پاکستان د فساد ضد مبارزه کوي ترڅو خپل لویدلی اقتصاد اداره کړی

لیکنه: د کوشک رای

ژباړه: د پښتو څانګه

د پاکستان مخکینی ولسمشر اصف علی زرداری د پاکستان د حساب ورکونی د ملی اداری (ان ای بي) لخواه د جعلی بانکی حسابونو د درلودو په تور ونیول شو. ښاغلی زرداری د پاکستان د پیپلس ګوند د مشر بیلاول بهوټو زرداری پلار دی، او نوموړی د پاکستان د ملی شورا غړی هم دی. زرداری وروسته له هغه ونیول شو چی د اسلام اباد ستری محکمی د ښاغلی زرداری او د هغه ده خور فریال تلپور د نه نیولو غوښتنلیک رد کړ.

په دی اړه ناندری په ۲۰۱۵میلادی کال کی په داسی حال کی پيل شوی کله چې د پاکستان د څیړنو د فدرال اداری د جعلی حسابونو په اړه څیړنی پیل کړی او نږدی ۲۹ جعلی حسابونه یی په سومیت بانک، سند بانک او په (یو بی ایل) کی وموندل. د همدی څیړنو په پيل کی اووه انفرادی حسابونه ومومندل شول چی په د ښاغلی زرداری او د هغه د خور بانکی حسابونه هم شامل وه او دا هم جوته شوه چی په همدی حسابونو شکمنی معاملی ترسره شوی دی او تور لګول شوی چی له دی حسابونو څخه د رشوت اخستو لپاره کار اخستل شوی دی.

وروسته د پاکستان د اسثتناف محکمی اف ایی ای ته خبر ورکړ چی د دی قضیه په اړه دی څیړنی وکړی او همداراز اس سی هم د څیړنو یوه ګډه ډله (جی آي ټي) رامنځته کړه ترڅو په دی اړه څیړنی ترسره کړی. د څیړنو ګډی ډلی د خپلو څیړنو په درشل کی د یادی قضیه په اړه ۳۳ نور بانکی حسابونه هم وموندل او نژدی ۱۷۰ نور حساب لرونکی چی د دی قضیه سره یی تړاو درلود بهر ته د نه تلو په لست کی شامل شول.

ان ای بی او ایف آي ای ادعا کړی وه چی پر یو جعلی بانکی حساب سره چې د یوی جعلی کمپنی سره یی تړاو درلود ۴.۴ بیلیونه پاکستانی کلداری یی د زرداری ګروپ ته په دوه ځله لیږلی وی.

ایف آي ای په کراچی کی د بانکی محکمی څخه وړاندی دا قضیه وړاندی کړه چی د پاکستان د پخوانی ولسمشر نیول یی تضمینی کړل. د دی سره سم د پاکستان د پیپلس ګوند مشر د ۲۰۱۸میلادی کال د اګسټ په میاشت کی د اسلام اباد د ستری محکمی څخه تضمین خط ترلاسه کړ. وروسته له هغه بیا یاده قضیه د کراچی د حساب ورکونی اداری څخه د اسلام آباد د حساب ورکونی محکمی ته ولیږدول شوه او دا ځکه چی څیړونکو ادعا وکړه چی د پاکستان د پیپلس ګونده مشر په دی قضیه کی لاسوهنه کوي.

د څیړنو په دوران کی په دی قضیه کی دوو تورنو کسانو د ښاغلی زرداری او اغلی تلپور پر وړاندی دا قضیه ثابته کړه.

د فساد د دی قضیه په اړه د زرداری ګنمشیر نژدی ملګری نیول شوی دی، خو د پي پي پی مشر او د هغه خور د تضمین لیک په څو ځله غځولو سره تراوسه نه دی نیول شوی او د دوی ورستی د ضمانت لیک د دوشنبه په ورځ د محکمی لخواه ونه منل شو. د پاکستان مخکینی ولسمشر د فساد د اووه نورو قضیو کی هم د ضمانت لیک له مخی ازاد دی.

پاکستان یوه سیاسی لوبه په لاره اچولی، د عمران خان حکومت غواړی چی د خلکو پام د بیعو د لوړوالی او د بیکاری له زیاتوالی څخه فساد ته راواړوی. د ښاغلی زرداری له نیول کیدو وروسته د پاکستان لومړی وزیر ژمنه وکړه چی هغه خلک به پرینږدی چی په فساد تورن دی. د پاکستان د بودجی د وړاندی کولو سره سم عمران خان ملت ته په خبرو کی وویل چی هغه به د ریاست مدینه تر نامی لاندی له فساد څخه پاک هیواد رامنځ ته کړی.

ښاغلی خان دا هم وویل چی په وروستیو کلونو کی په هیواد کی کافی ښوونځی او روغتونونه نه دی رغول شوی. لومړی وزیر دا هم وویل چی د هغه نوی پاکستان به یو نوی اسلامی هوسا هیواد وی. هغه چوپتیا اختیار کړه او دا یی ونه ویل چی یو داسی پاکستان به رامنځ ته کړی چی له ترهګرو به خالی وی. او د ترهګرو لپاره به خوندی ځای نه وی.


د ښاغلی خان ویناوی خوارا زړوری دی، خو هغه باید دا په یاد ولری چی د هغه هیواد د سختو اقتصادی ستونزو سره مخ دی. د پیسو د نړیوال صندوق کڅوړه هم د ډیری شرطونو او لږو پیسو سره دوی ته وړاندی شوی. دا شپږ بیلیونه پیسی به دوی ته د څو کلنو په درشل کی ورکول کیږی. د پاکستان بودیجې تمه ښودلی چی سږ مالی کال کی به د دوی وده ۲.۴ سلنه وی. په ټولیزه توګه به د توکو بیعی ۱۱ تر ۱۳ سلنه لوړی شی. تعرفی به جګی شی او د انرژی بیعه به هم د پیسو د نړیوال صندوق د شرطونو سره نښتی او کیدی شي چې نوره هم لوړه شي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت