عمران ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به تاوتریخوالی کم کړي

لیکنه : د معین الدین خان

ژباړه : د ديا سنګ انجان

عمران خان په افغانستان کې تاوتریخوالي پای ته رسولو په هڅو کې د پاکستان د ملاتړ ډاډ ورکړ. څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان افغانستان ته سفر کړی وو ، چې د لومړي وزیر په توګه دغه هیواد ته د هغه لومړی سفر و. دا لیدنه په داسې حال کې وشوه چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي ، په ورته وخت کې په افغانستان کې تاوتریخوالی دوام لري. په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو د وژل کیدو پرته شاید کومه داسې ورځ تیره شوي نه وي ، چې ملکې وګړو یا نظامیانو ته مرګ ژوبله نه وي اوښتي

د عمران خان د لیدنې نه یوه ورځ وروسته ، د هاوان څو ګولۍ د کابل په بیلابیلو سیمو وتوغول شوي ، چې له اتو څخه تر لسو پورې کسان پکې ووژل شول او تر ۳۰ زیات ټپیان شول. دا ډول بریدونه د امنیت له پلوه حساس ګڼل کیدونکی وزیر اکبر خان سړک باندې هم شوي ، چیرې چې د څو هیوادونو ډیپلوماتیکې ادارې موقعیت لري. په یاد برید کې د ایران د سفارت ودانۍ هم په نخښه شوي وه ، چې ځاني تاوان ورته ندي اوښتي ، خو د ودانۍ ځینې برخې زیانمنې شوې دي

په هرصورت ، دا هلته د هرې ورځې کیسه ده. د دې بریدونو له امله ، په افغانستان کې ترټولو لویه اندیښنه دا ده ، کله چې د امریکا متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې ځواکونه له افغانستان څخه په بشپړ ډول ووځي نو ، په افغانستان کې به څه پیښیږي . افغانستان کې عمومي باور دا دی ، چې پاکستان د دوی معتبر ګاونډی ندی. د افغانستان لویه برخه احساس کوي چې پاکستان طالبانو ته پټنځایونه چمتو کوي او له همدې امله دوی په افغانستان کې بریدونه کوي. د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ هوکړه شویده ، خو اوسني وضعیت ته په پام سره ، دا په پراخه کچه احساس کیږي چې متحده ایالات باید پدې وخت کې دغه ګام پورته نکړي. د امریکا ولسمشر ټرمپ په دې مسله کې شخصي علاقه اخیستې او پریکړه یې کړې چې ژر تر ژره خپل پوځیان له افغانستان څخه وباسي ، خو د متحده ایالاتو نور متحدین ، ​​چې عسکر یې په افغانستان کې دي ، موافق نه بریښي. په کابل کې د هاوان د وروستيو بریدونو په تعقیب ، د افغانستان د خبرو اترو مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم ویلي ، چې متحده ایالاتو دا پریکړه کړي چې ژر تر ژره خپل سرتیري له افغانستان څخه وباسي او دا تصمیم په اضطرارې ډول نیول شویدی.

په هرصورت ، په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت استازو ترمینځ په روانو خبرو اترو کې کوم د پام وړ پرمختګ ندی شوی ، نو په همدې وجه د اندیښنې فضا شتون لري او د طالبانو ارادې تر پوښتنې لاندې نیول کیږي . له دې سره سره د پاکستان رول ته هم خلک د شک په نظر ګوري. افغانستان ته د عمران خان وروستی سفر ښیې ، چې د هغه اساسي هدف دا دی ، چې دا روښانه کړي چې پاکستان به ، په افغانستان کې د سولې راوستو په هڅو کې بشپړه همکاري وکړي. د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ د شوې هوکړې اعتبار لپاره عمران خان د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل چې پاکستان په ۲۰۱۸م میلادي کال کې هم له امریکا سره خبرو اترو لپاره طالبان وهڅول . همدا رنګه د امریکائي سرتیرو د بیرته تګ په اړه پریکړه هم وشوه . چې په همدې سلسله له امریکا سره طالبانو خبرې وکړي تر څو په پائله کې ئې د متحده ایالاتو سرتیرو وتلو په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي. عمران خان نه یوازې دې حقیقت ته غاړه کیښوده ، چې پاکستان د طالبانو او متحده ایالاتو ترمینځ د جوړجاړي په کولو کې مهم رول لوبولی ، خو دا یې هم پر ډاګه کړه چې په طالبانو د پاکستان څومره ژوره اغیزه شتون لري. دا حقیقت دی ، افغانستان او نړیواله ټولنه پدې پوهیږي چې پاکستان پر طالبانو نفوذ لري. خو که چیرې پاکستان افغانستان ته د سولې په راوستو کې جدي وای ، نو ډیر پخوا به ئې طالبان دې ته اړ کړي وای ، چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي او په افغانستان کې د وینو تویولو ته د پای ټکئ کیږدي. نوموړي په ​​افغانستان کې رسنیو ته وویل ، چې پاکستان به پدې هکله هڅه وکړي چې په افغانستان کې اوربند رامینځته شي. کله چې عمران خان د ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل ، هغه ته یې وویل چې د پاکستان حکومت او خلک په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي. د پاکستان خلک به خامخا دا غواړي مګر حقیقت دا دی چې د پاکستان اداره داسې هیڅکله هم نه غواړي او عمران خان په اوس وخت کې د ورته تاسیساتو ترټولو لوی ملاتړ کونکی دی. په هرصورت ، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د هغه څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې کلیدي سیاسي جوړجاړي ته د رسیدو لپاره تاوتریخوالي ته لاره هیڅکله هم نه هواره وو . په افغانستان کې د تلپاتې سولې د رامینځته کولو لاره زموږ د دودونو او د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون په چوکاټ کې د ننه د هیواد پیاوړی کول دي. په حقیقت کې ، ډاکټر اشرف غني ویلي دي چې که پاکستان واقعاً په افغانستان کې سوله غواړي ، نو باید له داسې پالیسي څخه کار واخلي ، ترڅو طالبان دې ته وهڅوي چې د افغانستان د اساسي قانون پیروي وکړي او له تاوتریخوالي ډډه وکړي ، یوازې په خبرو کولو شخړې له منځه نه ځي

Comments