هند د افریقا سره خپلی اړیکی پراخوی

لیکنه: د وینیت واهی 

ژباړه: د پښتو څانګه

هند د افریقا سره خپلی اړیکی پراخوی او د افریقا سره د ښکیلتیا لپاره یی ګامونه اوچت کړی او دا د ورایه معلومیږی ځکه چی د لومړی وزیر نریندر مودی د دوهمی دوری د حکومت پیل سره سم، د هیواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ښاغلی وی مورالیدهرن ته دنده وسپارل شوه چی په یو دری ورځنی سفر نایجریا ته لاړ شی. د دیموکراسی د ورځی په لمانځه غونډه کی د برخی اخستلو سربیره هغه د نایجریا د مشرانو سره ولیدل او خبری اتری یی ورسره وکړی. په دی لیده کاته کی د ولسمشر محمدو بوهاری، مرستیال ولسمشر ییمی اوسینباجو سره لیده هم شامل وه. په مراسمو کی د ځینو نورو ګډونوالو او افریقای مشرانو سره هم هغه ولیدل چی په دی لیدنو کی د سویلی افریقا، نایجر، او ایتوپیا او مصر څخه راغلی د هغه سیالان شامل وه.

د هند د بهرنیو چاور وزارت وویل چی دا لیدنه د دواړو هیوادونو د ژورو او ریښتینو اړیکو ښکارندوی کوي. وزارت زیاته کړی چی د هند او نایجریا ترمنځ اړیکی په ۲۰۰۷میلادی کال کی ستراتیژیکی ملګرتیا ته لوړی شولی او دواړو هیوادونو ځواکمنه دفاعی همکاری هم پیل کړه. د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګری له ۲۰۱۷- ۱۸میلادی کال پوری ۱۱.۷۶ بیلیونو ډالرو ته رسیدلی او نایجریا چی د هندی ټولنو درلودنکی دی په افریقا کی د هند تر ټولو ستر سوداګریز ملګری هیواد دی.

همداراز هند هم د نایجریا ستر سوداګریز ملګری هیواد دی او افریقای هیوادونه د نړی په کچه هند ته د خامو تیلو پینځم ستر صادرونکی دی او همداراز هند د ایل ان جی تر ټولو دوهم ستر صادرونکی دی. په حقیقت کی نایجریا د هند د انرژی د خوندیتوب لپاره یو مهم هیواد دی هغه ځکه چی خپل ۱۲سلنه خام ضروریات له یاد هیواد څخه واردوی. د ۷.۶۵ بیلیونه امریکای ډالرو له وارداتو پرته له ۲۰۱۶ نه تر ۲۰۱۷میلادی کال پوری یوازی پټرول د ۷.۴۶ بیلیونو امریکای ډالرو په ارزښټ هند ته له نایجریا څخه وارد شوی دی. د هند او نایجریا مهمی اړیکی د ټولی افریقا لپاره اړینی دی که هغه به ستراتیژیک ډګر کی وي او یا هم سوداګریز. او تمه کیږی چی د ښاغلی مورالیدهرن له سفر وروسته به د هند ولسمشر رامنات کوویند په راتلونکی میاشت کی لویدیځو افریقای هیوادونو ته په سفر لاړ شی.

په تیرو پینځو کلونو کی نوی ډیلی کلک ګامونه اوچت کړی ترڅو د هند او افریقای هیوادونو ترمنځ اړیکی لاپراخی کړی. که تیرو وختونو ته وګورو نو له ۲۰۱۴میلادی کال څخه تر ۲۰۱۸میلادی کال پوری د هند او افریقای هیوادونو ترمنځ ۲۵ ناستی په لوړه کچه ترسره شوی دی. د لومړی وزیر نریندر مودی ترمشری لاندی د هند حکومت د افریقا سره په ژورو اړیکی او ښکیلتیا تمرکز کړی و. د هند او افریقا راتلونکی سرمشریزه غونده به په روان کال کی په نوی ډیلی کی ترسره شی. تمه کیږی چی په دی غونده کی به د ۴۰ هیوادونو یا حکومتونو مشران برخه واخلی.

باید وویل شی چی د لومړی وزیر نریندر مودی د تیری دوری په حکومت کی ولسمشر کوویند، مرستیال ولسمشر ښاغلی ایم وینکایا نایډو او پخپله لومړی وزیر مودی افریقایی هیوادونو ته ګڼشمیر سفرونه ترسره کړی وه. د ۲۰۱۵میلادی کال د افریقای هیوادونو د سرمشریزی غوندی کوربه توب هند کړی و چی د ۴۱ هیوادونو او دولتونو په یاده غونډه کی ګډون کړی وو. د یادونی وړ ده چی۵۵ افریقای هیوادونه په جدی توګه غواړی چی د هند د امنیتی شورا دایمی غړی شي.

باید یادونه وشي چې د هند او افریقا د ۲۰۱۵میلادی کال په سرمشریزه غونده کی نوی دیلی په مشروطه اعتبار سره په مالی مرستو کی د ۱۰ بیلیونه او ۶۰۰ میلیونو امریکای ډالرو ژمنه وکړه. نو له همدی کبله هندی کمپنیو په افریقا کی ۵۴ بیلیونه امریکای ډالره پانګونه وکړه او د هند اووسنی سوداګری له افریقا سره ۶۲ بیلیونو ډالرو ته رسیږی چی دا د تیرکال په پرتله ۲۱ سلنه زیاتوالی ښیی. د افریقا صادرات هم هند ته زیات شوي. هند هم لا د مخه ۱۵۲ د اعتبار کرښی یا مرستی چی ارزښت یی ۱۱ بیلیونه ډالرو ته رسیږی د ۴۴ افریقای هیوادونو د کرهنی، بنسټونو، عامه ټرانسپورټ، پاکی انرژی او اوبو لګونی په برخه غځولی دی. د دی ټولو سربیره د هند دولت اعلان وکړ چی د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۱میلادی کال ترمنځ به په ۱۸افریقای هیوادونو کی خپل سفارتونه پرانیسی.

د ډیرو ساحلی هیوادونو ترڅنګ د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکی د اوبو پر اقتصاد او ثبات باندی هم تمرکز کوي. د دواړو لورو رسمی مامورینو ویلی چی اوسمهال به دواړه لوری یعنی هند او افریقایی هیوادونه د سمندری ځواکونو پر همکاری پوره فشار واچوي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت