د جی شلم مالی چارو وزیرانو او د مرکزې بانک د والیانو غونډه

لیکنه: د منوهر منوج

ژباړه: د پښتو څانګه

د جی شلم مالۍ چارو وزیرانو او د مرکزې بانک د والیانو دوه ورځنۍ غونډه په فوکواکا کې ترسره شوه. دا غونډه روان نړیوال اقتصادی بحران په رڼا کې ترسره شوی. په دغه غونډه کې نه فقط د جی شلم غړی هیوادونو د راز راز سوداګریو او د مالیو په هکله د اندیښنو سوچ او فکر وکړۍ شو بلکې د جی شلم کیدونکې سرمشریزی غونډې لپاره چمتو کیدونکې اساس لپاره هم تیارسی وشوه چې روانه میاشت وروسته اوساکا کې ترسره کیدونکې ده. دغی غونډې ۲ غټ اقتصادې قدرتونو، امریکا او چین لخوا خپلیدونکې د تحفظ خوښونی په تګلاره غور د کولو لاره هواره کړه. برسیره پردی دغی غونډې ګڼ ملی تکنالوژۍ او فیسبوک او ګوګل په څير ډيجیټل کمپنیو لپاره د مالۍ نوي نظام هم منځته د راوستلو خبره حتمې وګرځوله. د پیسو غلط چلند، د بانکونو سره کیدونکې درغلۍ، مالی جرایم او داسی په ګرده نړۍ کې اقتصادی جرایمو مخه نیولو لپاره هم په ضرورت هر اړخیزې څيړنی وشوی.

د جی شلم هیوادونو څخه د مالی چارو وزیرانو فوکواکا غونډه، د امریکا او چین ترمنځ د سوداګرۍ جنګ له کبله اهمیت لری کوم چې نه فقط د هغوی خپله دوه اړخیزه سوداګرۍ په خطر کې راولی بلکې په نړیواله سوداګرۍ هم بده اغیزه کوي. باید چې دا یاد ولرلۍ شي چې د چین سره د ۳۷۹ میلیارده ډالرو تجارتې خساره حل کولو لپاره امریکا په چین ۲۵۰میلیارده ډالرو په ارزښت وارداتو ۲۵سلنه زیاتیګړی مالیه وضع کړی. چین هم په بدل کې د امریکا په وارداتو څه لپاسه ۱۱۰میلیارده امریکایی ډالرو مالیه عملی کړی. د نړیوالی سوداګرۍ وده سسته شوی او داسی د نړیوالی ودی شرحه نیم سلنه کمه شوی. نړیوال مالی صندوق له مخکی څخه ۲۰۱۹میلادی کال لپاره د خپلې نړیوالی ودی وړاند وینه له ۳٬۶ سلنی څخه ۳٬۳سلنی ته ټيټه کړی. حقیقت دا دی چې د سوداګرۍ روان جنګ د پای ټکۍ نلری ترڅو چې امریکا او چین د جی شلم اوساکا په کیدونکې غونډه کې خپلې دوه اړخیزې ستونزې تبصره نکړی. البته د امریکا مالی چارو وزیر سټیون نوچن چاچې د فوکواکا په غونډه کې ګډون وکړ، د امریکا او چین ترمنځ روانې سوداګریزې شخړی په هکله وارخطا نه و بلکې هغه دا نظر څرګند کړو چې که چیری امریکا او چین خپلې سوداګریزې اندیښنې د هوارولو جوګه نشي نو امریکا به ۳۰۰ملیارده ډالرو په ارزښت د چین په نورو وارداتو مالیه وضع کړی. امریکا حسوي چې په چین پلې کیدونکې بندیزونه به امریکا په ګډون نورو هیوادونو سره د چین سرمایه کارې او د تولیداتو څانګې نورې زیاتې کړی او نړیوال اقتصاد به ځواکمن شي. د امریکا د مالی چارو وزیر دا بیان د ګڼو اروپایی هیوادونو روان بد اقتصادی حالت په ترڅ کې کتل کیږې څوک چې تازه پانګې اچونې لپاره سترګې په لاره دی. البته جاپان چې د امریکا او چین څخه پس دریم غټ اقتصادی قدرت دی او کوم چې ۱۹۹۹میلادی کال کې جوړ شوی ډلی راهیسی لومړی ځل د جی شلم سرمشریزه غونډه جوړوي، په اصل کې د چین او امریکا ترمنځ د سوداګرۍ په جنګ زیات نا ارامه دی. د جاپان مالی چارو وزیر تاسو آسو حس کړۍ چې چین او امریکا لخوا خپله کړۍ شوی د تحفظ خوښونی تګلاری د جاپان اقتصادیاتو وده هم کمه کړی. د جی شلم مالی چارو وزیرانو غونډې په ترڅ کې د هندوستان نظر نوی نړیوال امر ته مرکوز شوی چې دوه اړخیز اقتصادی مرستې لاندی د مالی مخه ونیول شي او نړیوالې مالی لپاره یو نوی نظام تاسیس کړۍ شي. د هندوستان نوي مالی چارو وزیرې نرمیلا سیتارمن له مخکې څخه د فوکواکا په غونډه کې برخه اخستلو څخه وړاندی خپله اجنډا څرګنده کړی.



هندوستان حس کوي چې بیله ددغه راز ګامونو د غړی هیوادونو مالی استعداد به ځنډ سره مخامخ شي. د تکنالوژۍ ګڼ ملی شرکتونه په لویه کچه د مالې مخه نیسی او ډيره ګرانه ده چې د هغوی کارونې او اساسی هیواد پر بنسټ حساب کتاب ولګول شي. دا د پاملرنې وړ ده چې امریکا او چین ترمنځ سوداګریز جنګ په امریکا کې هم د هند په سوداګریزو امکاناتو اغیزه کړی.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت