پاکستان حکومت د داخلي ستونزو څخه پام د اړولو هڅه کوي

لیکنه د ـ معين الدين خان

ژباړه او وينا د ـ سنجیو کمار

د پاکستان حکومت اوس مهال ترټولو خراب له کورني بحران سره اخته دی. دا بحران څو اړخیزه دی. له یوې خوا ، پوځ او د عمران حکومت د مخالفینود غندنو سخت برید یا نیوکې لاندې دي. او بلي خوا پوځ په سیاسي چارو کې د لاسوهنې له لارې په دیموکراسۍ او په اساسي قانون برید کوي او په دې کې د عمران خان په څیر سیاستوال له پوځ سره همکاري کوي. د عمران خان حکومت خپلې ناکامۍ له خلکو نه پټوي . له ټولو خواوو د عمران حکومت تر نیوکې لاندې دی. په داسې حالت کې ، حکومت نه پوهیږي چې څه وکړي ، او پوځ هم هیڅ لاره نه لري. په داسې حالاتو کې ، د هند په وړاندې دښمنۍ هڅول ، د پوځ او حکومت لپاره اسانه لاره ده . په دې توګه ، د هندوستان پرضد يي په منظم ډول يو پلان شوي کمپاین پیل کړي . نړۍ پوهیږي چې پاکستان تل تروریزم ته وده ورکولو کې مخکښ پاتې شوی او پرله پسې په ګاونډیو هیوادونو کې تروریزم ته وده ورکولو لپاره تخریبي فعالیتونه ترسره کوي. پاکستان د نړیوالو سازمانونو څخه څو ځله خبرداری هم ترلاسه کړي. خپلي کورنۍ مسلي حل کولو کې ناکام شوی دا حکومت وس نه لري چې له خپلو ستونزو سره مخ شي

البته پاکستان ویلي چې دا په هند کي او په ځانګړي توګه جمو او کشمیر کې د ترهګرۍ سره هیڅ تړاو نه لري. مګر څه موده وړاندې د عمران خان د ساینس او ​​ټیکنالوژۍ وزیر فواد چوهدري ويلي وو چې د پولواما پيښي له لاري موږ هند ته ورننوتو او مرګ ژوبله مو وکړه . دوي پخلي وکړه چې تېر کال په مرکزي پولیسو باندې شوی ترهګریز برید پاکستان پلان کړی و. خو بلې خوا نوموړي دا هم وایي چې پاکستان په داسې ترهګريزو فعاليتونو کې هیڅ شمولیت نه لري. اوس وخت پاکستاني پوځ نه یوازې ترهګری ته وده ورکوي بلکې د کنتټرول کرښې او د نړيوالې پولې تر څنګ اوربند هم ماتوي چي ورکي ملکي وګړي هم وژل کېږي. په دې اړه د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر ته هم شکایت شوی ، خو پاکستان بي ځايه خبرونو او غلط اطلاعاتو او افواهګانو د خپرولو خپلې هڅې نه دي بندې کړي. څو ورځي مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یوه خبري کنفرانس کې هڅه وکړه چې دروغو په واسطه ماحول خراب کړي. د نوموړي له مطبوعاتي کنفرانس څخه ، دا روښانه ده چې د پاکستان حکومت وس نه لري چې خپلو خلکو ته د خپلې اقتصادي او سیاسي ناکامي وجه وړاندي کړي او د خلکو پاملرنه له دې مسلو څخه غیر ضروري شیانو ته اړوي

په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ، شاه محمود قریشي ادعا وکړه چې اسلام آباد به په ملګرو ملتونو کې د هند پروړاندې شواهد وړاندې کړي او دا به ثابته کړي چې هند په پاکستان کې ترهګري ته وده ورکوي. ښاغلي قریشي دا ادعا په داسې وخت کې وکړه کله چې د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د کارمندانو لوی درستیز د دې لاریون لپاره راغوښتی و چې پاکستان د کنټرول ترڅنګ له اوربند څخه سرغړونه کوي. که د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر یا بل څوک د هند پروړاندې کوم ثبوت لرلې وای ، نو ایا دوی به تر دې دمه چوپ پاتې شوای وای؟ دا ډول دروغ اکثرا پخپله د پاکستان لخوا د خلکو د ګمراه کولو لپاره خپریږي او پخپله پاکستاني ورځپانو دا پوښتنه کوي چې که حکومت د دې تور لپاره کوم ثبوت لري نو ولې نه وړاندې کوي؟ دا په داسې حال کې ده چې حتی په پاکستان کې هم هیڅوک د حکومت پر دا ډول ادعاوو باور نلري او هیڅ څوک د دې څرګندونو ته جدي پام نه کوي. د پاکستان واکمن باید په دې پوه شي چې دا ډول ډرامه اصلی ستونزه نه حل کوي ، بلکه پخپله د حکومت اعتبار او باور له منځه ځي . د خپلو خلکو او د نړیوالې ټولنې باور تر لاسه کولو لپاره ، د پاکستان واکمنان باید اول ځان د باور وړ جوړ کړي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت