د امریکا اقتصادی جګړه – نړیواله اندیښنه


لیکونکی : نصرت ظهیر احمد 

ژباړه : د پشتو څانګی

د نړۍ دوو لوی اقتصادی قوتونو، امریکا او چین ترمنځ روانه اقتصادی جګړه چی کله په یو بل بندیزونه وضع کوی او کله هم د یو بل پر خلاف خبری کوی په دی وروستیو کی یی د نړۍ تقریباً ټول پرمختلوکی او وروسته پاتی هیوادونه په تشویش اخته کړی دی.همدا راز د ایران او امریکا تر منځ روان اټومی خوندی توب هم یو منفی رول ادا کوی په خاص ډول هغه اسیائی هیوادونه یی هم له مشکلاتو سره مخ کړی کوم چی له اقتصادی ستونزو سره په لاس او ګریوان دی او له ایران څخه تیل پیری چی په یو نه یو ډول ورته ګټور ثابتیږی.د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو اونۍ وړاندی په چینائی توکو د محصول لوړولو سره او د چین ترټولی لوئی موصلاتی توکو جوړونکی (هوئۍ وې) ټیلی کام کمپنۍ هم په تور لیست کی شامله کړه، چی په غبرګون کی ئی چین هم په واضع ډول په امریکا د اقتصادی ترهګرۍ تور پوری کړ. او خبر داری ئی ورکړی چی چین د اقتصادی جګړی په ضد دی خو ډاریږی نه. له بلی خوا د امریکا ستونزه د ټرمپ د اداری په وینا دا ده چی د چینائی توکو په واردولو سره د دوی خپلی کمپنی په خاص ډول هغه کمپنی کوم چی بریښنائي توکی لکه، کمپیوټر،موبائل او داسی نور شیان جوړوی له اقتصادی ستونزو سره په لاس او ګریوان دی چی د امریکا په اقتصاد ئی هم منفی اغیزه کړیده. که څه هم په امریکائی پالیسیو نیوکه کونکی وایی چی په چینائۍ توکو محصول زیاتول د ولسمشر اقتصادی پریکړه لږه او سیاسی ستونزه ډیره ده. د امریکا هیله بی ځایه هم نده. له بلی خوا چین هم ورته عکس العمل ښودلی او که د چین په میډیا باور وشی نو بیجینګ هم کولی شی چی په امریکا د نایاب معدنیاتو سپلائی وتړی کوم چی په لوړو تخنیکی کارونو کی پکاریژی .که داسی وشی نو دا به د چین په وړاندی سخته فیصله وی. دا ډول نایابه معدنیاتو اجاره داری چین تر لاسه کړی او د نړۍ ۹۵٪ دا ډول معدنیات هم په چین کی پیدا کیږی.پدی وخت کی د چین دولتی میډیا او نورو دولتی ادارو د امریکا په ضد تبلیغات شروع کړی او په خلکو کی د وطن پرستۍ احساس د را ژوندی کولو هڅی روانی کړی شوی له کوم څخه چی جوتیږی چی په راتلونکی کی به د چین کمیونست ګوند د امریکا په خلاف د اوږدی جګړه پیل کولی شی. که چین امریکا ته صادریدونکی پخپلو نایابو معدنیاتو بندیز ولګوی نو دا به د امریکا بریښنایی کمپنیو ته نور هم مشکل رامنځ ته کړی او همدا راز امریکایی کمپنی به پدی وجی په نړیوال بازار کی نور هم وروسته پاتی شی .د چین د دی ګواښ په ځواب کی د امریکا د دولت لخوا ویل کیږی چی موجوده شرایطو له امله مونږ کلونه کلونه سوداګریز پریشانۍ زغملی دی نو د ډونالد ټرمپ ځانګړی پاملرنه به په اوس وخت کی دا وی چی چین شاته وتمبول شی.له دی سره د امریکا اعلی سرقوماندان او د پنټاګون لوی درستیزپه خپره شوی اعلامیی هم نظر خپریژی چی پکی ویل شوی چی په جنوبی چین په سمندر کی د چین لخوا زیاتیدونکی اغیزی د مخنیوی لپاره د نړیوالو قوانینوګډ تطبیق یا پلی کول ضروری دی. د یادولو وړ ده چی د د ی منطقی پنځه هیوادونو ویت نام ، مالیزیا، برونائی، اندونیزیا او فلیفین په خپلو منطقو کی د چین ادعاوی رد کړیدی او د دی په خلاف ټینګ ولاړ دی .ښکاره ده چی امریکا نوموړی هیوادونه د چین په خلاف د درولو اشاره کړیده . که څه هم امریکا نه غواړی چی فوځی عملیات تر سره کړی یوازی غواړی چی چین پوه کړی تر څو د نړیوالو سرحدونو درناوی وکړی.

له دی سره سره د اقتصادی بندیزونو یوه جبهه د امریکا او ایران تر منځ هم شتون لری چی امریکا د ذروی وسلو په نوم ایران په خلاف سوداګریز بندیزونو په لګولو بریالی ښکاری خو له دی سره هند او نور مخ پروده هیوادونه له اقتصادی تاوان سره مخ شوی کوم چی د تیلو زیاتره برخه له ایران څخه واردوی .د یادو ملکونو ستونزه دا ده چی دوی له امریکا سره هم خپلی اړیکی ټینګی ساتل غواړی او له ایران سره هم. د دواړو هیوادونو دا کشمکش په ټولیز ډول نه د امریکا د خلکو په ګټه ، نه د ایران او نه د نوری نړۍ په ګټه تمامیدی شی . پدی حالت کی به د هند په څیر سوله غوښتونکی هیواد دا وغواړی چی امریکا وی که ایران او یا هم چین او امریکا د اختلافاتو د حل لپاره باید د خبرو اترو لاره غوره کړی تر څو خپلمنځی شخړی د یو او بل د ګټو په پام کی نیولو سره حل کړی تر څو نړۍ له دی نړیوال اقتصادی بحران څخه په امن پاتی شی کوم چی په ډیره چټکتیا سره مخ په وړاندی روان ښکاری .

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت