لومړي وزیر د کوویډ- ۱۹ پر ضد ګډ عمل لپاره غوښتنه وکړه

لیکنه: د کوشک رای؛ اې آی آر: د خبر شنونکی

ژباړه: د پښتو څانګې

لومړي وزیر نریندرا مودي د کوویډ- ۱۹ د مخنیوي، مدیریت او د چمتووالي په اړه بیاکتنې لپاره، د ویډیو کنفرانس له لارې د ټولو ایالتونو او د مرکزي حوزې د وزیرانو سره د لوړې کچې غونډې مشري وکړه. په دغه غونډه کې یې د اتو ايالتونو باندې ځانګړی ټینګار وکړ. دا ایالتونه هریانا،ډهلي، چهتیسګره، کیرالا، مهاراشترا، راجستان، ګجرات او لویدیځ بنگال دي. د غونډې په جریان کې د کوویډ - ۱۹ واکسین د جوړولو، توزیع او د ادارې په مسلو باندې هم خبرې وشوې.

لومړي وزیر یادونه وکړه چې هند د ګډو هڅو له لارې د ناروغۍ پر ضد مبارزه کړې ده. د بیا رغونې او د مړینې کچې، له مخه هند وضعیت د نورو هیوادونو په پرتله ښه دی. هغه د تشخیصولو او د درملنې شبکې د پراختیا په اړه خبرې کولو سره وویل چې د پي ایم پاملرنې په فنډ باندې ځانګړې ټینګار د وینټیلیټرونو برابر کولو لپاره دی. هغه زیاته کړه چې هڅې روانې دي ترڅو د طبي کالجونه او ولسي روغتونونه د اکسیجن تولید په شرایطو خود کفا شي، او خبر یې ورکړ چې له ۱۶۰ څخه ډیر د آکسیجن جوړولو پروسه روانه ده.

ددې په بیانولو سره چې دا مهمه ده چې پوه شي، خلکو څنګه د وبا په وړاندې غبرګون ښودلی، لومړي وزیر مودي وویل چې دا په څلور مرحلو کې ویشلی شي، لومړی پړاو د ويرې و، کله چې خلک ډير ويريدل ، دوهم پړاو کې د ویروس په اړه شکونه راپورته شول، کله چې ډیری خلکو د خپلې ناروغۍ د پټولو هڅه وکړه، دریمه مرحله د منلو وه، کله چې خلک د ویروس په اړه ډیر جدي شول او لا ډیر بېداری یې وښوده او په څلورمه مرحله کې، د بیارغیدو کچې ډیریدو سره، خلکو د ویروس څخه د خوندیتوب غلط تصور رامینځته کړی، پدې توګه د غفلت پیښې زیاتې شوې. لومړي وزیر ټینګار وکړ چې په دې څلورم پړاو کې د ویروس د جدي توب په اړه د پوهاوي لوړول خورا مهم دی. هغه یادونه وکړه چې په نورو هیوادونو کې د ناروغۍ خپریدنه چې مخکې کم شوی و، بیا مخ په زیاتيدو ده. همدارنګه بيا خپریدنه د هند په څو ایالتونو کې هم لیدل کیږي چې د ادارې لخوا لا ډیر جدی توب ښودلو او احتیاط نیولو ته اشاره کوي.

ښاغلي مودي وویل چې د آر ټي ـ پي سي آر تشخیصونو زیاتول ضروري دي، د ناروغانو غوره څارنه کول، په ځانګړي توګه د هغو چې د کور په انزوا کې دي، په کلي او په ټولنیزې کچې روغتونونه په ښه ډول مجهز کول او د ویروس څخه خوندیتوب لپاره د پوهاوي کمپاینونه پرمخ وړل مهم شوي دي. هغه وویل چې زموږ هدف باید دا وي چې د مړینې کچه له ٪۱ څخه ټیټه شي.

لومړي وزیر ډاډ ورکړ چې حکومت د واکسینونو د رامنځته کولو د هڅې په پرمختګ باندې له نږدې څارنه کوي او حکومت د هند د واکسین جوړونکو او تولید کونکو سره، د نړیوالو تنظیم کونکو سره، د نورو هیوادونو حکومتونو او څو اړخیزو بنسټونو او نړیوالو شرکتونو سره په تماس کې دی. هغه زیاته کړه چې په دې باور ولرئ چې د هیواد وګړو لپاره به واکسین ټول اړین ساینسي معیراونه پوره کړي. هغه ټینګار وکړ لکه څنګه چې د کوویډ پروړاندې مبارزه کې د ټول ژوند خوندي کولو باندې تمرکز شوی، په همدې توګه لومړیتوب به دا وي چې واکسین هر چا ته برابر شي. حکومتونه باید په ټوله کچه په ګډه کار وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د واکسین کولو هڅه په څو اړخيزه او دوامداره ډول ګټه ترلاسه کړي.

لومړي وزیر مودي وویل چې د واکسین کولو لومړیتوب د ایالاتو سره په سلا مشوره کې نیول کیږي.له ایالاتو سره د اضافي یخ زیرمې ته اړتیاوو په اړه هم بحث شوی. هغه د ښه پایلو لپاره د وزیرانو څخه وغوښتل چې د ایالت په کچه رهبري کمیټې او د ولایت او ولسوالیو په کچه کاري ځواک منظم څارنه وکړي.

لومړي وزیر وویل چې تیري تجربې راته وایي څنګه د واکسینونو په اړه څو انګازه او افواه خپرېږي. کیدی شي چې د واکسین د ناببري تاثیراتو په اړه افواه خپره شي. هغه ټینګار وکړ چې د دغه ډول هڅو مخنیوی باید د مدني ټولنې، د این سي سي او این ایس ایس زده کونکو او رسنیو په شمول د هرې ممکنه مرستې په کارولو سره د لوی پوهاوي خپرولو له لارې وشي.

د ایالتو وزیرانو د لومړي وزیر د مشرۍ توب ستاینه وکړه او د مرکزي حکومت څخه یې په ولایتونو کې د روغتیا جوړښتنو په پراخ او قوي کولو کې د لازمې مرستې برابرکولو لپاره مننه وکړه. دوی د خپلو ایالتونو کې د ځمکني وضعیت مفصل معلومات وړاندې کړل. د قضیو د زیاتوالي په اړه یې هم معالومات ورکړل. دوی د کوویډ وروسته د پیچلتیاوو ، د تشخیص ډیروالي لپاره اخیستل شوی اقداماتو، په ایالتي پولو باندې د نارغي د تشخیص لپاره پیل شوي ګامونو، د کور څخه کور ته ترسره کیدو د تشخیص او همداسې نور د ناروغۍ د مخنیوي پر تدابیرو باندې خبرې وکړې. دوی د واکسین کمپاین په اړه هم بحث وکړ او خپل نظرونه یې څرګند کړل.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

هند او افغانستان  سیماییز سبات لپاره قوی دواړخیزو اړیکو په لټه کی دی