هند د پاکستان ډوزیر ستراتیژی رد وی
لیکنه : د اشوک هانډو
ژباړه : د ممتاز ولی
پاکستان په تیری اونۍ کی هند پروړاندی یو لړ خندا وړ تورونه پوری کړل . تش په نامه ډوزیر چی ورکی یو لړ تورونو تفصیل ورکړ شوی په یو ګډ اخباری کانفرانس کی د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی او د استخباراتی خدماتو د عامه اړیکو لوئ مد یر جنرال بابر افتخار له لوری خپور کړی شو . پدی کی وئیلی شویدی چی پاکستان په یو شمیر فعالیتونو کی د هند ښکلیتیا لرلو ثبوت ترلاسه کړیدی او پاکستان ته د ترهګرو لیږلو لپاره د افغانستان خاوره کاروی. دې دا خبره پرګوته کولو لپاره هم بی ځایه هڅه کړیده چی هند ځان ئې د ترهګرۍ ځپلې په توګه وړاندی کړی
په واضحه ډول دا ئې پخپله د ګناهګار کیدو سره په بل تور پوری کولو معامله ده . دا ئې په دقیق ډول هغه اندیښنی دي د کوم سره تیرو څلورو لسیزو راهیسی نړۍ د پاکستان په حواله لاس په ګریوانه ده . د کوم په پائیله امریکی پاکستان لپاره مالی مرسته ودرولې وه او مالی عملی ګمارل شوی ځواک کوم چی ترهګرۍ ته د سرمائ برابرولو په باب څارونکی سازمان د ی اسلام آباد تر د ۲ کلونو پوری په خړ لست کی ساتلی و او پدا وئیلو د خپل اوسنی ناستی کی د ځنی رعایت ورکولو څخه انکار وکړو پاکستان د مالی په ناوړه کارولو او ترهګرۍ ته د سرمایو برابرولو د مخه نیولو لپاره تراوسه د هغی هدایتونو سره سم عمل ندی کړی
په حیدرآباد کی د هند د سواګرۍ په ښوونځی کی د د کن ډائیلاګ ته په یو مجازی وینا د لاری په یو کټ مټ غبرږون کی د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جی شنکر پاکستان د وضیعت یو ټکان رسونکی بیلګی په توګه بیان کړو کوم چی د پولی په اوږدو ترهګرۍ ته ملاتړ برابروی . نوموړی وویل چی نړۍ په تدریجی ډول نړیوال ترهګرۍ د نړیوال طبیعت په حقله بیداره کیږی
د هند پروړاندی د پاکستان بی بنیاده تورونه پوری کولو سمدستی وروسته د بهرنیو چارو وزارت غبرږون وړاندی کړو او د پاکستان ګام د پام اړلو تاکتیک په توګه بیان کړو لدی کبله چی د تیرو څو میاشتو راهیسی په هیواد کی کورنی شخړو څخه خلکو پام بل خوا ته واړوی
باید چی دا خبره هم یاد ولرلی شی چی په پاکستان کی مخالف ګوندونو په یو خوځښت لاس پوری کړی چی دعمران خان حکومت ړنګ کړی کوم چی هغوئي د پوځ لخوا ټاکل شوی بیانوی نه چی ولس لخوا منتخب شوې وي. هند په ټینګه دا تورونه رد کړیدی او دا ئې د پاکستان مایوس کن هڅی په توګه بیان کړی لدی امله چی خپله نړیواله څیره ښه کړي. افغانستان هم د پاکستان تور په ډاګیزه رد کړی چی کابل پاکستان پروړاندی ترهګریز فعالیتونو لپاره خپله خاوره کارولو ته اجازه ورکوی
پاکستان او س پدی هیله چی هند پرضد یو نوې داستان رامینځ کړی د یو پروبیګنډ په توګه په نورو ګاونډی هیوادونو کی ګمارل شوی ډوزیر یا دوسیه د خپرولو هڅه کوی . نوی ډیلی هم لدی سره چلند کولو لپاره یو دیپلوماتیکی تیری لاس پوری کړیدی . که پاکستان دا فکر کوی چی د هغی ډوزیر ناوړه لوبه به ګټه ورسوی نو هغه د یو احمق په نړۍ کی ژوند کوی . نړۍ د پاکستان په ستراتیژۍ پوهیږی
یو څوک تیر وخت راهیسی د پاکستان په عملونو او څیړنو کی یو واضحه رحجان لیدلی شی . په جمو او کشمیر کی د کنټرول کرښی په اوږدو بیا بیا هوربند څخه سرغړونی د دغه رحجان برخی دی لدی کبله چی هند یو تیری کونکی په توګه وړاندی کړی او په هند دا تور ولګوی چی ګنی هغه په تیرو ریزم کی ښکیل دې
په ځانګړی ډول هند د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کی د راتلونکی کال د جنورۍ لومړنی نیتی څخه د یو غیر دائیمی غړی په توګه څوکۍ ترلاسه کوی . پاکستان ښائي چی په ملګرو ملتونو کی د نوی وضیعت ته مخ کیدو لپاره تیارۍ کوی
اسلام آباد په اسانۍ هیر کړی چې د القاعده ترټولو مطلوب ترهګر اسامه بن لادن په پاکستان کې درک کړې شوی و چیرته چی نوموړی لږ ترلږه ۵ کلونو راهیسی د ایبټ آباد د چاوڼۍ په سیمی کی پټ و . ورسره سم د پاکستان وزیر فواد چودهری په اوسنیو تیرو ورځو کی د هیواد په ملی اسمبلی کی دا خبره قبوله کړی وه تیر کال په کشمیر کی د هند په امنیتی ځواکونو پولوامه برید چی ورکی د هند ۴۲ امنیتی پرسونل وژلی شوی و د عمران خان حکومت لپاره یوه لویه بریا وه
دغو پیښو له مخکی څخه پاکستان لپاره دروازه تړلی چی د یو بی ګناه هیواد په توګه ځان وړاندی کړی . پاکستان به د نړیوال ټولنی په سترګو کی دوړی اچولو د ناوړه کړو وړو هڅه کولو پرتله په خپل خاوری کی د تروریزم له مینځه وړلو باندی په پام کولو سره ځان لپاره لاښه خدمت وکړی شی
Comments
Post a Comment