د طالبانو بریدونه له خبرو سره سره دوام لري
لیکنه: معین الدین خان
ژباړه: دیا سینګهـ انجان
وبونکی : سنجبو کمار
له یوې خوا ، متحده ایالات چمتواتی نیسې چې د جنوري تر۲۰مې پورې ، نوی ټاکل شوی ولسمشر واک په لاس کې اخلي ، ترهغه وخت پورې خپل ډیر شمیر سرتیري له افغانستان څخه وباسي ، خو له بلې خوا داسې ښکاري چې د افغانستان راتلونکی د ناڅرګندتیا په لور روانه ده. په متحده ایالاتو کې د سپټمبر له یوولسمې حملې وروسته ، طالبان دې ته اړ شول چې له حکومت څخه بې برخې شې ، خو په یو نه یو ډول دوی د خپل شتون احساس ورکولو ته دوام ورکړ. هغوی د متحده ایالاتو په مشرۍ بهرني ځواکونو او افغان حکومت دواړو باندې بریدونو تر سره کړل. دوی په پاکستان کې خپل پټنځایونه جوړ کړي وو، چې له هغه ځاینو څخه یې د بریدونو پلانونو جوړ او عملي کړي . د روان کال په فبروري کې ، متحده ایالات له طالبانو سره یوې موافقې ته ورسیده او دغه موافقه په دوحه کې وشوه ، چیرې چې طالبانو سیاسي دفتر جوړ کړی دی. تړون د دې حقیقت پراساس وو چې ، متحده ایالات به په ۱۴ میاشتو کې خپل ټول سرتیري وباسي او طالبانو هم دا ډاډ ورکړی وو، چې دا به د القاعدې او داعش په شان ترهګرو سازمانونو ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان په خاوره کې ، خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. طالبانو هم ژمنه کړې وه چې له افغان حکومت سره به د سولې خبرې وکړي . چې دغه خبرې په تیر سپتمبر کې پیل شوې وې ، چې د همدې لپاره د افغانستان حکومت نږدې ۵ زره طالب بندیان خوشې کړل . د امریکا او طالبانو تر منځ چې کومې ژمنې شوې وې ، په هغو کې یو شرط دا هم وو، چې حملې به پای ته رسوي خو د طالبانو لخوا شوي پریکړې ته مثبت ځواب ونه ویل شو. د اندیښنې وړ خبره دا هم ده ، چې په دوحه کې د خبرو اترو سلسله روانه ده لیکن طالبانو بیا هم بریدونه نه دې درولي
د وال سټریټ ژورنال د راپور د اټکل له مخې ، چې په بروسلز کې شتون لرې د کرایسز د آی سي جي شنونکي انډریو واټکینز په وینا ، د افغانستان په بیلا بیلا برخو کې له تیرې فروري څخه تر دې وخته پورې طالبانو له ۱۳ زرو څخه ډیرې حملې د افغانستان په مختلفوبرخو کې کړي دي. " په افغانستان کې د سولې هڅې د بې باوری له دور څخه تیریږي '' په کابل کې میشت ژورنالیست روچي کمار وايي ، طالبانو داسې انګیرنه ورکړې ده چې دوی نه غواړي له متحده ایالاتو سره شوي تړون ته غاړه کیږدي. د دې ترټولو لوی ثبوت دا دی چې دوی لاهم په افغانستان کې د القاعدې کوربه دي. د ملګرو ملتونو یو راپور ښیې چې طالبان او القاعده اوس هم نیږدې دي. د روچي کمار په وینا ، دوی لاهم په لویو ولایاتونو او د ولایاتو په مرکزونو بریدونه کوي. نوموړی ژورنالیست دې پایلې ته رسیدلی چې طالبان تر ډیر حده نه غواړي چې په خپل دریځ ټينګ پاتې شې ، بلکه غواړي د دوی قدرت هم ډاګیز وې. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې ماموریت ، د اکتوبر په راپور کې ویلي چې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۶۰۰۰ ملکي وګړي وژل شوي دي. شاوخوا ۴۵٪ مړینې د طالبانو د حملو له امله وې. د سپټمبر په پیل کې ، په دوحه کې د سولې د خبرو له پیل څخه لږ د مخه د ولسمشر مرستیال امرالله صالح پر کاروان برید وشو چې ، له هغې پيښې نوموړي ژوندی ووتو، خو ټپي شوی وو . په یاد ولرئ چې هغه د طالبانو سرسخت مخالف او یو له پیاوړو مشرانو څخه شمیرل کیږي
له فرورۍ راهیسې متحده ایالاتو ۷۵۰۰خپل سرتیري ایستلي او غواړي چې په کندهار کې خپله قرارګاه هم ویجاړه کړي. دا مهال د متحده ایالاتو او ایتلافي ځواکونه په مستقیم ډول د تروریستي حملو په مخنیوي کې دخیل ندي ، بلکه د افغان سرتیرو په روزنه کې لګیا دي. طالبانو ډیره هڅه وکړه چې په شمال کې کندوز او په سویل کې د هلمند ولایتونه د نیولو ډیري هڅې وکړې . ډیر ځل ئې بریدونه هم ترسره کړل خو لوی نفوس لرونکې سیمي نیولو کې بریالې نشول. لکه څنګه چې وضعیت د اندیښنې وړ دی خو اوس هم یو څه د ډاډ وړ خبره دا ده چې په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمینځ خبرې روانې دي ، امکان لرې کوم مثبته نتیجه تر لاسه شي. دا د قناعت وړ هم ده چې په نیږدې موده کې متحده ایالاتو کې نوې اداره واک تر لاسه کوي ، او هغه هم کولی شي کوم مثبت رول ولوبوي. په راتلونکو څو میاشتو کې ، یو څه روښانتیا تر سترګو کیدای شي.

Comments
Post a Comment