د هند او بهرین ترمنځ اړیکې لاپیاوړې کیږي
لیکنه: د ډاکټرمحمد مدثر قمر
ژباړه: د پښتو څانګې
هند د بحرین کوچني ټاپوهیواد سره قوي تجارتي، ستراتیژیکي او کلتوري اړیکې لري ، چې د تاریخي اړیکو سره سره ، دوه اړخیزتجارتي او د خلکو تر منځ اړیکې د نیږدوالې پراساس دي. که څه هم بحرین یو کوچنۍ هیواد دی ، خو دغه سلطنت ، د ستراتیژیک له پلوه د خلیج سویل لویدیز کې موقعیت لري ځکه دا د سیمه ایز امنیت او ثبات په لحاظ ډیر مهم دی. بحرین د عرب او خلیج هیوادونو د پرمختګ نمونې بنسټوال دی. هند تل له بحرین سره قوي ډیپلوماټیکې او سوداګریزې اړیکې ساتلې دي. د پټرولیم او نورو توکو د دوه اړخیز تجارت سربیره، سلطنت نږدې ۳ لکه هندي مسافر کارګرانو کوربه توب هم کوي، چې د نوموړي هیواد په اقتصادي پرمختګ کې ئې برخه اخیستې او د ځایی ټولنو سره یې ښې اړیکې ساتلي دي
د هند د لومړي وزير نريندر مودي په مشرۍ ، د دواړو هیوادوونو تر منځ دوه اړخيزې اړيکې نوي لوړو پوړونو ته رسيدلي دي چې د ۲۰۱۹م کال په اګست کې دغه ټاپو هيواد ته سفر کوونکی لومړنی هندي لومړی وزير شو. د هند او بحرین ترمینځ دوه اړخیزو اړیکو ته د وده ورکولو لپاره د هند هڅي په پام کې نیولو سره ، د بحرين پاچا حماد بن عیسی ال خلیفه لخوا لومړي وزیر ته د بحرین امر ستره جایزه ورکړل شوه. د لیدنې په جریان کې، دواړو لورو د هند فضایي څیړنو سازمان او د بحرین د ملي فضا او ساینس ادارې ترمنځ د همکاریو او د نړیوالې لمریزې بریښنا سازمان سره د بحرین د همکارۍ په خاطر څلور هوکړه لیکونه لاسلیک کړل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزي اړیکې لا پیاوړې کوي
هند او بحرین پدې هم ژمنه وکړه چې د کوویډ-۱۹ په وړاندې مبارزه کې له یو بل سره همکاري وکړي. لومړي وزیر مودي او پاچا حماد د ۲۰۲۰م کال په اپریل کې تلیفوني خبرې کړې وې او موافقه یې کړې وه چې د دواړو هیوادونو چارواکي به په منظم ډول تماس کې وي او د کوویډ-۱۹ له ننګونو سره د مقابلې لپاره به یو بل ته هر ممکن ملاتړ چمتو کړي
بحرین هم د هغو هیوادونو له ډلې څخه دی ، کوم ته چې هند د وبا پرضد مبارزه کې د مرستې لپاره هایډروکسیکلوروکوین صادرکړی و
د هند د بهرنیو چارو وزیرډاکټر ایس جی شنکر دې اونۍ کې بحرین ته سفر کړی دی. دا د هغو دوه اړخیزوسفرونو څخه دی کوم چې د بهرنیو چارو وزیر په وروستیو میاشتو کې تر سره کړی وو ځکه چې نړیوال سفرونه او غونډې د کوویډ-۱۹ له وجه ګډې وډې شوي دي. د پام وړ خبره دا ده چې د هند د بهرنیو چارو وزیر په توګه بحرین ته دا د ډاکټر جی شنکر لومړنی سفر دی، که څه هم هغه د ډیپلوماسۍ په اوږدو کې د عرب خلیج هیوادونو سره د اړیکو په ټینګولو کې نااشنا نه دی
دا دوه ورځنۍ سفر د مختلفو دلایلو له امله ډیر مهم دی. دا به د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړي کولو کې مرسته وکړي، په ځانګړي توګه دې مهال کله چې نړۍ د کوویډ-۱۹ ناروغۍ سره مؤثره مبارزه کولو لپاره تیاري نیسي او د دغې ناروغۍ له امله خراب شوی اقتصادي حالت څخه د رغولو هڅې کوي او د کوویډ-۱۹ وروسته ننګونو لپاره چمتو کیږي. نوموړي له خپل سیال ډاکټرعبدالطیف بن راشد الزیاني سره د خبرو پر مهال، موافقه وکړه چې د دفاع او سمندري امنیت، فضا ټیکنالوژۍ، تجارت او پانګونې، زیربنا، روغتیا، هایډروکاربن او نوي کیدونکې انرژي په شمول د هند - بحرین تاریخي اړیکې لا پیاوړي کړي. ډاکټر جی شنکر د بحرین د بهرنیو چارو وزیر ته هم بلنه ورکړه چې نوي ډیلي ته سفر وکړي ترڅو په راتلونکو میاشتو کې د هند او بحرین د ګډ کمیسیون په دریمه ناسته کې برخه واخلي.
تمه کیږي چې دا لیدنه به د سیمه ایز او نړیوال نظم د بدلون په اوږدو کې، د خلیج له سیمې سره د مشارکت په برخه کې له هند سره مرسته وکړي. له اسرایل سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د بحرین او متحده اماراتو پریکړه، چې د هند لخوا ئې تود هرکلی شوی ، یو مهم سیمه ایز پرمختګ دی. نوی ډیلي د سیمه ایز متحرک بدلون په اړه پوه دی او د سیمه ایز امنیت او ثبات په لور د حرکت ملاتړ کوي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر د بحرین د ستر درستیز مرستیال او د سلطنت لومړي وزیر ولیعهد شهزاده سلمان بن حمد آل خلیفه سره هم ولیدل او د پخواني لومړي وزیر شهزاده خلیفه بن سلمان ال خلیفه په مړینه ئې خواشیني څرګنده کړه . په هند او بحرین کې یې د اړیکو د پیاوړي کولو او په بحرین کې د هندي ټولنې د سوکالۍ لپاره د پخواني پاچا مرستې یادې کړې. د لیدنې په جریان کې نوموړي په بحرین کې د هندي ټولنې له مشرانو سره یوه مجازی ناسته هم وکړه او په مناما کې ئې د ۲۰۰ کاله لرغوني شری ناتهـ جي ( شری کرشنا) مندر ته هم ولاړ چې د هند او بحرین د خلکو تر منځ د تاریخي اړیکو شاهد دی
هند او بحرین د تاریخي ، تجارتي، اقتصادي ، ډیپلوماټیکو اړیکو او مخ پر ودې سیاسي، امنیت او دفاعي همکارۍ د زرګونو کلونو پخوانی دوستانه اړیکې لري. دواړه هېوادونه د سیمه ییزې او نړیوالې سولې او سوکالۍ لپاره ګډ لید لري. د ډاکټر جی شنکرسفر به دوه اړخیزو اړیکو ته لا وده ورکړي. دا سفر به د دوه اړخیزو ګټو په برخو کې د همکارۍ د لا پیاوړتیا لپاره هم بنسټ کیږدي
Comments
Post a Comment