لومړی وزیر مودی د شانګهای همکارۍ سازمان له غړو څخه وغوښتل چې سیماییز سالمیت او د بشپړتیا درناوی وکړی

لیکنه : د ډاکټر روپا نارایین داس

ژباړه : د پښتو څانګی

د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هیوادونو ۸ اړخیزه مجازی ناسته د روسیۍ په مشرۍ ترسره شوه. غونډه ، د نړۍ په کچه د خلکو په روغتیا باندې د کورونا ویروس غیر معمولي اغیزو په پس منظر کې ترسره شوې ، کوم چې د جدي ټولنیز - اقتصادي پایلو هم لامل شوی. شانګهای سازمان د خپل کار له پیل راهیسې ځان د نړۍ د نظم یو له مهمو جوړښتونو څخه ګڼلی او د سولې او ثبات په ټینګښت او سیمه کې د پرمختګ په اسانولو کې د پام وړ مرسته کوي

د شانګهای همکاری سازمان مجازي غونډې ته په وینا کې ، لومړي وزیر نریندر مودي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه ، د دې سازمان د مؤثره رهبرۍ او د غونډې د کوربه توب له امله ، مننه وکړه کله چې د کوویډ -۱۹وبا له امله ګڼی ننګونې او خنډونه راپورته شوی . لومړي وزیر مودي له غړو هیوادونو څخه وغوښتل چې د یو بل ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي. هغه وویل چې پداسې حال کې چې هند د شانګهای همکاریو سازمان هیوادونو سره نږدې کلتوري او تاریخي اړیکې ساتي، نو هندوستان باور لري چې دا اړیکې لا ژورې کړي. دا اړینه ده چې د یو بل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی د اصلي اصولو سره پرمخ یوسو. د یادونې وړ ده چې د شانګهای همکارۍ سازمان منشور د نورو شیانو سره سره ، د حاکمیت ، خپلواکۍ ، د هیوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا ، او د دولتي سرحدونو غیر منطقي یرغل او مداخلت څخه په لاس اغستلو باندې ټینګار کوی . د هند لومړي وزیر څرګند پیغام ، د مۍ له نیمې راهیسې د هند - چین په پوله د کنټرول په حقیقی لیکه ، د هند او چین د لښکرو ترمنځ دوامداره دریځ ته اشاره کوي. دواړه هېوادونه اوس وضعېت په ښه کولو بوخت دي. د دواړو هیوادونو ترمینځ په سرحد د نظامي دریځ سوله ایز حل به ، د غړو هیوادونو تر منځ د ښه ګاونډیتوب ، دوه اړخیز باور او ملګرتیا زیاته کړي

د شانګهای همکارۍ سازمان په څیر ګڼ اړخیز فورمونو کې د دوه اړخیزو مسلو راپورته کولو لپاره د پاکستان هڅو ته په اشارې سره ، لومړي وزیر مودي وویل چې دا د بدبختۍ خبره ده چې د شانګهای د همکارۍ په اجنډا کې دوه اړخیزی مسلی په غیر ضروري ډول د اوچتولو ، تکراري هڅې روانې دي چې د شانګهای همکارۍ سازمان سرغړونه ده. باید یادونه وشي چې پروسږکال د بشکیک شانګهای په ناسته کې ښاغلي مودي د غونډې په څنډه کې د چین ولسمشر شي ته ویلی وو چې هغه له پاکستان سره د سولې د پیل لپاره هڅې کړي ، خو د هغه هڅې له پامه غورځول شوې دي. هغه زیاته کړې وه چې پاکستان اړتیا لري چی داسې یوه فضا رامینځته کړي چې له تروریزم څخه پاکه وي. په حقیقت کې د تروریزم د ګواښ سره مبارزه ، د سازمان یوه له اصلي اهدافو څخه وه

په خپله وینا کې لومړي وزیر دا هم وویل چې د هندوستان د درملو صنعت ، د کورونا ویروس ناروغۍ پرمهال له ۱۵۰و څخه ډیرو هیوادونو ته لازمي درمل ورسول. هغه په ​​۲۰۲۱م کال کې د شانګهای د همکارۍ ۲۰مه کلیزه لمانځلو لپاره د هند بشپړ ملاتړ وغځاوه او د هندوستان د خپلو نوښتونو په اړه یې وویل چې د هندوستان ملي میوزیم لخوا به د بودایزم د میراث ګډ نندارتون جوړ کړی شی . په هند کې د شانګهای د خوراکي توکو فستیوال او په روسی او چینایي کې د لسو سیمه ییزو ادبي کارونو ژباړه هم ترسره شی . ښاغلي مودي د اصلاح شوي څو اړخيز سیاست پر اهمیت هم رڼه واچوله ترڅو د نړۍ هغه تمې پوره کړي چې د وبا له ټولنیزو او مالي زیانونو سره مجروع شوی

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ته د راتلونکي کال د شانګهای د سازمان د رییس په توګه مبارکی ویلو سره ، لومړي وزیر مودي له هند څخه د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ. ښاغلي مودي د شانګهای د همکاریو د شوراګانو د بلې منظمې غونډې کوربه توب لپاره د هند چمتووالی څرګند کړ. شورا د شانګهای د همکارۍ عالي شورا ده او د سازمان فعالیتونو مهمې ساحې او لومړیتوبونه ټاکي. د هندوستان د لومړي وزیر دا وړاندیز چی د شورا غونډې کوربه توب وکړی ، د شانګهای همکارۍ د ستایلو وړو موخی پرمخ وړلو لپاره یو مهم دلیل دی او داسی د هند او نورو غړی هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو لپاره هم ښه هڅونه کوي

د شانګهای د همکارۍ سازمان بریا ، د غړو هیوادونو تر منځ د دوه اړخیز باور او د عقیدی تداوم دی. د غړیو هیوادونو تر منځ دوامداره امنیتی ستونزه او د اعتماد کمښت به یوازې د سازمان لوی او ډله ایزو ګټو او هم د غړو هیوادونو انفرادي ګټو ته زیان ورسوي. د لومړي وزیر مودي دا هیله چې د شانګهای همکارۍ سازمان ته د هند ملاتړ او پراختیا زیاته کړي ، د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ یی هوساینه زیاته کړی

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت