دی او شمال شرقي سیمې ناګالینډ له ایالت څخه یم. 

لومړی وزیر:..... ښه نو وینولی ووایه ستا نظر څنګه دی؟ 

وینولی: ښاغلیه! ما په (خپلواک) جکهاما سینټ جوزف کالج کې د هنرونو په برخه کې تر لیسانس کچې زده کړې کړي او په ۲۰۱۷ م کال کې مې په این سي سي کې ځان شامل کړ چې دا زما د ژوند ډیره ښه پریکړه وه. 

لومړی وزیر: د این سي سي له لارې تاسو ته د هندوستان کومو کومو برخو ته د تلو چانس ترلاسه شوی؟ 

کیسو: ښاغلیه، په این سي سي کې زما یوه ښه تجربه وه چې غواړم تاسو سره یې شریکه کړم، ما د ۲۰۱۹ کال په جون میاشت کې یو کمپ کې ګډون وکړو چې هغه کمباینډ اینول ټریننګ کمپ یا ګډ کلنی آموزشي کمپ وو چې د کوهیما په سیزولي کالج کې ترسره شو. په دې کمپ کې ۴۰۰ تنو ګډون درلود. 

لومړی وزیر: نو په ناګالینډ کې به ستاسو ټول ملګري غواړي پدې وپوهیږي چې تاسو د هندوستان کومې کومې برخې لیدلي او غواړئ چې خپلې تجربې له هغوۍ سره شریکې کړئ؟ 

کیسو: هو ښاغلیه. 

اکهیل: جی هند ښاغلیه! زما نوم جونیر مرستیال آفیسر اکهیل دی. زه د هریانا د روهتک اوسیدونکی یم. 

لومړی وزیر: ښه... ډیر ښه. 

اکهیل: زه د ډیلي پوهنتون په دیال سینګ کالج کې د فزیک په برخه کې زده کړې کوم. په این سي سي کې زما تر ټولو د خوښې کار ډسپلین دی. 

لومړی وزیر: واه..... 

اکهیل: د هغه ډسپلین له امله زه نور هم بامسوولیته وګړی شوم. د این سي سي څارندویانو تمریناتي یونیفورم زما ډير خوښ شو. 

لومړی وزیر: په څو کمپونو کې درته د ګډون زمینه برابره شوه او کوم کوم ځای ته د تللو چانس درته میسر شو؟ 

اکهیل: ښاغلیه ما په درې کمپونو کې ګډون کړی او په همدې وروستیو کې د دهرادون د پوځي اکاډمۍ د تمریناتو ډلې برخه ووم. 

لومړی وزیر: د څومره وخت لپاره وو؟ 

اکهیل: دا دیارلس ورځنی کمپ وو، ما هلته دا له ډیر نږدې ولیدل چې د هندي پوځ افسران څنګه چمتو کیږي او له هغې وروسته مې په هندي پوځ کې د مقرریدلو تلوسه لا هم پیاوړې شوه. 

لومړی وزیر: واه.. 

اکهیل: او ما د جمهوریت ورځې په پریډ کې هم برخه اخیستې وه، هغه زما او زما د کورنۍ لپاره ډیره د ویاړ خبره وه. 







لومړی وزیر: شاباس. 

اکهیل: ښاغلیه له ما نه هم زما مور ډیره خوشاله وه، کله چې به د شپې دوه بجې له خوبه راپاسیدلو او په راجپت کې به مو تمرینات کول نو موږ کې به دموره جوش وو چې پوښتنه یې مه کوه، د نور قواوو ځوانانو چې موږ په راجپت کې څومره هڅولو نو د مارچ کولو پر مهال ورته موږ حیران پاتې وو. 

لومړی وزیر: ښه ډیر ښه شو چې له تاسو څلورواړو سره د خبرو کولو موقع ترلاسه شوه او هغه هم د این سي سي ورځې په ویاړ، زما لپاره ډیر د ویاړ خبره ده چې ما ته هم دا چانس ترلاسه شوی وو چې په ماشومتوب کې د خپل کلي په ښوونځي کې د این سي سي څارندویانو غړی پاتې شوی یم. زه پوهیږم چې دا یونیفورم او دا ډسپلین او د هغه له امله چې د باور کچې د لوړیدلو کوم ویاړ وي هغه ماته په ماشومتوب کې د این سي سي څارندوی په توګه دا تجربه ما ترلاسه کړې. 

وینولی: لومړی وزیر صیب، زه یوه پوښتنه لرم، چې تاسو هم د څارندوی یو غړی پاتې شوي یاست نو آیا کله هم تاسو ته جزا درکړل شوې وه؟ 

لومړی وزیر: په خندا، یانې چې تاسو ته جزا درکول کیږي؟ 

وینولی: هو صیب. 

لومړی وزیر: نه ماته خو هیڅکه هم جزا نه وه راکړل شوې او هغه ځکه چې ما ډسپلین ډیر مراعات کولو خو یو وار یو سوی تفاهم شوی وو او هغه دا چې زه یوې ونې ته ختلی ووم، په اول کې ټولو داسې فکر کوو چې ما قانون نه سرغړونه کړې خو بیا وروسته هغوئ هم ولیدل چې په ونه کې یو مارغه د پتنګ په تار کې نښتی وو او ما هغه راخلاصولو، په لومړیو کې داسې بریښیدل چې ما ته به د ډسپلین ماتولو د هڅې په تور جزا راکړل شي خو وروسته چې هغوئ پوی شول نو زه یې ډیر ونازولم. نو له دې کبله ما یوه بیله تجربه ترلاسه کړه. 

ترنم: ډیر ښه.... پدې ډير خوشاله شو ښاغلیه. 

لومړی وزیر: په خوشالۍ سره..... ډیره مننه. 

ترنم: ښاغلیه که اجازه مو وي نو له تاسو یوه پوښتنه کول غواړم. 

لومړی وزیر: ولې نه ووایئ. 

ترنم: تاسو پخپل پیغام کې ویلي وو چې هر هندي وګړی باید په درې کلونو کې لږ تر لږه پنځلسو ځایونو ته لاړ شي. تاسو ویلی شئ چې موږ باید کومو ځایونو ته لاړ شو او تاسو د کوم ځای په تلو ډير ښه احساس کړی وو؟ 

لومړی وزیر: هڅې زه خو تل هیمالیه ډیره خوښوم. مګر بیا هم زه د هندوستان له ولسونو غوښتنه کوم چې که چیرې تاسو له طبعیت سره مینه لرۍ نو ګڼ ځنګلونه، آبشارونه او یا یو څه نوې منظرې لیدل غواړۍ نو شمال شرق ته حتمآ لاړ شئ. دا خبره زه همیشه وایم چې له دې سره به په شمال شرق کې هم د ګرځندویۍ فرهنګ ډیر شي او اقتصاد ته به هم ګټه ورسوي، ایک بهارت؛ سریشټ بهارت یانې د یو هندوستان او پیاوړی هندوستان خوبونه به هم رښتوني شي. مګر د هندوستان په هرځای کې د لیدلو وړ ډير څه شته، د یو څه زده کولو په مانا دي او زموږ پوه لوړوي. 

شري هري: زه غواړم پدې وپوهیږم چې که تاسو سیاستمدار نه وی نو څه کاره به وئ؟ 

لومړی وزیر: دا خو نو ډیره ستونزمنه پوښتنه ده او هغه ځکه چې د هر ماشوم په ژوند کې بیلابیل پړاوونه راځي. کله مو زړه غواړي چې یو څه شو او کله هم بل څه، مګر دا یو حقیقت دی چې ما هیڅکله هم نه غوښتل چې په سیاست کې برخه واخلم. او نه مې کله فکر هم کړی وو خو اوس پکې ګډ شوی یم او غواړم چې د زړه له کومې د هیواد خدمت وکړم او په درد یې وخورم. د همدې په اړه فکر کوم. نو اوس زه نه غواړم پدې فکر وکړم چې که په سیاست کې نه وی نو څه کاره به وی. زه باید داسې فکر و هم نکړم. اوس چې چیرته یم هلته د زړه له کومې خدمت کول پکار دي. نه شپه ګورم او نه هم ورځ بس په همدې یو مرام باندې وخت تیروم. 

اکهیل: له ماسره هم یوه پوښتنه وه، دا چې تاسو شپه او ورځ دومره مصروف یاست نو آیا تاسو سره د ټلویزیون یا فلم لیدلو او یا هم د کتاب لوستلو لپاره هم موقع وي او که نه؟ 

لومړی وزیر: که څه هم د کتاب لوستلو سره مې ډیره علاقه وه او د فلم لیدلو شوق مې نه درلود، په هغو کې خو د وخت بندیز نشته او نه هم په هغه کچه ټلویزیون کتلی شم، پخوا به مې کله کله ډیسکوري شبکه کتله خو اوس ورځو کې په دې ورځو کې حتی کتابونه هم نشم کتلی او بل دا چې د ګوګل له کبله هم عادتونه خراب شوي دي. هغه ځکه چې که کومه منبع کتل غواړو نو ژر د ګوګل له لنډې لارې څخه کار اخلو، نو بعضې هغه عادتونه چې د ټولو خراب شوي دي هغه زما هم خراب دي. خیر په هرصورت! ملګر له تاسو سره په خبرو کولو ډیر خوشاله شوم او زه ستاسو له لارې د این سي سي ټولو غړو ته نیکې هیلې وړاندې کوم، ډیره ډیره مننه ملګرو. 

ټولو څارندویانو هم له لومړي وزیر څخه د مننې کولو په پار جی هند وویل. 

لومړی وزیر: مننه او جی هند، 

لومړی وزیر: زما خوږ هیوادوالو! موږ ټول هیوادوال باید هیڅکله هم دا هیر نکړو چې د دسمبر په اوومه نیټه هر کال د وسلوالو ځواکونو د بیرغ ورځ لمانځل کیږي. دا هغه ورځ ده چې موږ د خپلو اتلو ځوانانو، د خدماتو او قربانیانو څخه د یادونې تر څنګ د هغوۍ مرسته هم کوو. یواځې په ستایلو کار نه کیږي بلکې له دوس سره ګډون کول هم اړین وي او د دسمبر په اوومه نیټه باید هر وګړی رامخ ته شي او له هر یوه سره باید په هغه ورځ د مسلح قواوو بیرغ شتون ولري او د هر وګړي شتون هم ضروري دی. راځۍ چې په دې موقع د خپلو مسلح قواوو لوړو احساساتو، شهامت او هیوادپالنې مینې ته درناوی وکړو او د هغوۍ د شجاعت یادونه هم وکړ. 

زما ګرانو هیوادوالو! په هند کې خو تاسو د فټ انډیا موومنټ یا د روغ هند یون له شعار سره آشنا یاست، سي بي ایس سي یا د ثانوي زده کړو مرکزي بورد یو د تعریف وړ پیل کړی چې د سکول فټ انډیا اونۍ د دسمبر په میاشت کې هر وخت کولی شي چې ویې لمانځي. په هغه کې به د روغتیا بهیر لمانځنې تر څنګ بیلابیل پروګرامونه هم ترسره شي، په دې کې به د پوښتنو، مقالو، لیکنو، رسامۍ، عنعنوي او سیمه ییزې لوبې، یوګا، نڅا او لوبې هم شاملې دي. په فټ انډیا بهیر کې د متعلیمنو او ښوونکو تر څنګ د هغوۍ والدین هم ګډون کولی شي. مګر دا مه هیروۍ چې فټ انډیا یواځې دماغي او کاغذي تمرین او یا هم لپ ټاپ، موبایلونو او کمپیوټرونو باندې د فټنس پروګرامونو لیدل دي، نه داسې نه ده، خولې تویول دي، د خوړلو عادتونه بدلول او د ډيرو فعالیتونو په لو تمرکز کول اړین دي. زه د هیواد ټولو ایالتونو له سکول بورډونو او ښوونځیو له ادارو نه غوښتنه کوم چې په هر ښوونځي کې د دسمبر په میاشتې کې د فټ انډیا اونۍ ولمانځي. له دې سره به د فټنس بهیر زموږ په ورځنیو عادتونو کې ورزیات شي. د فټ انډیا موومنټ تر چتر لاندې د ښوونځیو درجه بندي ته هم امکانات برابر شوي دي. د دې درجه بندۍ د ترلاسه کولو لپاره باید ټول ښوونځي د فټ انډیا لوګو او بیرغ هم استعمال کړی شي. د فټ انډیا بهیر ته په ننوتلو سره ښوونځي ځانونه پخپله سالم ثابتولی شي. د فټ انډیا درې او پنځو ستورو درجه بندي به هم ورکړل شي. زه غوښتنه کوم چې ټول ښوونځي په فټ انډیا درجه بندۍ کې برخه واخلي او د فټ انډیا شعار زموږ په فطرت کې ځای ونیسي. د دې لپاره باید هلې ځلې وکړو چې دا یوه مبارزه او بیداري رامنځته شي. 

زما ګرانو هیواد والو! زموږ هیواد دومره لوی او له بیلابیلو فرهنګونو څخه ډک دی او دومره لرغونی دی چې ډيرې خبرې یې زموږ فکر ته هم نه راځي او دا طبیعي هم ده. مګر زه غواړم چې یو څه له تاسو سره شریک کړم. یو څو ورځې مخکې په (مای ګوو) اپلیکیشن کې په یوه کمنټ باندې زما نظر ولګیده چې د آسام نوګاوو نه ښاغلي رمیش شرما لیکلی ووچې، د براهمپوترا په سیند باندې یو لړ مراسم ترسره شول چې براهمپوترپوشکر پونم نومیږي، او د نوومبر له څلورمې نه تر ۱۶ ننټې یې دوام وکړو، په دې مراسمو کې د هیواد له هرې برخې نه خلکو برخه اخیستې وه. د دې په آوریدلو سره تاسو هم حیران شوئ او که نه. هو همدا خبره ده، زموږ پخوانیو د دې مراسمو داسې بنسټ ایښی دی چې که ټوله خبره یې واورۍ نو حیران به پآتې شئ، خو بدبختانه چې د دې مراسمو څومره موثره تبلیغات کیدلی شي په هغې کچه نه دي ترسره شوي، او دا خبره هم حقیقت لري چې دا ټول لمانځغونډه له یوه پلوه دا مراسم موږ ته د ایک دیش؛ ایک سندیش اور هم سب ایک هی یانې یو هیواد، یو پیغام او موږ ټول یو یو پیغام راکوي. 

تر ټولو د مخه خو رمیش جانه له تاسو ډیره ډیره مننه چې تاسو د من کي بات پروګرام له لارې د هیوادوالو تر منځ د دې پیغام د خپرولو پریکړه وکړه، خپل درد مو له مو سره شریک کړی چې د دومره مهمې موضوع په اړه هیڅ بحث نه ترسره کیږي، ستاسو احساس درکولی شم، په هیواد کې ډير خلک د دې مراسمو په اړه نه دي خبر، هو که چیرې یو چا دا مراسم د انټرنیشنل ریور فیسټول په نوم یاد کړي وی او د یو څه ځلانده تورو څخه یې کار اخیستی وی نو شاهد زموږ په هیواد کې ځینې خلک شته چې ضرور به یې په دې هکله یو څه بحثونه ترسره کړي وی. او تبلیغ به یې هم شوی وی. 

زما ګرانو هیوادوالو! پوش کرم، پوش کرالو، پوش کر: آیا دا کلمات مو کله آوریدلي؟ آیا پوهیږۍ چې دا څه دي؟ زه به یې درته ووایم، دا د هیواد په دولسو بیلابیلو سیندونو باندې د لمانځل کیدونکو جشنونو بیلابیل نومونه دي. هر کال په یوه سیند جوړیږي یانې هر سیند ته بیا دولس کاله وروسته دا وار رارسیږي. او دا مراسم د هیواد په بیلابیلو دولسو برخو کې د سیندونو پر سر جوړیږي چې دولس ورځې دوام کوي. د کومب میلې په شان دا مراسم هم د یو هند او پیاوړي هند دیدار زموږ په برخه کوي. پورش کرم داسې یو جشن دی په کوم کې چې د سیندونو اهمیت، ویاړ او په ژوند کې د سیندونو ارزښت په یو ښکلي انداز راڅرګندیږي. 

زموږ پخوانیو طبیعت، چاپیریال، اوبو، ځمکې او ځنګل ته ډیر ارزښت ورکړی. هغوئ د سیندونو په اهمیت پوهیدل او ټولنې ته یې دا وښودل چې د سیندونو په اړه مثبت نظر پیداکړي، ښه اخلاق څنګه رامنځته کړي، له سیندونو سره د چلند څرنګوالی او له سیندونو سره د ټولنې نښلول او پخپلو کې يې سره یو کړل. تیر کال د تامل ناډو د تامیربرني په نوم سیند باندې د پورش کرم میله ترسره شوه، سږ کال دا میله د برم پوتر په سیند ولمانځل شوه او راتلونکی کال به د تومب بهدرا سیند باندې په آندرا پردیش، تیلانګانا او کرناټکا کې جوړیږي. له یوې خوا تاسو د دې دولسو ځایونو چکر د یوه ګرځندویۍ حلقې په بڼه ترسره کولی شۍ، دلته زه د آسام د ولسونو له تودو ولولو او میلمه پالنې ستاینه کوم چا چې له ټول هیواد څخه د راغلو زایرینو درناوی یې په ډيره ښه توګه وکړلو او له بلې خوا یې د پاکوالي هم ډیر خیال وساتلو. د پلاستیک د نه استعمال اماکن یې هم وټاکل، ځای پر ځای یې موقتي تشنابونه هم برابر کړل. زه هیله مند یم چې د سیندونو پر سر د لمانځل کیدونکو زرګونه کاله پخوانی جشن به زموږ راتلونکي نسل ته هم د یووالي درس ورکړي. طبیعت، هوا او اوبه دا ټول شیان زموږ د ګرځندویۍ او ژوند برخه هم وګرځي. 



زما ګرانو هیوادوالو! (نمو ایپ) باندې د مدیا پردیش لور شویتا لیکلي چې ښاغلیه زه په نهم ټولګي کې یم او د کانکور آزموینو د چمتو والي سره سره ستاسو خبرې هم په مسلسله توګه آورم، ما تاسو ته د دې لپاره دا پیغام درآستولی چې تاسو موږ ته تر اوسه دا ندي ویلي چې د راتلونکې آزموینې په هکله به بحث کله ترسره شي. د مهربانۍ له مخې تاسو دا کار ژر تر ژره ترسره کړئ او که شونې وي نو د جنورۍ په میاشت کې دا پروګرام جوړ کړئ. ملګرو د من کي بات په هکله زما همدا خبره ډيره خوښیږي چې زما ځوان مینه وال چې ماته په کوم انداز باندې له مانه د مننې کولو په بڼه شکایت کوي، هدایت کوي او مشورې راکوي زه د دې په لیدلو سره ډیره خوښې احساسوم. شویتا جانې، تا په ډير ښه وخت باندې دا موضوع راپورته کړې ده، آزموینې راروانې دي، د هرکال په شان باید موږ د آزموینو په هکله هم پروګرام جوړ کړو. ستا خبره سمه ده، د دې پروګرام ترسره کول له آزموینو نه مخکې جوړولو اړتیا ده. 



له وروستۍ آزموینې وروسته ډیری خلکو په لیکلې بڼه وړاندیزونه کړي ترڅو دا نور هم اغیزناک کړي، ځینې کسانو دا شکایت هم کړی وو چې له آزموینو څخه لږ وړاندې دا پروګرام ترسره شوی دی. او شویتا بر حقه ده چې وایي، دا باید په جنورۍ میاشت کې ترسره شي. او بشري سرچینو د ودې او پرمختیا وزارت به له دولت سره په ګډه هڅه وکړي. 

دا به زما هڅه وي چې دا بحث به د جنورۍ میاشتې په پیل یا نیمایي برخه کې د آزموینې په اړه ترسره کړم. په ټول هیواد کې زده کوونکي دوه فرصتونه لري یو دا چې دوی کولی شي د اړونده ښووونځیو له لخوا برخمن شي او یا یې په بدیل کې دوی کولی شي د هغې خپرونې برخه شي چې دلته په ډیلي کې ترسره کیږي. 

ملګرو! موږ باید په ګډه د آزموینو ویره له منځه یوسو، زه غواړم د دوستانو په شونډو د آزموینو په شونډو مسکا ووینم. د دوی مور او پلار باید له فشارونو نه بهر شي، او ښوونکي ډاډه وي. موږ دې موخې ته د رسیدلو لپاره په دوامداره توګه هلې ځلې کوو. د من کي بات پروګرام له لارې ( د آزموینې په اړه بحث) او یا د آزموینې جنګیالیو کتاب له لارې. زده کوونکو، کورنیو یې او ښوونکو د هیواد په ګوټ ګوټ کې دا ماموریت په لاره اچولی. او زه له دوی نه منندوی یم. مونږ به د آزموینې د بحث راتلونکې خپرونه په ګډه ولمانځو. زه له تاسو نه د زړه له کومې غوښتنه کوم. 

ملګرو د من کي بات په وروستي آډیشن کې، موږ د آیودیا موضوع په اړه د ۲۰۱۷ کال د اله باد عالي محکمې په قضاوت بحث کړی وو او ما ورته اشاره کړې وه چې څنګه موږ هغه وخت کې سوله او هماهنګي ساتلې وه. آیا دا د قضیې نه مخکې وو که د پریکړې وروسته؟ دا ځل هم کله چې سترې محکمې خپله پریکړه د نوومبر په نهمه اعلان کړه ۱۳۰ کروړه هندیانو یو ځل بیا ثابته کړل چې د دوی لپاره ملي ګټې تر ټولو ارزښتمنې دي. د سولې یووالي او نیکمرغۍ ارزښتونه زموږ په هیواد کې خورا ارزښت لري، کله چې په رام مندر باندې پریکړه وشوه نو ټول هیواد په ښکاره غلی شو دوی دغه پریکړه په آسانۍ او سوله ییزه بڼه ومنله، نن ورځ د من کي بات پروګرام له لارې غواړم له خپلو هیوادوالو څخه په بیا بیا مننه وکړم. زه په ځانګړې توګه د دوی لخوا د ښودل شوي زغم او خواخوږۍ څخه مننه کوم. له یوې خوا یوه اوږده قانوني جګړه پای ته رسیدلې او له بلې خوا په هیواد کې د قضا قوي احترام وده کړې. په رښتنۍ مانا دا پریکړه د قضا لپاره هم یو مهم پړاو بلل شوی دی. د دې تاریخي پریکړې وروسته هیواد د نوي هوډ، نویو هیلو او آرمانونو سره مخ شوی دی. زما هیله ده چې هندوستان دغه احساس خوندي کړي او د سولې یو والي او نیکمرغۍ روحیه پر مخ بوځي. دا زموږ د هر یوه هیله ده. 

زما ګرانو هیوادوالو! زموږ تمدن، کلتور او ژبې ټولې نړۍ ته د تنوع او یووالي بیان وړاندې کوي. ۱۳۰ کروړه هندیان یو داسې هیواد پورې اړه لري چې په اړه یې ویل کیږي، د اوبو خوند یې د هر څو کیلو مترو وروسته بدلیږي. او لینګو په څو میلونو کې بدلون کوي، په سلګونو ژبې له پیړیو راهیسې زموږ په هیواد کې وده کړې. چې ورته وخت کې موږ د دې ژبو او لهجو له لحاظه پټ یو. په دې وروستیو کې ما د دارچولا کیسه په اترا کنډ کې لوستلې ده، دې کار ماته ډاډ راکړ چې څنګه خلک دغو ژبو ته وده ورکوي. په نورو ځایونو کې هم زه د دارچولا دې کیسې ته متوجه ووم، ځکه چې زه هم هلته د سفر پر مهال پاتې شوی ووم. له یوې خوا د نیپال او له بلې خوا د کالي ګنګا په درلودو سره طبیعتآ زما پام د دارچولا دې کیسې ته واووخت. دلته د رینګ ټولنې ډير خلک شتون لري، څوک چې د دارچولا په پیتاراګړ په سیمه کې اوسیږي. دوی په رنګړو ژبه له یو بل سره خبرې کوي، دوی د دې حقیقت له امله خفه دي چې د هغو خلکو سمر چې په دې ژبه خبرې کوي ډیر په چټکۍ سره ښکته کیږي. او بیا په یوه ښه ورځ کې دوی سره یوځای شول او د خپلې ژبې د خوندي کولو هوډ یې وکړ. او په لږ وخت کې د رینګ ټولنې خلک سره یوځای شول. تاسو به د دې خبرې په آوریدو حیران شئ چې په دې ټولنه کې یواځې یو څو تنه شتون لري، تقریبآ ددې خلکو شمیر شاوخوا لس زره اټکل شوی دی. خو د رنګړو ژبې د خوندي کولو لپاره هر یو خپله اساسي ونډه ترسره کړي. چې موږ د ۸۴ کلن زوړ سړي دیوان سینګ یا ۲۲ کلنې پیغلې ویشالي ګریدیال یادونه کولی شو. که پروفیسور وو که او یا هم سوداګر هر یوه پکې برخه اخیستې وه. او په هره لاره چې یې کولی شوی د دې ماموریت له ټولنیزو رسنیو څخه هم کافي استفاده شوې وه. په وټس اپ کې هم ډیرې ډلې جوړې شوې وې، او په سلګونه خلک د دې ډلو له لارې دې ماموریت سره وصل شوي وو. دا ژبه سکرپټ نلري او یواځې د ویلو په بڼه کارول کیږي. نو خلکود کیسو، شعرونو او سندرو په ویلو پیل وکړ. دوی د یو او بل ژبه په سمه زده کړه. نو په یوه ډول سره وټس اپ لکه د یوه ټولګي په شان شو، چیرې چې هر څوک په یوه وخت کې هم زده کوونکی وو او هم ښوونکی. 

په دې ټولو کې د رنګړو ژبې د خوندي کولو هڅه شتون لري. ډول ډول خبرونې په لاره اچول کیږي، مجلې خپریږي او ټولنیز بنسټونه هم په دې برخه کې مرسته کوي. 

د ژبې پرمختګ د ټولیز پرمختګ یوه سرچینه ده 

که د مورنۍ ژبې پروړاندې غفلت وشي، ټول پرمختګونه بې معنا دي". 

دا په دې معنا چې په مورنۍ ژبې د نه پوهیدلو په صورت کې هیڅ پرمختګ امکان نه لري. نو له دې کبله د رنګ ټولنې نوښت به نورې نړۍ ته په دې اړه یوه نوې لار وروښیي. که تا سو هم له دغې کیسې نه پند اخیستی وي نو له نن نه له خپلې ژبې او لهجې نه کارواخلئ. خپلې کورنۍ او ټولنې ته دا الهام ورکړئ چې دغه کار وکړي.
د ۱۹مې پیړۍ په وروستیو کې د هیواد لوی شاعر سبرامنیم بهارتي په تامیلي ژبه ویلي و.
. Mupppadu kODi mugam uDai yaaL
uyir moim bura onDruDaiyaaL
ivaL seppu mozhi padineTTuDaiyaaL
enil sindanai onDruDaiyaaL
نوموړي هغه وخت ویلي و، زه د نولسمې پیړۍ نیمایي ته اشاره کوم. هغه ویل چې په هند کې دیرش کروړه سرونه شته دي خو وجود یو دی، هغه په ۱۸ژبو خبرې کولې خو ټولو ته یې په یوه سترګه کتل. 

زما ګرانوهیوادوالو، داسې وختونه وي چې زموږ د نوي ژوند په یو لوړ پیغام سره غني کوي. 

ما یوه بله ورځ په رسنیو کې د سوکوبا ډرایور(یا د اوبولاندې غوپه وهونکو) په اړه خبرې کولې او دا هغه کیسه وه چې کیدای شي ټولو هندیانو ته الهام بخښونکې واوسي، یوه ورځ چې دغو د اوبو لاندې غوټه وهونکو غوښتل چې په ویشاخاپټنم کې تمرین وکړي، په بیرته ستنیدو کې د پلاسټیکونو کڅوړې او بوتلونه د سیند غاړې ته د دوی د ستنیدو پر وړاندې خنډ شول.هغوی ته دا معامله ډیره د حیرانتیا سبب شوه.زمونږ سیندونه څه ډول له کثافاتو سره مخ دی. تیرو څو ورځو کې دغو لامبوزنو تر ۱۰۰مترونو پورې لمبو وهلې او د سیند د غاړې ناپاکۍ یې را ټولې کړې دي. ما ته ویل شوي چې هغوی یوازې د ۱۳ورځو په موده کې له ۴۰۰۰کیلو ګرامو نه زیات پلاستیک او خځلې له سیند نه رایستې دي، د لامبو وهونکو له لوري دغه یو وړوکی حرکت په یوې لویې مبارزی کی د بدلیدو په حال کې دی. 

اوس د سیمې د خلکو له خوا دوی سره مرسته کیږي. سیمه ایزو کب نیونکو هم له هرې لارې له دوی سره مرسته پیل کړې ده.
دې ته په پام سره چې که موږ هم اوغواړو له دغو پلاسټیکي ناپاکیو پاکونکو څخه الهام واخلو او خپل چاپیریال ددغو ناپاکیو له شر څخه خلاص کړو نو ( له پلاسټیک څخه خلاص هند) به د ټولې نړۍ لپاره یوه نوې بیلګه وي.
زما ګرانو وطنوالو، نوامبر ۲۶مې ته یواځې دوه ورځې پاتې دي.. دغه ورځ ټول هیواد ته خاصه ده، دغه چاره په ځانګړې توګه ددې په خاطر چې موږ د خپل اساسي قانون ورځ نمانځو زموږ د جمهوریت لپاره خورا مهمه ده. سږکال بیا ډیره ځانګړې ځکه ده چې موږ د خپل اساسي قانون د تصویب ۷۰یمه کلیزه نمانځو. دغه ورځ په پارلمان کې د یو خاص پروګرام په ترڅ کې نمانځل کیږي او بیا به نور ډیر پروګرامونه چې د کال په اوږدو کې په پام کې نیول شوي ، ترسره شي. راځۍ چې پدی موقع د اساسی قانون د جوړونکو ټولنی غړو مننه وکړو او خپل عقیدت ورته ډالۍ کړو. زموږ اساسي قانون د هیواد د هر وګړي د حقونو او عزت خوندي کونکی دی او په همدې خاطر چې د خلکو راتلونکې یې تضمین کړې وي دغه قانون جوړشوی هم دی. 

زه هیله کوم چې د اساسي قانون ورځ د اساسي قانون د ارمانونو او ارزښتونو په اړه خپلې ژمنې او په پایلو کې یې له خپلو خلکو سره مرستې لا پیاوړې کړو. دا زموږ د قانون جوړونکو یوه هیله او خوب و. 



زما ګرانوهیوادوالو، ژمی ور راټکوي، موږ خپلې شاوخوا کې د هغه رنګینۍ وینو، هیماچل په یوشمیر سیمو کې ځان په واوره پوښلی دی، خو دغه د هند د خوځښت موسم دی .تاسو، ستاسو دوستان، د دوستانو چارچاپيره خلک مو باید دغه فرصت له لاسه ورنکړئ. ددغه خوځون د پرمختګ لپاره باید له خپلې هوا څخه د خپل ځان په ګټه کار واخلئ. 

تاسوته د لا زیاتو نیکمرغو هیله کوم 

ډیره مننه

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت