د امريکا ولسمشريزي ټاکني او هند او امريکا ترمنځ اړيکي


ليکنه: د چنتامني مهاپات

ژباړه : د هريندر کمار سواتي

او وينا: د پوشپا کماري

پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو رسمي اعلان به نور څو اونۍ وخت ونیسي ، د رایو شمیر خاي چې جو بایډن به د متحده ایالاتو راتلونکی ولسمشر شي . د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنې د ۲۰۲۰م ميلادي کال د نومبر په ۳مه نیټه سپینې ماڼۍ ته د څلور کلنۍ سیاليو په تاریخ کې ترټولو جنجالي انتخابات و له کله راهیسې چې متحده ایالات د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د يو ستر قدرت په توګه راڅرګند شوي . د نړیوال جنتري په هر څلورم کال نومبر په میاشت کې کيدونکي ټاکنې داسې پیښه ده چې نه یوازې د امریکا خلکو بلکې ټولې نړۍ لپاره د الاقي وړ ده 

البته د متحده ایالاتو د ۲۰۲۰م کال ولسمشرۍ ټاکنو غټ بدلون راوستي. دا ټاکنې د کووید-۱۹ ناروغۍ ترمینځ ترسره شوي کله چې متحده ایالات له ویروس له امله ترټولو اخته هیواد و او دلته په نړۍ کې ترټولو زيات خلک مړه شوي . عمومي شعور خايي چې ډیر امریکایان د ټاکنو په جریان کې د کرونا ویروس له ویرې رایه نه ورکوي . مګر دا ریکارډ دي چي په یوه پیړۍ کي دا د راي ورکونکو ترټولو زيات شمير وو. په ټوله نړۍ او حتی په متحده ایالاتو کې عامه انګیرنه دا وه چې ټاکنې به د ټرمپ په ولسمشرۍ يو ريفرنډم وي او د ډيموکراټانو څپه به ډونالډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ څخه وباسي. مګر د رایو اوږد شمیر په څرګنده توګه په ګوته کړه چي ډيموکراټ څپي شتون نه درلود 

پرځای یې ، د خلکو لوی شمیر خلکو چې ولسمشر ټرمپ ته یې رایه ورکړې سروې يي غلط ثابت کړې. رایی ورکونکو مخکې ۲۰۱۶م کال کي ولسمشرۍ ټاکنو او د ډونلډ ټرمپ د بریا په اړه وړاندوینه غلطه ثابته کړي وه . دا ځل دوی بيا تیروتنه وکړه او نږدې نیمايي رایی ورکوونکو د متحده ایالاتو ولسمشر ته رایه ورکړه

شدید اقتصادي کړکیچ ، د بیکارۍ لوړه کچه ، د روغتیا زیربناو کمښت ، د توکميز تبعیض پروړاندې د هیواد پراخ لاریون او د پولیسو وحشت داسي ونکړه چي ګيني خلک به ټرمپ په حق کي راي ورنکړي او د جو بایډن په حق کي ډيوکراتيکه څپه عملي نشوه 

دې سناریو ډونلډ ټرمپ وهڅاوه چې د شمیرنې له پای ته رسیدو دمخه د خپل بریا اعلان وکړي. د ريپبلکن ګوند ډیرو سیاسي مشرانو سمدلاسه ځان د ټرمپ له دریځ څخه لرې کړ. سربیره پردې ، د ولسمشر ټرمپ د رایو د درغلیو او د رایو شمېرنې غلطو تورونه منلو لپاره زيات غړي شتون نلري 

د ټرمپ کمپاین ټیمونو لخوا په ۴۰ مختلفو ایالتونو کې په سلګونو قضیۍ ثبت شوې ترڅو د شمېرنې مخه ونیسي ، د رایې ورکولو مخه ونیسي یا رایی شمیرنه ودروي مګر د متحده ایالاتو اساسي قانون هیچا ته دا اختيار نه ورکوي چې د رایو د قانوني شمېرنې مخه ونیسي. په پاتي ایالتونو کې شمیرنه دوام لري او دا رجحان په دوامداره توګه پاتې دی ، که څه هم دا په ګوته کوي چې جو بایډن به وکولی شي سپینې ماڼۍ ته د ننوتلو لپاره د ۲۷۰ جادويي شمیرترلاسه کړي

د بایډن تر ادارې لاندې راتلونکې کې د هند او متحده ایالاتو اړیکو لپاره څه شتون لري؟ لومړی او مهم ، جو بایډن د هند لپاره یو پیژندل شوی سیاسي شخصیت دی. هغه شاوخوا درې لسیزې د متحده ایالاتو مشرانو په جرګه کې و ، او د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې شانداره دنده ترسره کړې. هغه د اوباما د ادارې پرمهال اته کاله د متحده ایالاتو د ولسمشر د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې. لومړي وزیر نریندر مودي له ولسمشر بارک اوباما سره خورا ښې ، همکارۍ او ګټورې اړیکې درلودې

د هند ډیپلوماسي به د بایډن ادارې په جریان کې له متحده ایالاتو سره د ستراتیژیکو همکاریو لا پیاوړتیا لپاره په اسانۍ سره راحت ومومي. په هندوستان کې ډیری اندیښنې وې کله چې بارک اوباما د متحده ایالاتو ولسمشر جوړشوي وو او د خپل پخواني ريپبلکن غړي ځاي يي اخستي وو . دا شک موجود وو چې ایا ولسمشر اوباما به د ولسمشر بوش لخوا شوي تړونونه او ژمنې سرته ورسوي؟

لکه څنګه چې څرګنده شوه ، د هند - متحده ایالاتو اړیکې خورا پیاوړې شوې او هند د آسیا د پالیسۍ لپاره د اوباما محور وپیژندل شو. کله چې ډونلډ ټرمپ ولسمشر شو ، نو آسیا ته یې د محور نظریه بدله کړه او نوی نوم یې ورکړ - د هند - آرام سمندر تګلاره . بیا هم هندوستان په دې کې د ټرمپ ادارې لخوا د کلیدي لوبغاړي په توګه په پام کې ونیول شو

چین به د متحده ایالاتو لپاره اصلي ستراتیژیکي ننګونه وي. داسې ښکاري چې پاکستان به د متحده ایالاتو لپاره داسي سر درد جوړ وي. پدې توګه به د بایډن ادارې په جریان کې د هند - متحده ایالاتو اړیکي به داسي وده ومومي . د هند سره د نږدې اړیکو لپاره د متحده ایالاتو ملاتړ به خامخا پرمخ ولاړ شي










Comments