د پاکستان ویجاړونکی ذهنیت: ګلګټ او بالتستان



ليکنه: معين الدين خان

ژباړه: د پوشپا کماری

دا څرګنده ده چې پاکستان د سویلي آسیا په سیمه کې یو داسې هیواد دی، چې ورو ورو یې تخریب ته وده ورکړې، دا نه چې دا ورانکارې کړنې یوازې په ګاونډیو هیوادونو منفي اغیزه کوي، بلکې پخپله پاکستان هم ددی لپاره دروند قیمت ادا کړی دی. د دې اصلي لامل دا دی چې د پاکستان بهرنۍ تګلاره د ملکي واکمنانو پرځای د پوځ لخوا ټاکل کیږي. د پوځ ورته ذهنیت په ۱۹۷۱م کال کې پخپله پاکستان لاسلیک کړ. خو د دې لویې پیښې وروسته هم هلته نظامي تاسیساتو خپل تخریبي فعالیتونه ندي بند کړي او پوځ غواړي چې د خلکو لخوا د ټاکنو په واسطه غوره شوي سیاستوال او واکمنان د هغوی په اشارو نثا وکړی. هاغه واکمنان چې د اردو دریځ او وخت ننګوي نو نه یوازې د کودتا له مخې شړل کیږي بلکې په بیلابیلو لارو شکنجه کیږي. څنګه تمه کیدای شي چې پوځ به هیواد کې ښه ریکارډ ولري. ایا پوځ به له ګاونډیو هیوادونو سره ښه چلند وکړي یا د سولې لامل به وګرځي! شاید ځواب نه وو اوسې 

دا د اتفاق خبره ده چې ملکي واکمنان څوک چې اوس په واک کې دی، هغوی هم د پوځ ملګری او ملاتړ کونکی دی. هو! لومړی وزیر عمران خان د پوځ ملاتړ کوونکی دی. په دې حقیقت نه یوازې پاکستان بلکې نړیواله ټولنه هم پوهیږي، چې د پاکستان پوځ عمران خان د لومړي وزیر د جوړولو لپاره مختلف تکتیکونه کارولي او انتخاباتي درغلیو له لارې یې دومره څوکۍ ترلاسه کړې چې هغه حکومت جوړ کړاي شي. له همدې امله د پاکستان د چپي ګوندونو مشران هغه ټاکل شوی لومړی وزیر نه بلکې انتساب شوی لومړی وزیر بولي نن سبا، چپي ګوندونه د عمران حکومت او په ځانګړي توګه د پوځ د سیاسي فعالیتونو پرضد عمومي غورځنګ پيل کړی، چې پوځ او عمران خان دواړه یې خفه کړي دي. دې خفګان عمران خان او د هغه ملګري دومره مغشوش کړی چې دوی د هندوستان پرضد د برعکس بیانونو ورکول پیل کړي 

ځینې وختونه د پاکستان د واکدارانو لخوا ویل کیږي چې د مخالفو ګوندونو مشران د هند په اشارو د پاکستان پوځ بدناموي او ځینې وختونه بیا دوی ژاړي چې هند همیشه پاکستان د ترهګرۍ په خپرولو تورنوي. شاید دوی په دې غلط فهمی کې ورک دي چې په داسې ویناوو به پاکستان د ترهګرۍ داغ له مینځه ویسي، خو دا ناشوني ده. د عمران خان وزیرانو پدې وروستیو کې یو حقیقت منلی هم دی چې هغه یې ردوي 

د مثال په توګه، پاکستان تل وایي چې پاکستان د ترهګریزو پېښو سره هیڅ تړاو نه لري، کوم چې په جمو او کشمیر کې پیښیږي، خو د پاکستان یوه وزیر په تودو احساساتو وویل چې پروسږکال په پلوامه کې، د جنوري په میاشت کې د سي آر پي ایف د څلویښتو سرتیرو په شهادت رسیدل د پاکستان کار وو. یا په بل عبارت، هغه په بشپړ ډول ومنله چې دا تروریستي عمل د پاکستان لخوا ترسره شوی وو. نوموړې دا د "زړورتیا" عمل وباله او ویې ویل، "موږ ویاړو چې دا کړنه مونږ تر سره کړي او هندي سرتیري مو وژلی دې 

د ویلو اړتیا نشته چې ـ ایف ای ټي ایف ـ په دې وروستیو کې، د پاکستان په اړه ویلي چې د ترهګرو پروړاندې د مبارزې لپاره یې خپل هدف نه دی پوره کړی، نو ځکه باید په خړ لیست کې وساتل شي. دا د ترهګرۍ پرضد د پاکستان ریکارډ دی 

په دې وروستیو کې، عمران خان وویل چې ګلګت بلتستان به په لنډ وخت کې د پاکستان د یوه منظم ولایت په توګه وپیژندل شي، پداسې حال کې چې دا سیمه د جمو او کشمیر یوه برخه ده کوم چې د مخه شمالي سیمه بلل کېده. په هرصورت، ګلګت، بلتستان او مقبوضه کشمیر د هند هغه برخې دي چې د پاکستان لخوا په غیرقانوني ډول نیول شوې دي. ګلګت بلتستان د چین - پاکستان اقتصادي دهلیز پروژه کې هم شامل شوی دی، چې پکې چین پانګونه هم کړې ده. هند لا د مخه د دې پرضد احتجاج کړی وو خو عمران خان په دې وروستیو کې د دې سیمې په اړه چې د پاکستان د نوې صوبې په جوړولو خبرې کړي یوه نوی فتنه رامینځته کړې 

پاکستان باید دا په ښه ډول درک کړي. چې روانې هڅې له بشري حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونه ده. له اوو لسیزو راهیسې د دې سیمې د خلکو اساسي حقونه تر پښو لاندې شوي او دا سیمه اساساً د جمو او کشمیر یوه برخه ده

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت