هند اول د ګاونډ او د ساګر په تګلارو ټينګار وکړ

لیکنه: د ډاکټر ګلبین سلطانه

ژباړه: د پښتو څانګه

لومړي وزیر نریندر مودي وروسته له دې چې د دوهمې دورې لپاره د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړي خپل لومړی بهرنی سفر یې د سریلانکا او مالدیف هېوادونو ته د اونۍ په ورستیو دوو ورځو کې ترسره کړو. دغه دوه بحري ګاونډویو هېوادونو ته سفر د هند د لومړیتوبونو په توګه د ګاونډيتوب لومنۍ، نایبرهوډ فرسټ پالیسۍ او د ساګر، په سیمه کې د ټولو لپاره د ودې او امنیت اصولو پالیسیو څخه ښکارندویي کوي.

پرته له دې چې په نایبرهوډ فرسټ پالیسۍ تمرکز وکړي، ښاغلي مودي نشو کولی، وروسته له هغې چې په ۲۰۱۸میلادي کال کې محمد صولیح د ټاکنو په پایله کې د هېواد ولسمشر شو نو د هغه هېواد سیاسي بحرانونو ته په کتلو سره مالدیف ته د خپل لومړي بهرني سفر په توګه ولاړ شي. د ۲۰۱۸میلادی کال په نومبر میاشت کې لومړي وزیر هغه ټاپو وزمي هېواد ته د ولسمشر محمد صولیح د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تللی وو. د هندي لومړي وزیر لخوا د خپلې دوهمې دورې په پیل کې د لومړي بهرني هېواد په توګه د سفر لپاره د مالدیف ټاکل، ددې ښکارندویي کوي چې د هغه حکومت د صولیح له ادارې سره د کار کولو لپاره څومره لیوالتیا لري ترڅو د هند او مالدیف ترمنځ په عنعنوي توګه قوي اړیکې لاپیاوړې او پرمختللې کړۍ شي.

د خپل دوه ورځني سفر پرمهال، ښاغلي مودي د ایزالدین، (د ایزالدین ایزاټهوګ ویریکان) د غوره قواعدو او اصولو په نښان هم وستایل شو. په بیلابیلو برخو کې د دوه اړخیزې همکارۍ په موخه د آډانې د رامنځته کولو هوډ لیکونه هم تبادله شول چې په هغو کې د هیډروګرافي، روغتیا، د بحر له لارې د مسافرو د چوپړتیاوو د کارګو جوړولو، د ګمرکاتو د ظرفیت جوړونې د همکاریو، د مالدیفي ولسونو لپاره د زده کړې او ظرفیت لوړونې پروګرامونو او د هندي بحري ځواکونو او مالدیفي ملي دفاعي ځواکونو (ایم این ډي ایف) ترمنځ د مالوماتو د شریکولو په موخه تخنیکي هوکړه لیکونه هم شامل وو.

لومړي وزیر نریندر مودي ولسي جرګې ته وینا وکړه چې دا هغه یو امتیاز دی چې د تیرو ۸۶ کلونو په تاریخ کې لومړي ځل کوم بهرني ته ورکړل شوی. ولسي جرګې ته پخپلو خبرو کې ښاغلي مودي د خپل هغه لیدلوري په هکله مالومات ورکړل چې هغه یې د ډیموکراسۍ، سمې او عادلانه نړۍ په هکله لري او خپلې هغه غوښتنې یې هم له نورو سره شریکې کړې کومې چې هغه د بحر هند په سیمه کې د پایداره او دوامداره سولې په هکله لري.

ښاغلي مودي همدا راز د ولسي جرګې له سپیکر محمد ناشید، مرستیال ولسمشر فیصل نسیم او سیاسي مشرانو سره هم ولیدل چې په هغو کې د ماومون ریفورم موومینټس، ماومون عبدالقیوم، د جمهوري پارټي مشر قاسم ابراهیم او د عدالت ګوند مشر عمران عبدالله هم شامل وو. د خبرو اترو موضوع په مالدیف کې د ډیموکراسۍ او واکمن اتحاد برقراره ساتل وو.

دا د هغو ځانګړو اړیکو سمبولیک او ښکارندویه سفر وو کوم چې هند له مالدیف سره لري. دغه سفر یو بریالی سفر ګڼل شوی. په یوې ګډې بیانیې کې ولسمشر صولیح د انډیا فرسټ پالیسۍ په هکله د هغه د حکومت ژمنې بیا تازه کړې او د هند او مالدیف دوه اړخیزو ګټو پرمټ ولاړې ملګرتیا د لا ژوریدلو په موخه یې د خپل حکومت بشپړ ملاتړ یادونه هم کړې. هغه همدا راز د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د ۲۰۲۰-۲۰۲۱میلادي کال لپاره غیر دایمي غړیتوب څوکۍ ته د تل لپاره د هند د نوماندیدو څخه هم خپل ملاتړ وغځولو. د هند او مالدیف په دوه اړخیزو اړیکو کې د لیدلو وړ پرمختګ راتلل شونې دي.

له مالدیف نه د هند پر لور د راتلو پرمهال، لومړي وزیر نریندر مودي یو اوږدمهاله تم په سریلانکا کې هم وکړلو. په کولمبو کې د څلور ورځني تم پرمهال ښاغلي مودي د سریلانکا له ولسمشر متریپالا سریسینا، لومړي وزیر رانیل ویکرمسینګې، د کابینې ګڼ شمیر نورو غړو، د اپوزیسیون ګوند مشر مهیندر راج پکسا او د تامیل نیشنل الاینس له مشر سره هم لیده کاته وکړه. هغه د ایس ټي، انتوني کلیسا څخه هم لیدنه وکړه او د مقدسې یکشنبې برید قربانیانو ته یې درناوی وړاندې کړ. ددغه لنډ مهال دورې موخه له سریلانکا سره د یووالي څرګندول دي، هغه هېواد چې د ناوړه ترهګریزو بریدونو په خطر کې قرار لري. د مقدسې یکشنبې له خطرناکو بریدونو وروسته ښاغلی مودي لومړی بهرنی مشر دی چې هغه ټاپو وزمي هېواد ته یې سفر وکړلو. ولسمشر سیریسینا د هند لومړي وزیر ته خپل درناوی وړاندې کړ او ویې ویل چې دغه سفر به د سریلانکا د اقتصاد، سوداګرۍ او ترهګرۍ په پراختیا کې ګټور ثابت شي. دغه بریدونو د سریلانکا د ګرځندویۍ صنعت په برخه منفي اغیز کړی. دا ګڼل کیږي چې دغه سفر به د سریلانکا د امنیت چاپیریال په هکله نړۍ ته مثبت انځور وړاندې کړي. د دوه اړخیزو خبرو اترو پرمهال د هند لومړي وزیر او د سریلانکا ولسمشر له ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې په برخو کې د ګډې همکارۍ هوکړه وکړه.

دغه سفر له ګاونډیو هېوادونو سره د ګاونډیتوب، ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې او بحري امنیت په موخه د لومړي وزیر مودي د لیوالتیا ښکارندویي کوي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت