هند ۲۰۲۰میلادی کال افغانستان په باب په کانفرانس کی د خپل پرمختیائي مرستی وضاحت وکړو

لیکنه : د پدم سینګ

ژباړه: د ممتازولی 

د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جیشنکر د ۲۰۲۰میلادی کال افغانستان په باب په کانفرانس کی د هند د پلاوې مشری وکړله کوم چی پدی اونۍ کی په جینوا کی په مجازی ډول جوړ شوې و . د کانفرانس کوربه توب په ګډه د ملګروملتونو ، د افغانستان د اسلامی جمهوریت حکومت او فنلینډ حکومت پرغاړه و. د دی موخه ۲۰۱۵ میلادی کال نه واخلۍ تر د ۲۰۲۴ میلادی کال پوری بدلون لسیزی نیمائي برخی په دوران په افغانستان کی د نړیوال ټولنی ژمنه تصدیقولو وه 

د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړو چی هند دغه په اوسنیو تیرو ورځو کی د شاتوت ډیم د جوړولو لپاره افغانستان سره یوه هوکړه لاسلیک کړله کوم چی به د کابل ښار ۲ ملیون نفوسو ته خوندی وڅکلو اوبو برابر کړي. لدی څخه د مخه هند د ۲۰۲کلو میټرو پولی خمری د بریښنا مزی جوړ کړی و کوم چی کابل ښار ته بریښنا برابره کړې . ډاکټر جیشینکر په افغانستان کې د ټولنې د پرمختیا د لوړې اغیزې پروژې د څلورم پړاو پیل هم اعلان کړکوم چی د ۸۰ملیون امریکائي ډالرو په ارزښت یو سلو څخه زیات پروژی پرګوته کوی کوم چی هند به په افغانستان کی په کار واچوی . نوموړی وزیر د یو نزدی ګاونډی او ستراتیژک انډیوال په توګه د افغانستان او د هغی ولس په ګټه د هند د اوږدی مودی د پرمختیا په ژمنی ټینګار وکړو . تر نن نیټې پورې په افغانستان کې د هندوستان پرمختیايي بیلا بیل پانګی اچول له ۳ ملیاردو ډالرو څخه ډیر ارزښت لري. نوموړی وزیر دا خبره پرګوته کړله دا چې نن ورځ د افغانستان هیڅ یوه برخه د ۴۰۰څخه زیات پروژو د لاری چې هندوستان د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې پلې کړې ، پاتې ندي 

نوموړی دا خبره پرګوته کړله وده د هغی چارچیره غرونو جغرافیائي جوړښت له کبله محدود پاتی شوی او د هند هڅی پرګوته کړلی چی هند او افغانستان ترمینځه چا بهار بندر یو متبادل اړیکی او یو وقف شوی باروړلو هوائي دهلیز برابروی. د کوویډ ۱۹وبا په دوران د افغانستان غلی امنیت پیاوړی کولو په غرض د هند د ۷۵۰۰۰ ټنو د غنمو بشری مرسته د چا بهار بندر د لاری لیږل شوې وه 

هند په افغانستان کی سولی او پرمختیا په ډګر کی ډیره سرمایه کاری کړیده او دا باورلری چی د تیرو دوو لسیزو ګټی هرومړرو خوندی کړی شی ورسره د اقلیتونو، ښځو، او دکمزورو طبقو ګټی یقینی کړی شی . دبهرنیو چارو وزیر په افغانستان کی د تشدد کچه زیاتیدو په ترڅ کی اندیښنا څرګنده کړیده او سمدستی ورسره پراخ هوربند لپاره د هند غږ تکرارکړی 

د یو مهم ګټی خوندی کونکی په توګه هند د یوسوله ناک، خوشحاله ، خپلواک ، دیموکراتیک او یوموټی افغانستان په لوری کار کولو کی د افغانستان خلکو او نړیوال ټولنی سره لاس یو کولو سره مخ په وړاندی حرکت کولو لپاره سترګی په لار دې 

د نزدی ګاونډیانو په حیث هند او افغانستان طبعی تاریخی اړیکی لری . د هند ستراتیژک انډیوالی او د افغانستان پرمختیا ته د اوږدی مودی ژمنه دا په وخت ازمائیل شوی ملګرتیا پرګوته کوي 

د افغانستان لپاره د هند د ۳ملیاردو څخه زیات امریکائي ډالرو پرمختیائي پانګی اچولو هدف د افغان اتباغو ظرفیتونو او وړتیاو ورسره سره د حکومتدارۍ او ولسی خدماتو جوړول دي. افغانستان ته د هغی په ټولو ۳۴ ولایتونو کی د هند څه له پاسه ۴۰۰ پرمختیائي پروژو څخه ډیره ګټه رسیدلی ده . دا ئې د عموی افغانانو د یو لاښه ژوند لامل شوی 

د هند روان پرمختیائي پروګرامونه په پنځو ستنو تمرکز لری چی ورکی لوئ زیربنا پروژې، د بشری منابعو پرمختیا او ظرفیت جوړول ، بشری مرسته ، زیاته اغیزه لرونکی ټولنیز پرمختیائي پروژې ورسره هوا او زمکنی اړیکی د لاری سوداګری او پانګی اچول زیاتول شامل دي 

د هند د زیربنا و هغه لوئ پروژی چی بشپړی شویدی په هغوئي کی د افغانستان او ایران په سرحد له دل آرام نه واخلۍ تر د زرنج پوری ۲۱۸ کلو میټرو سړک لاره ، د هند- افغانستان دوستۍ ډیم او د افغانستان پارلیمان ماڼۍ شاملی دی چی دا ئې ۲۰۱۵ میلادی کال کی پرانستل شوی و او دا د افغانستان د دیموکراسۍ غوره سمبول دې 

په هند کی بیلا بیلو سکالرشیپ پروګرامونو ترلاندی ۶۵۰۰۰څخه زیات متعلمینو زده کړه ترلاسه کړیده.د ا مهال په هند کی ۱۵۰۰۰ محصلین زده کړه ترلاسه کوی . تراوسه پوری په هند کی افغان ځوانو ښځو ته لوړ تحصیلات ترلاسه کولو لپاره ۳۰۰۰ سکالرشیپونه ورکړ شویدی . د لومړنی زده کړی سربیره هندوستان په افغانستان کی یو شمیر ښځو ته مسلکی روزنه هم برابره کړیده . هیله ده چی دا شمیر هر کال زیات شی کله چی هند د افغانستان د بیاجوړنی مرستی په ترڅ کی اوږدی مودی پوری ژمنه کړیده 

ډاکټرجیشنکر وویل چی د افغانستان وده د هغی چارچاپیره غرونو جغرافیائي وضیعت له امله محدود پاتی شوی او د دی د حل کولو اړتیا ده . د چا بهار بندر د لاری هند افغانستان ته یوه متبادله اړیکه برابره کړیده . په افغانستان کی د کوویډ ۱۹ وبا ننګونی چاره کولو په خاطر هند ۲۰ ټنو څخه زیات ژوند بښونکی داروګان او نور تجهیزات لیږلی دي

Comments

Popular posts from this blog

پاکستان ولې خپل ګریوان ته سر نه ټیټوي

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند او لیتوېیا مناسباتو کی نوی پرمختګ