اسرو د کویډ ۱۹ وبا په جریان کې لومړنی سپوږمکۍ وتوغوله

لیکنه : د بیمن باسو، د ساینس لوړ پوړی مبصر

ژباړه: د پښتو څانګې 

د اوسني کوویډ – ۱۹ وبا مخنیوی ته اهمیت ورکولو سره سره، د هند فضایي څیړنې سازمان (اسرو) د بنګال ساحل ته څیرمه د سري هري کوټه ټاپو کې شتون شوی د ستیش دهوان فضایي مرکز څخه په دې وروستیو کې د ۲۰۲۰م میلادي کال لومړۍ سپوږمکۍ په لاره واچوله. د ځمکې څارنې سپوږمکۍ EOS-01 له ځانه سره د دریو هیوادونو ۹ کوچني پیرودونکي سپوږمکۍ هم وړلې. بهرني سپوږمکیو کې له لیتوانیا څخه تجرباتي سپوږمکۍ، د لکسمبرګ څخه څلور سمندري کاری سپوږمکۍ او له متحده ایالاتو څخه څلور ریموټ سینسینګ سپوږمکۍ شاملی وی. د اسرو راکیټ PSLV-C49 باندې سپرې شوې ټولې سپوږمکۍ په ترتیب سره د دوی په خوښه شوي مدار کې ځای په ځای شول. دا د تیر کال د دسمبر له ۱۱مې نیټې څخه وروسته د اسرو لومړی توغونه و چې د سه شنبې په ورځ تر سره شو. تیر کال قطبي(پولر) سپوږمکۍ لیږدونکی موټر PSLV-C48 د ځمکې څارنې سپوږمکۍ ځای په ځای کړې وه.

د دې کال په جنوري کې، اسرو فضا ته د مخابراتو سپوږمکۍ جي سیټ – ۳۰ استولې وه، مګر دا د فرانسوي ګیانا څخه د آریانا راکټ په کارولو ترسره شوی و. لدې وروسته، د اسرو د توغولو مهال ویش په بشپړ ډول د کورونا ویروس ناروغۍ له امله ګډوډ شو. اسرو په ۲۰۲۰-۲۱ مالي کال کې له ۲۰ څخه د ډیرو سپوږمکیو د توغولو پلان درلود، چې پکې لوړ ماموریتونه لکه ادیتیا ایل - ۱ چې لمر ته لومړنی سپړونکی ماموریت دی، او بې پیلوټه ګګنیان، چې د هند لومړنۍ انساني فضایي الوتنې وي، شامل و. 

د ۶۳۰ کیلو وزن لرونکی اي او ایس – ۰۱ د ځمکې څارنې سپوږمکۍ ده چې د کرهنې، ځنګلاتو او ناورین مدیریت په ملاتړ کې کارول کیږي. دا د ټول موسم رډار ایمیجګ سپوږمکۍ ده چې به د RISAT-2B او RISAT-2 BR1 سپوږمکیو سره په ګډه کار وکړي چې تیر کال توغول شوي وی. دا سپوږمکۍ به د پولې څارنې، د بلواګرو د نفوذ مخنیوي او د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو لپاره هم وکارول شي.


لکه څنګه چې د اسرو مشر، ډاکټر کی سیون د سپوږمکۍ له توغولو وروسته څرګنده کړه، دا ماموریت د اسرو لپاره خورا ځانګړی او غیرمعمولی و ځکه چې فضایي فعالیت د "کور څخه کار" رژیم سره نشي تر سره کیدی، لکه څنګه چې د وبا په اوسني وضعیت کې معمول دی. هر یو انجینر باید په لابراتوار، صنعت، د ادغام ځای کې او همدارنګه په ساحه کې شتون ولري او په ځانګړې توګه هغه وخت، کله چې موږ د دې په څیر د لانچ ماموریتونو په اړه وغږیږو. مګر هغه ډاډ ورکړ چې ټول کار د روغتیا پروتوکولونو په تعقیبولو او د ټیم خوندیتوب په پام کې نیولو سره سرته رسیدلی و – په رښتیا دا لویه لاسته راوړنه وه.


په بریالۍ توګه د سپوږمکۍ دغه توغونه یوځل بیا د پی ایس ایل وي راکټ لوړ اعتبار څرګند کړ، کوم چې د اسرو لپاره ډیر کاریدونکی ثابت شوی دی. تر دې دمه د ۵۱ توغونو څخه، دا راکټ یوازې دوه نابریالیتوب او یوه لږ برخه نابریالیتوب سره مخ شوي دي. پي ایس ایل وي په ۲۰۰۸م کال کې سپوږمۍ ته د هند لومړی ماموریت او په ۲۰۱۳م کال کې مارس ته د مارس مدار میتود په لاره اچولو لپاره هم کارول شوی دی.

د پي ایس ایل وي د سپوږمکۍ په بریالي توګه د توغولو له امله اسرو د څو کلونو راهیسې نړیوال پیرودونکو ته د پي ایس ایل وي له لارې خدمت وړاندې کوي. تر اوسه د ۳۳هیوادونو ۳۱۹ بهرني سپوږمکۍ د پی ایس ایل وي لخوا د دغه په ۲۷ توغونو کې په بریالیتوب سره مدار ته ورلیږدول شوي دي. په دې هیوادونو کې الجیریا، ارجنټاین، اتریش، بلجیم، کاناډا، ډنمارک، فرانسه، جرمني، انډونیزیا، اسرایل، ایټالیا، جاپان، لیتوانیا، لوګزامبورګ، هالنډ، د کوریا جمهوریت، سینګاپور، سویس، ترکیه، انګلستان، متحده ایالات او ډیری نور شامل دي.


د سپوږمکۍ توغولو ډیریدونکي غوښتنې سره مقابله کولو لپاره اسرو دمخه د سپوږمکۍ مجلس، ادغام او ازموینې لپاره درې خصوصي لوبغاړو ته قراردادونه ورکړي دي. اسرو هیله لري چې دا به د خصوصي صنعت لخوا بشپړه سپوږمکۍ پرمختګ لپاره لاره هواره کړي. اوس مهال، ادارې په کال کې له ۱۲ څخه تر ۱۸ سپوږمکۍ د جوړولو هدف ټاکلی دی.


اسرو اوس لومړنی هندي کس له هندي خاورې څخه فضا ته استولو لپاره چمتوالی نیسي. په ۲۰۲۲م کال کې به د هیواد د خپلواکۍ ۷۵ کلیزې دمخه لومړۍ هندي عمله د ټیټې ځمکې مدار ته واستول شي. د بریالیو د لړۍ تر شا اسرو دا هدف پوره کولو لپاره هیله مند کیدی شي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت