په پاکستان کې د خبریالانو ، سیاسي فعالانو او د مخالفانو پرضد سخت دریځ

لیکنه : د محمد خاور حسن

ژباړه او وینا : د هریندر کمار سواتی

ستونزې که چیرې په وخت سره له منځه لاړ نشي ، نو وده کوي ، او د دوی د مینځلو هڅه نوي ستونزې رامینځته کوي. په پاکستان کې زاړه ستونزې کمې نه وې چې اوس نوې ستونزې رامینځته کیږي خو نه د پاکستان حکومت او نه هم پوځ ویلی شي چې ستونزې ناڅاپه راپورته شوې دي. د بلوچستان خلک له اوږدې مودې راهیسې د ظلمونو سره مخ دي ، جبري درمته کیدل د سیمې د خلکو لپاره عادي خبره ګرځیدلې ، خو پوځي مشر هیڅکله دوی ته پاملرنه نده کړې. تروریزم د پاکستان د خلکو لپاره هم یوه ستونزه جوړه شوی ، په سلګونو پاکستانیان د تروریزم قرباني شوي دي ، د ۲۰۱۴م کال د دسمبر په ۱۶مه په پیښور کې په آرمي پبلک سکول باندې تروریستي برید شوی وو

۱۳۴ ماشومانو په ګډون ، د ۱۴۹ خلکو وژل کیدو وروسته ، داسې انګیرل کېده چې د ترهګرۍ پای ته به جدي پاملرنه وشي ، خو داسې ونه شوه. تروریستي بریدونه دوام لري. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پاکستان عکس د یو داسی هیواد جوړ شوی چې ترهګرو ته پناه ورکوي. حقایق لرونکي ټویټ کول یا په ټولنیزو رسنیو کې یو څه لیکل یا د ویډیو اپلوډ کول ستونزو او مسلو ته د بلنه ورکولو برابر ده

د بریښنایی جرمونو مخنیوي قانون ۲۰۱۶م د هغو کسانو پر وړاندې د خطرناکې وسیلې په توګه کارول کیږي څوک چې د پاکستان د وضعیت په اړه ټویټ کوي یا په ټولنیزو رسنیو خپل نظر څرګندوي. ایف آی آر په تیرو څو میاشتو کې د ډیرو خبریالانو پروړاندې ثبت شوي ، او دوی د فدرالي تحقیقاتو ادارې لخوا غوښتل شوي دي

د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر په ۲۰مه ، د عمومی خبرنامې ډاټ کام ، عمیر سولنګي ټویټ وکړ چې هغه د فدرالي تحقیقاتو ادارې د سایبر جرمونو څانګې لخوا په غیرقانوني توګه نیول شوی. هغه د اکتوبر په ۹مه د شپې ۹ بجې درمته کړی شو او سهار په ۴ بجو خوشې کړیشو. د پیښې دوه ورځې وروسته ، د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر په ۲۰مه ، د جیو نیوز خبریال علي عمران سید ورک شو. د سید ورور د هغه د ورک کیدو راپور ورکړو چی د کراچۍ په اواري هوټل کې د کیپتان محمد صفدر نیول کیدو پورې اړوند د سي سي ټي وی فوټیج ته منسوب شوی و. د خبریالانو ، ژورنالیستی اتحادیو ، د پاکستان بار کونسل او عام ولس د سختو لاریونونو وروسته ، د سیند حکومت او پولیسو د مسلې یادونه وکړه او بیا علي عمران سید وموندل شو. د هغه د ورکیدلو لامل دا وښودل شو چی هویت په غلطه څرګند شوی وو

دا لومړی ځل ندی چې داسی شوي. ډیر ژورنالیستان ، سیاسي فعالان او حقیقت څرګندونکی د غلط فهمۍ په نوم تښتول شوي دي. د سید تر مخه ، د ۲۰۲۰م کال په جولای کې د خبریال مطیع الله جان د تښتونې لامل هم د شناخت د غلط پوهاوي په توګه بلل شوی و. مطیع الله هم له سختو لاریونونو وروسته خوشې شو. په داسې حالت کې دا پوښتنه راپورته کیږي چې یو نوي ژورنالست چې ډیر خلک یی نه پيژنی ، که هغه د حقیقت ښودلو یا د حق لیکلو حماقت وکړی نو حشر به یی څه وی؟

خلک له داسې وضعیت څخه ستړي شوي . دوی غواړي سیاستوال د وضعیت په بدلون کې رول ولوبوي ، مګر یو سیاستوال څنګه کولی شي وضعیت بدلولو کې رول ولوبوي کله چې هغه پخپله نه پوهیږي چی څوک به د ناسمو تورونو په تور ونیول شي؟ د متقاعد تورن محمد صفدر مثال پدې برخه کې د وضعیت درک کولو لپاره کافي دی

د ميا نواز شريف زوم ، متقاعد کپتآن محمد صفدر او د هغه ميرمن مريم نواز د پوځ پلوه عمران حکومت پر ضد لاريون کړي وو. هغوی د قائداعظم محمد علي جناح د مقبری بې حرمتی کولو په تور نیول شوې وو. د دې پر ضد په ټول پاکستان کې لاریونونه وشول. وروسته د سیند ایالت والي محمد زبیر یو خبریال ته وویل چې د سیند د پولیسو انسپکټر ، د مریم ، د هغې میړه او ۲۰۰ نورو په ضد د ایف آی آر درج کولو لپاره ، تښتول شوی و

بلاول بوټو په دی حقله دا ویلي دي چې دیموکراتیکه لاره دا ده چې که کومه خطا وي ، باید تحقیق یې وشي او که چا تیروتنه کړې وي ، د هغه په ​​وړاندې باید اقدام وشي. په زوره غږ چقول غلطه ده . د نن ورځې په پاکستان کې یوازینی خوندي خلک هغه څوک دي چې د پوځ ، استخباراتي ادارو او د دوی د ګران حکومت یا مشرانو په خلاف خبرې نه کوي ، مګر خلک له دې وضعیت څخه ستړي شوي او دا یو لوی انقلاب ته لاره هواروي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

هند او افغانستان  سیماییز سبات لپاره قوی دواړخیزو اړیکو په لټه کی دی