پاکستان د پیسوسره د غلط چلند په جال کی
لیکنه : د رام نریش پرساد ګپتا
ژباړه : د پښتو څانګه
د لندن یو پیژندل شوی انسټی ټیوت له خوا د خپاره شوی راپور له مخی دا خبره په ډاګه شوی چی په پاکستان کی د ترهګرو د مالی مرستو د کنګلولو لپاره نړیوال سازمان چی هر څومره هڅی کوی له هغو دا مهمه ده چی له پاکستان څخه د حوالی په ذریعه په څه اندازی پیسی بهر هیوادونه ته استول کیږی چی د هیواد اقتصاد په لوټلو کی یی مهم رول ادا کړی. پدی اړه په خاص ډول د غربی اسیا د یو هیواد نوم اخستل کیږی کوم چی د ځمکی پر مخ دجنت په څیر د ښکلی جوړولو هڅی شوی دی .
دا ریښتیا ده چی د حوالی کار او بار په ډیرو هیوادونو کی تر سره کیږی او د دا ډول په غیر قانونی توګه د اسعارو وتل لویه ستونزه جوړه شوی .خو مهمه خبره دا ده چی د یو ملک د ټول کورنی عوایدو څومره برخه بهر ملکونو ته لیږدول کیږی او د لیږد د مخنیوی لپاره څومره هڅی شوی او یو هیواد دا غیر قانونی لوی ګوذار څومره زغملی شی .دا اندازه هیڅکله هم نشی لګیدی چی له هیواد څخه څومره پیسی بهر ته وتلی دی .دا خبره واضح ده چی د پاکستان له کورنی عوایدو څخه ډیره برخه پیسی بهر ته روانی دی. د نوموړی هیواد له پخوا څخه خراب اقتصادی وضعی ته په کتو څوک هم دا نشی ویلی چی کله به له دی بوج څخه ستړی کیږی .
پدی سلسله کی د پام وړ خبره دا ده چی کله د یو هیواد په کومه برخه کی پانګونه کیږی یا د قرض په شکل پیسی بل ځای ته ځی نو هرو مرو د نوموړی پانګی ګټه د هغه هیواد په برخه وی خو برعکس د پاکستان ډیره سرمایه د حوالی په ذریعه بهر ملکونه ته انتقالیږی چی نوموړی هیواد يي د دیوالیتوب تر پولی رسولی دی .او هغه بهر ته وتلی پیسی په هیڅ ډول بیرته هیواد ته نه راستنیږی .له لندن څخه تر لاسه شوی راپور له مخی دا کړنی د ترهګرۍ د مخنیوی لپاره د تمویل محدودیتونه د وضع کیدونکی اقداماتو څخه ډیره خطرناکه یاده شوی ده .دلته دا په ډاګه کول ډیر ضروری دی چی پاکستان پخپله باید پدی مسلی غور وکړی او مخنیوی لپاره يی کوټلی اقدام واخلی . بل هر هیواد له پاکستان سره یوازی تر یوه حده مرسته کولی شی. او بله مهمه خبره دا هم ده چی پدی راپور کی نوموړی انسټی ټیوټ دی ټکی ته پاملرنه نده کړی چی د پاکستان څومره با وقاره او منلی شخصیتونه پدی کړنه کی برخه لری. دا پوښتنی پخوا هم شویدی. خو نن دا پوښتنه هم را ولاړیږی چی ایا ترهګر به د دی لاری څخه ګټه پورته نکړی ؟ د دی خبری ضمانت څوک کولی شی؟ د کوم فوځ چی ډیر افسران د نشه یی توکو په غیر قانونی کار او بار کی برخه وال پیژندل شوی نو پخپل لاس جوړ کړی شوی ترهګرو مرسته به ونکړی ؟ دا خبره نا ممکنه ده. نړیوال سازمان چی په تروریستی پانګو کله بندیز وضع کولو کی هلی ځلی کوی نو باید دی ټکی ته خاصه پاملرنه وکړی چی د دوی د کړنو د کمزوری کولو لپاره دا ممکنه ده چی د حوالی نیټ ورک په ذریعه د تالیبانو او د نورو ترهګرو ډلو مرسته هم ترسره کیدایشی.
د حوالی نیت ورک له لاری چی کومی پیسی بهر ته انتقالیږی پاکستان ته د خاصی پاملرنی وړ ده ځکه چی نوموړی هیواد د اقتصاد له اعتباره د تباهی په پوله ولاړ دی او د لږ فشار د زغملو توان هم نلری .پدی وروستیو کی پاکستان ته له نړیوال وجهی صندوق څخه د ترلاسه شوی تش په نامه مالی مرستی سربیره د پاکستان سیاسی مبصرینو په وینا د نوموړی هیواد اقتصاد له دی هم په ډیر بد حالت کی شتون لرلی شی . د مٍثال په ډول د ۶ میلیارده ډالرو کومه مرسته چی عمران خان حکومت تر لاسه کولو لپاره کوم شرطونه منلی په هغو کی یو شرط دا هم دی چی عادی ښاریانو ته په مختلف ډول مالیاتو کی ورکړی کیدونکی رعایت باید ختم شی. د دی مالیاتو اندازه قریباً ۷۰۰ ملیارده ډالره اټکل شوی.
اوس هم له دغه وضعیت څخه د وتلو لپاره پاکستان په وړاندی ځینی لاری خلاصی دی خو بنیادی پوښتنه دا ده چی ایا حکومت او په تیره فوځ او ائي ایس ائی لخوا جوړ شوی حکومت به په دی لارو د تګ جرأت وکړلی شی؟ او که نه .که چیری پاکستان له خپلو ګاونډیو لکه هند ، افغانستان ، ایران ، او د منځنی اسیا هیوادونه یا د سارک غړو هیوادونو سره اړیکو ته پراختیا ورکړی نو هرو مرو له دی بحران څخه خلاصون موندلی او خپل اولس ته خیر رسولی شی. خو پدی ډګر کی هم د پاکستان د حکومت کړنی د خفګان وړدی .
مثلاً نن هم د پاکستان ځینی لوئی کورنۍ چی په غربی اسیا یا د اروپا په ځینو هیوادونو کی میشت دی له هند څخه دارو درمل واردوۍ او بیا ئی پاکستان ته لیږی. پخپله له دی لاری په میلیاردونو ګټه تر لاسه کوی خو د پاکستان عام وګړی تباه اوبرباد دی .داسی حکومت هم له مالۍ څخه بی برخی پاتی کیږی .هر څوک پوهیږی چی له هند سره ښی اړیکی څومره د پاکستان په ګټه دی .
Comments
Post a Comment