د پښتون قوم خوار او زار حالت
لیکنه : د معین الدین خان
ژباړه : پښتو څانګه
د پاکستان له تاسیس راهیسې ، پښتون قوم خپل ځان بې وسه او بې ارزښته احساسوي. د دوی ځانګړي کلتوري ارمانون ، مرحله په مرحله کې مات او د له منځه وړلوهڅې ئيې شوي دي. د دوی وفادارۍ ته تل د شک په سترګه لیدل کیږي. که څه هم د دې پښتنو د پاکستان په اردو کې بې حده ډیر خدمتونه تر سره کړي دي. د دوی قومي اړیکې د افغانستان سره په پوله هم موندل کیږي.همدا راز د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورنډ لاین هیڅکله د کوم افغان حکومت لخوا په رسمیت ندی پیژندل شوی ، حتی د طالبان لخوا هم دا کرښه د دواړو هیوادونو تر منځ د پولې په توګه نده منل شوي.
د ۱۹۷۰یمو ، کلونو په لومړیو کې د پاکستان د پوځ لخوا په ختیځ پاکستان کې د عام وژنې او د هغوی له سیاسي حقونو څخه د خلکو په بشپړ ډول محرومیت پایله ، د پاکستان په دوو برخو ویشل کیدل چې په پایله کې ئې یو نوی هیواد ، د بنګله دیش په نوم رامینځته شو. په پاکستان کې د ولایتي واکونو او ځمکنیو حقونو بحالۍ لپاره له ټولو خواوو څخه غږونه راپورته شول. پښتانه هم د اردو د زور زیاتي او ظلمونو له امله په قهر وو. ځکه چې له دوی سره تل دروغجنې ژمنې شوي ، او د هغوی د غږ د ټیټولو لپاره هغوی ته د سیاسي آزادۍ د ورکړي دروغجنې وعدې شوی دي ، ترڅو د هغوی غږ خاموش کړي ، خو غیرتمن پښتانه د پوځ په تکتیکونو ښه پوهیږي ، چې د پنجابیانو تر ولکې لاندې دي. په حقیقت کې ، د پاکستان مرکزي حکومت د نظامي تاسیساتو د غوښتنو په خلاف هیڅ ګام نشي پورته کولی. کله چې په ۱۹۸۰مو، کلونو کې د شوروي ځواکونو پروړاندې "افغان جهاد" پیل شو ، نو د پښتنو قبایلي سیمې د افراطیانو روزلو لپاره په لوی لابراتوار بدلې شوې. د پاکستان او افغانستان د پولو تر منځ تاوتریخوالی ورځ تر بلې مخ په زیاتيدو شو ، چې د دې غمیزې ښکار پخپله پښتانه شول.
د هغې تګلارې په پایله کې چې پاکستان جوړه کړې وه ، په ټوله سیمه د بهرنيو جنګیاليو په اډې بدله شوه. د پاکستان د پوځ ګمراه کونکي پوځي عملیاتو په سیمه ایز اقتصاد خورا ناوړه اغیز وکړه او ځایی قبایل یې ایخوا دیخوا په خپریدو مجبور شول. د جنایت کونکي دبدبه هره خوا ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو شوه او د مخدره توکو غیرقانوني تجارت مخ په ډیریدو شو. واضیح ده ، چې پښتانه په لویه کچه مهاجرت ته اړ ایستل شول.
په ۲۰۱۸کال د فبروري په میاشت کې ، د پښتون تحفظ غورځنګ (پي ټي ايم) له وزیرستان څخه تر اسلام آباد پورې اوږد مارچ تنظیم کړ. په دې مارچ کې له ۵۰۰۰ څخه زیاتو خلکو برخه اخیستې وه او د پاکستان حکومت ته یې پنځه نکاتی یادداشت وړاندې کړ.
دوی غوښتنه وکړه چې په ټاکلي ډول د پښتنو په نښه کولو ذهنیت دې پرېنښودل شي .
د مرکزي قبایلي سیمو (فاټا) دي له ځمکنيو ماینونو څخه پاکه شي.
په ټاکل شوي وخت کې د نیول شویو پښتنو د خوشې کیدو لپاره محکمه رامنځته کړای شي.
د صحرائي محکمې غیرقانوني وژنو د پلټنو لپاره باید د تحقیقاتو کمیسیون جوړ او د راؤ انوار په نامه ، د پولیسو افسر محاکمه او په سزا ورسیږي ، چا چې د جعلي پیښې په لړ کې نقیب الله محسود په بې رحمانه ډول وژلی وو.
له دې ټولو ننګونې سره سره ، پي ټي ایم وايي چې دا د سولې حرکت دی او په سوله ییزه توګه د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي. هغه د پاکستان اردو "چاودیدونکې تروریستي ډله" بولي.
خواشینۍ دا ده ، چې دا سوله ایز حرکت د دولت لخوا بدنامه کیږي او د خلکو کرکه را پارول کیږي ، چې له نوموړي تحریک څخه خلک مخ واړوي . د دغه کار لپاره د رسنیو له خوا په منظم ډول کمپاین په لار اچول شوی دی. دا کمپاین په هماغه ډول پرمخ وړل کیږي لکه څنګه چې ، د پوځ لخوا د لویدیز پاکستان د پخواني ختیځ پاکستان د بنګالیانو پروړاندې ترسره شوی وو. پدې وروستیو کې ، د پي ټي ایم فعال او د ملي شورا غړی علي وزیر د تره زوی عارف وزیر ووژل شو. چې له دې سره د پښتنو تر منځ لا ډیر قهر راوپاریدو.
پی ٹی ایم په ښکاره ډول پاکستان په دې تورنوي چې نوموړي هیواد د افغان طالبانو سره یو پټ تړون کړی ، چې له مخې ئې "ښه" او "بد" طالبان د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره استعمالوي.
څرنګه چې عارف وزیر د پی ٹی ایم ، یوه قوي ستني وه ، نو هغه ئې د "ښه طالبانو" (نظامي پلوه طالبانو) لخوا په مرګ محکوم کړ. نوموړی د می په لومړۍ نیټه په سویلي وزیرستان کې ووژل شو. محسن داوړ ، چې له شمالي وزیرستان څخه د ملي شورا غړی دی ، د می په میاشت کې په یوه ټویټ کې وویل ، چې "عارف وزیر د" ښو "طالبانو یعنې د پوځ لخوا وژل شوی ، خو زموږ خوځښت به د هغوی پر وړاندې دوام وکړي. د یادونې وړ ده چې عارف وزیر د خپلې کورنۍ اتلسم غړی وو چې د حکومت پلوه ترهګرو لخوا وو وژل شو.
په حقیقت کې ، د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي ایم هغه تحریک دی چې د ترهګرو د ملاتړ لپاره د پاکستان دپوځ د ستراتیژۍ په غبرګون کې راپورته شوی. اردو د ترهګرو ملاتړ او رهبري د دې لپاره کوي ، چې ځایی خلک وپیژني او د دوی حساسات وځپي. ورته لوبه هغه په ختیځ پاکستان کې هم تر سره کړې وه.

Comments
Post a Comment