د ممبۍ ترهګریز برید قربانیان اوس هم عدالت ته انتظار باسي

لیکنه: د فهیم احمد

ژباړه: د پښتو څانګې

په ممبی کې د ۲۰۰۸م کال د نومبر په ۲۶مه له ترهګرۍ حملې څخه ۱۲ کاله تیر شوي ، خو داسې بریښي چې د پرون خبره ده. لامل یې دا کیدی شي چې ، د دې خواشینۍ پیښې تصویرلا هم د خلکو په ذهن کې ژوندۍ ښکاري. دا ځکه چې ، هغو خلکو کومو چې پدې پيښه کې خپل خپلوان له لاسه ورکړي دي ، او يا هم هغه خلک چې په دې کرغیړنه پيښه کې ټپیان شوي ، هغوی ته هیرول ناممکن دي.

له هماغه لومړیو څخه څرګنده وه ، چې برید د پاکستان لخوا شوی او لکه څنګه چې پلټنو پرمختګ وکړ، حقیقت د هند په شمول نړۍ ته څرګند شو. اوس وخت وو چې مجرمینو ته په واقعې ډول سزا ورکړل شوې وای ، خو د دولس کالو اوږده انتظار سره سره ، پدې برخه کې هیڅ پرمختګ ندی شوی. دا یوه کوچنۍ مسله نده، دا د هند پر خپلواکۍ برید وو.

په دې پیښه کې لږ تر لږه ۱۹۰ بېګناه خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په سلګونو نورټپیان شوي وو. له برید څخه وروسته سمدلاسه پاکستان له هر ډول ښکیلتیا څخه انکار کړی و، خو کله چې حقیقت په تدریجي ډول روښانه شو، نو د دې په ویلو سره یې د ځان دفاع کول پیل کړل ، چې دا کار د غیر حکومتي عناصرو لخوا ترسره شوی دی. خو حتی دا پوښښ هم د پاکستان په ګټه تمام نه شو او په دې برید کې د پاکستان استخباراتو (آی اس آی) پرسونل دښکیلتیا خبره هم څرګنده شوه.

نړیوالې ټولنې، د متحده ایالاتو په ګډون، د پیښې یادونه وکړه او پر پاکستان یې غږ وکړ چې ، د برید عاملین محکمې ته وړاندې کړي خو نوموړي هیواد په دې برخه کې تل له ځنډ څخه کار اخیستی. ډیویډ کولمن هیډلي، پاکستاني نژاده، امریکایي تبعه چې له لښکر طیبه سره ئې مرسته کړې او په پیښه کې کلیدي رول لوبولی وو، هم مجازات شو خو په پاکستان کې ترهګر لاهم له کنټرول څخه بهر دي او یا په قصدي توګه ازاد شوي دي.

هند له برید راهیسې څو څو ځلې پاکستان ته شواهد وړاندې کړي، او د ښکېلو کسانو پرضد یې د اقدام غوښتنه کړې، خو پاکستان تل د کافي شواهدو یا کوم بل عذر په کارولو سره دا مسله له پامه غورځولې او یا هم د اوږدولو هڅه کړې اوکوي ئي. تر دې دمه د یاد برید اصلي مجرمین لا نه دي محکمه شوي . پخپله پاکستاني مشرانو او رسنیو وخت په وخت په دې برید کې د پاکستان لاس لرل منلي، خو نوموړي یادې مسلې ته هیڅ پام نه دی کړی.

په دې وروستیو کې د پاکستان فدرالي تحقیقاتي ادارې (ایف آئي ای) هم منلې چې لشکر طیبه د ممبۍ په حملو کې ښکیل وه.د ممبۍ ترهګریز برید د پاکستان لخوا د خپل ډول یوازینی برید نه وو. مخکې هم او له هغه راهیسې بریدونه شوي او پاکستان تل په دې کې له لاس لرلو انکار کړیدی .د پټهان کوټ او پلوامه بریدونه ورته ډول وو. د پلوامه حمله پخپله د پاکستان د مرکزي حکومت یوه وزیر منلې چې، دا حمله پاکستان تر سره کړې وه. اوس پاکستان له دې نه لوی بل کوم ثبوت ته اړتیا لري.

پاکستان له لومړۍ ورځې څخه د ترهګرو ملاتړ کړی او د یوې وسیلې په توګه ئې کارولی دي . هغه خپلې مالي سرچینې په ترهګرو مصرف کړې او د دې له لاری ئې په ځانګړي ډول ، هند او نورو هیوادونو کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي. دوی دغه سرچینې د خپلو اقتصادي ودو او له ټولنې څخه د بېوزلۍ د له منځه وړلو، او همدارنګه د روغتیا او زده کړو لپاره ندي کارولي ، چې له همدې امله د هغه ځای خلکو په خپلو سیاسي مشرانو او نظامي رهبریت باور له لاسه ورکړی دی. کوم خلک چې پاکستان په ​​نورو هیوادونو کې د تروریزم لپاره روزلي وو ، اوس هماغه خلک د پاکستان په وړاندې راپورته شوي او د خپلو خلکو وینې تویوي.

له پلوامه برید وروسته ، هند د پاکستان په بالاکوټ کې هدفمنده برید وکړ، چې په سلګونو ترهګر پکې ووژل شول او په دواړو هیوادونو د جګړې وریځې خورې شوي وې، هند څرګنده کړه چې دوی نه یوازې د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي دي. او دا چې دوی حق لري چې دې کار ته دوام ورکړي ترڅو خپل هیواد له تروریستي حملو څخه خوندي وساتي.

له بلې خوا، نړیوالې ټولنې هم د دې پیښو یادونه کړې او پاکستان ئي تر جدي فشار لاندې دی تر څو د ترهګرو پروړاندې مؤثر اقدام وکړي. له بل پلوه ترهګرو سره په مالي مرستو پام لرونکۍ اداره فائنینشل ایکشن ټاسک فورس ـ يا ـ ایف ، آئی ، ټي ، ایف لخوا پاکستان په خړ لیست کې ځای پر ځای شوی او د بې حده زیاتو هڅو سربیره، بیا هم له خړ لیست څخه ندی ایستل شوی.

له همدې امله چې دا د نړیوالو مالي نهادونو څخه د پورونو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دی. شاید همدا لامل دی چې د لاهور د ترهګرۍ ضد محکمې په دې وروستیو کې د ممبی ترهګریز بریدونو اصلي طراح حافظ سعید د تروریستانو د تمویل په قضیه کې محکوم کړی دی. له دې څخه دا څرګندیږي چې ، چې ترهګرو ته مالي مرستو برابرولو کې د پاکستان دا عملیات اوس بریالي کیږي نه ، او که چیرې مالي مرستې ته اړتیا ولري، نو دا به د ممبۍ او پلوامې په څیر د برید عاملینو په وړاندې اقدام وکړي او هغوی ته به سزا ورکړي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت