د کفر قانون او د پاکستان هندو اقلیت

لیکنه : دسهیل انجم

ژباړه او وینا : د هریندر کمار سواتی


په پاکستان کې د کفر قانون هغه وسله ده چې په باقاعده ډول د مذهبي لږکیو پرضد کارول شوې ، او شخصي دښمنان هم د قانون لاندې اسلام ته د سپکاوۍ په تور نیول شوي. په هرې داسې قضیې کې ، تورن نیول کیږي او بیا د هغه په ​​وړاندې د بې عدالتۍ لړۍ پیل کیږي. د یادونې وړ ده چې نه یوازې غیر مسلمانان بلکه مسلمانان هم د دې قانون په واسطه ستونزو سره مخ دي. هندوان او عیسویان په ځانګړي ډول په نښه کیږی

د سپکاوي ځینې تورونه ، که ریښتیا وي بله خبره ده مګر ډیری یې دروغ وي. داسی هم کیږی چې پخپله د قران پاک سپکاوی وکړی او بیا نور تورنوی. خو د خواشینۍ خبره دا ده چې د هغو کسانو پر وړاندې هیڅ اقدام نه کیږي چې د کفر دغه ډول بې اساسه تورونه لګوي. دوی په اسانۍ سره بچ شی او د ملزم او د کورنۍ ژوند یې د زغملو وړ نه وی. افراطیان پدی قانون کی ترمیم ته هم غوږ نه نیسي. برعکس ، که څوک د تعدیل غوښتنه وکړي نو ژوند یی خاتمی ته رسول کیږی. دلته د پنجاب د والي سلمان تاثیر مثال ورکړی کیدای شی چې د یوې عیسویې ښځې آسیا بی بی پر ضد د کفر تور لګولو مخالفت یی وکړ او د ترمیم غوښتنه یې وکړه . هغه د خپل ساتونکي ممتاز قادري له خوا په ډزو وژل شوی وو. ممتاز محاکمه شو او اعدام شو خو افراطیانو هغه ته د شهادت حیثیت ورکړ. د ۲۰۱۱م کال د مارچ په ۲مه نیټه یانی له پیښې دوه میاشتې وروسته ، د اقلیتو وفاقي وزیر شهباز بهټي د کفر په تور ووژل شو. هغه په ​​دی قانون نیوکه کړی وه. د ۲۰۱۴م می په میاشت کې ، د ملتان څخه د بشري حقونو وکیل رشید رحمان په خپل دفتر کې په ډزو وژل شوی وو. راشد رحمان د بهاوالدین زکریا پوهنتون استاذ جنید حفیظ وکیل و څوک چې د کفر په تور محکوم شوي وو. راشد رحمان څو ځله ګواښل شوی و. له پیښې څو میاشتې وروسته ، دوه خزه خاوند ، شمع بي بي او شهزاد مسیح چې د لاهور په څنډه کې په کوټ رادها کیشن کې د خښتې په بټۍ کې یی کار کاوه ، د کفر په تور اور ته واچول شول. د ۲۰۱۷م کال په اپریل کې ، د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې په سلګونو قهرجنو زده کونکو د یو ملګري زده کونکي مشال خان په ډزو وواژه. په مشال خان باندې هم د کفر تور لګول شوی و ، خو پلټنو یې هیڅ ثبوت ونه موند. د ۲۰۲۰م کال د جولای په ۲۹مه نیټه ، یو بل سړی ، طاهر نسیم په ډزو ووژل شو. هغه د کفر په تور محاکمه کېده کله چې یو سړی محکمې ته دننه شو او له خپل جیب څخه یې تومانچه راویسته او په نسیم یې ډزې وکړې. دا یوازې یو څو پیښې دي . تر دې دمه په پاکستان کې له ۱۰۰ ډیر کسان د کفر په تور وژل شوي دي. د دې وضعیت لازمي اړخ دا دی چې کله هم په کوم هیواد کې داسی پیښه کیږي چیرې چې د مسلمانانو مذهبي احساسات زیانمن کیږي او د مسلمانانو لخوا سخت عکس العمل ښودل کیږی نو د پاکستان مذهبي اقلیتونه د ویرې په حالت کې وی

کله چې د اکتوبر په ۱۸مه په فرانسه کې یو معلم په داسی مذهبی پیښه ووژلی شو او بیا د اکتوبر په ۲۹مه د فرانسې په نیس ښار کې په یوه کلیسا باندې تروریستي برید وشو. په داسی وخت کی پاکستانی اقلیتو بیا ویره درلوده چې هغوی به د کفر قانون په اساس په نښه شي. او همداسې وشول. د نومبر په ۲مه او ۳مه د هغوی ویره ریښتیا شوه

د ۲۴ ساعتونو په جریان کې ، د هندو ټولنې دوه غړو په وړاندې د کفر دوه قضیې ثبت شوې. د کراچۍ په لیاری کې ، د نومبر په دوهمه ، قهرجنو لاریون کونکو د هندوانو یو غړی په کفر تورن کړ او د هغه د سپارلو غوښتنه یې وکړه. لاریون کونکی مندر ته ننوتل او سخت نقصان یی ورساوه. په عین وخت کی دغه سړی د قانون او نظم لپاره پولیسو ته وسپارل شو. همدغه رنګه د نومبر په ۳ مه د سیند ایالت په شهدادپور کې د میګور ټولنې اړوند یو سړی د قران پاک ورقی په سوزولو تورن شو او ونیول شو

په تیرو څو ورځو کې ، په بدین ، ​​ننگرپارکر او لیاري کې د هندوانو په ۳ معبدونو بریدونه شوي. هندو فعالین پوښتنه کوي چې که یو کس جرم کړی وي نو ولې ټوله ټولنه تورن کیږي. پوښتنه دا ده چې د کفر په نوم به څومره بې ګناه خلک په نښه شي. په سیند ایالت کې غیر مسلمانان ددغه پیښو نه وروسته په ویره او ترهه کی دي. هغوی باوری دی چې سیند ایالت د هغوی لپاره یو نا امنه ولایت دی. ایا ولایتي او فدرالي دولتونه به وضعیت په پام کې ونیسي او د مذهبي لږکیو ساتنه وکړي یا د دوی ژوند به هم دغسی خطر ته مخامخ وی ؟

Comments