د حافظ سعید د سزا پریکړه : له ایف ، ائ ، ټي ، ایف ، څخه د مخنیوي هڅه

لیکنه : د معین الدین خان

ژباړه : د ديا سنګ انجان

وينا : د رجني پرکاش

د ممبۍ د حملو اصلي مجرم او د جماعت الدعوة مشر حافظ سعید او د هغه دوه نور ملګري د لاهور د تروریزم ضد یوې محکمې د ترهګرۍ د تمویل په جرم په لس نیم کاله بند محکوم کړل. سربیره پردې ، د حافظ سعید ورور عبدالرحمن مکی د شپږو میاشتو په بند محکوم شوی دی. د لاهور د ترهګرۍ ضد محکمه کې د سرچینو په وینا ، دې ټولو ترهګرو ته د مرستې چمتو کولو په دوه نورو قضیو کې د بند سزا اورول شوي ده. محکمې حافظ سعید شاوخوا ۷۰۰ ډالره جریمه کړي او د هغه د ملکیتونو د ضبطولو امر یې کړیدی. ۷۰ کلن حافظ سعید دا مهال د عالي امنیت محکمې په لکهپت زندان کې بندي دي . هغه د تیر کال په جولای کې نیول شوی وو. ټولټال ۴۱ قضیې د جماعت الدعوة د مشرانو په وړاندې ثبت شوې دي ، چې له هغې څخه یې په ۲۴ قضیو پریکړه شوې او پاتې نورې لا هماغسې پاتې دي. تر هغه چې حافظ سعید پورې اړه لري ، د هغه په ​​وړاندې په څلورو قضیو پرېکړه شوې

په یاد ولرئ چې حافظ سعید د ترهګرۍ قضیه کې د هند ترټولو مطلوب تورن دی. هغه د ملګرو ملتونو لخوا نړیوال ترهګر اعلان شوی . د ملګرو ملتونو سربیره ، دا د متحده ایالاتو په ګډون د ډیرو نورو هیوادونو لخوا د ترهګرو په لیست کې شامل شوی دی. متحده آیالاتو تر ۱۰ملیون ډالرو پورې د هغه په هکله د معلوماتو ورکولو انعام هم ايخي وو. ویل کیږي چې حافظ سعید په ممبی کې د ۲۰۰۸م د لشکر طیبه برید ترشا اصلي طراح منل شوی وو. د یادونې وړ ده چې په ممبۍ کې د لشکر طیبه ترهګرو لخوا په تر سره شوي برید کې د ۶ امریکایانو په شمول ۱۶۶کسان وژل شوي وو. اجمل قصاب د یاد ترهګریز برید په جریان کې ژوندی نیول شوی وو او د یوې بشپړې محاکمې وروسته په اعدام محکوم او په سزا ورسید. دوه پاکستانیان ډیویډ هیډلي او طهور رانا ، هم په متحده ایالاتو کې په سزا محکوم شول. په دې بریدونو کې د ښکېلو ترهګرو پروړاندې قضیه ، کومه چې په پاکستان کي په ۲۰۰۹ میلادي کال کې درج کړې وه ، لاهم روانه ده. پدې برخه کې کوم د پام وړ پرمختګ ندی شوی

په هرصورت ، حافظ سعید ته ورکړل شوي ډیری سزاګانې ترهګرو ته د فنډ چمتو کولو پورې اړه لري. لشکر طیبه یوه ډله ده چې د حافظ سعید لخوا تاسیس شوې . د يادولو وړ ده چې یاده ډله په پاکستان کې منع اعلان شوی تنظیم دی ، جماعت الدعوة د همدي ممنوعه سازمان یو بل نوم دی. حافظ سعید څو نور سازمانونه او ډلې هم لري چې په یوه یا بله کچه د ترهګرۍ په ملاتړ او د ترهګرو په روزلو هم تورن دي. د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو لخوا حافظ سعید او د نوموړي سازمانونو ته ځانګړې پاملرنه کيږي

حافظ سعید او د هغه ځینې ځانګړي همکاران د ترهګرۍ د تمویل په قضیه کې محکوم شوي دي. خو کتونکي او شنونکي د پاکستان وضعیت او چارو ته ژوره کتنه کوي ، په شمول د پاکستاني شنونکو په باور ، د ترهګرۍ ضد محکمې لخوا ورکړل شوې سزاوې دا ثابتوي چې ، لږترلږه داسې شواهد موجود وو ، چې پر اساس یې د تروریزم ضد محکمې تورن مجرمین محکوم کړی دی. مګر ډیر تحلیل کونکي هم پدې باور دي چې د تروریزم سره د مبارزې ریاست قضیه دې ټکي ته رسولي او حافظ سعید او د هغه ملګري تورن شوي . ملي څارونکي ډله یا ایف ، ائ ، ټي ، ایف ، پاکستان په خړ لیست کې اچولی او ورته یې سخت اخطار ورکړی وو ، چې که د راتلونکي کال په فبرورۍ کې د تروریستانو تمویل پر وړاندې جدي اقدام ونه کړي نو دا به تور لیست کي شامل کړای شي. نو ځکه ، دا ټول شیان تنظیم شوي وو ترڅو د ایف ، ائ ، ټي ، ایف ، د جریان مخه ونیسي ، او ایف ، ائ ، ټي ، ایف ، او نړیواله ټولنه احساس وکړي چې پاکستان واقعیاً جدي دی. که چیرې پاکستان دا ګام د فبرورۍ په میاشت کې نه وای اخیستی ، نو ښه چانس شتون درلود چې دا به تور لیست ته شامل شوی وای. په هغه حالت کې ، د پاکستان لپاره وضعیت کیدای شی ډیر نامناسب وای ، چې پاکستان به له سخت اقتصادي بحران سره مخ شوی وای.

ځکه چې نړیوال مالي نهادونو به په هغه صورت کې پورونه او مرستي ورکول بند کړي واي او دا به په پاکستان کې د سخت اقتصادي بحران لامل شوی وي. عمومي تاثیر دا دی چې د ترهګرۍ ضد محکمې پریکړه په داسې وخت کې وشوه کله چې پاکستان کولی شي د ایف ، ائ ، ټي ، ایف ، څخه معافیت وغواړي.

په هرصورت حقيقت به په راتلونکي وختونو کې وپیژندل شي او دا به احتمال ومومي چې د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې پاکستان څومره جدي دی. حافظ سعید او د هغه نورو ملګرو ته ورکړل شوې سزا تضمین نه ده چې پاکستان به واقعیاً د تروریزم هڅولو مخه ونیسي

Comments