کرونده ګرو او بزګرانو ته د نوي حکومت لاس رسی
لیکنه: د ډاکټر لیکا ایس چکرورتې
ژباړه: د پښتو څانګې
د نریندر مودی د دویم دور حکومت د کابینی په لومړی جرګه کې ډيره مهمه او په کره توګه کرهنیزې ساحې او د کرونده ګرو، دهقانو او د بزګرانو خیرخیګڼې ته پاملرنه وشوه. د کابینی جرګې د پردان منتری کسان سمان یوجنا یا د لومړی وزیر د کرونده ګرو د درناوی پلان ترسریزې لوی سکیم په کار واچو چې ۱۴۵میلیونه هندی کرونده ګرو ته کلنۍ د ۶۰۰۰روپیو بسپنه برابره کړۍ شي.
یوه بله پریکړه وشوه چې څه لپاسه یو کروړه کرونده ګرو کې هر یو ته د ۲۰۰۰ روپیو د عایداتو ملاتړ برابر شي. د کرهنې مرکزې وزارت ویلی دی چې کوچنې عایدات لرونکې کرونده ګرو ته د عایداتو یقینی ملاتړ برابرولو په موخه حکومت پردان منتری سمان نیدی یوجنا په کار واچوله. دا د ۲۰۱۹میلادی کال د لوک سبا ټاکنو اعلامی څخه وړاندی ګورکپور کې شوي اعلان څخه مخکې د پیل کړۍ شوي پروګرام یوه غزونه ده او دا د ۷۵زره کروړه روپیو کلنۍ بودیجه لری. پی ایم کسان یوجنا یا کرونده ګرو لپاره د لومړی وزیر پلان د مالې مرستې یو پروګرام دی د کوم لاندی دا پیسی به د کرونده ګرو د بانک په حسابونو کې اضافه کیږی. دا پروګرام په پیل کې د ۲۰۱۹او۲۰م بانکې حساب په بودیجه رای په اساس اعلان کړۍ شوی و. کله چې ۱۲۰ بلیونه کوچنې او وروسته پاتی کرونده ګر چې د دوه ایکړو پوری کرهنیزه ځمکه لری کلن ۶۰۰۰ روپۍ د ترلاسه کولو مستحق دی کوم چې به په دری قستونو کې ورکړۍ کیږی. زمونږ په هیواد کې کرهنیز بحران پای ته رسولو لپاره دا پلان جوړ کړۍ شوی.
د بانکونو رسمی سیستم ته د کوچنې او د وروسته پاتی کرونده ګرو لاس رسی اوس هم ډيره کمه ده نو د دی امله پورونه د بخښلو په څير پروګرامونه کوچنې او وروسته پاتی کرونده ګرو په زیاته ګټه نه تمامیږی. کرهنیز پورونه د بخښلو پروګرام په هندوستان کې د ایالاتی حکومتونو په اقتصاد بده اغیزه هم کولاۍ شي.
پی ایم کسان په نامه دا پلان به کرهنیز کړاونه په هغه صورت کې کم کړی کله چې د غلې، ترکاریانو، د تیلو تخمونو، پمبی او د ګنو تولید په لویه کچه کیږی مګر خرڅ یی یو حد پوری کم دی.
دا ګام د کار روزګار تظمین څخه د عایداتو تظمین پوری د تګلاری یو غټ بدلون نښه کوي. د عایداتو تظمین د ټولنې ژر ټپې کیدونکې ډلو ټپلو چې ورکې کوچنې او وروسته پاتی کرونده ګر شامل دی، ته وقار، درناوۍ او اختیارات ورپغاړه کوي. که څه هم دا پروګرام په کرهنیزه ساحه کې د آډانې ستونزې هوارولو په موخه یو اوږدمهاله حل ندی.
ضرورت ددی خبرې دی چې په کرهنیزه ساحه کې سرمایوی جوړښت وده ومومی چې د دغی ساحې وده ګړندۍ شي. یوی اندازې له مخې ښودل شوی چې کرهنیزه ساحه به له شاوخوا څوارلسو څخه پنځلس سلنې پورې وده ثبته کړی چې پنځو کالو دننه د کرونده ګرو عایدات دوه چنده شي. د اوبه خورو سیستم ځواکمنول ډير مهم دی ځکه چې د کرهنی لویه ځمکه اوس هم د پشاکال په بارانونو تکیه والۍ لری.
تمه کیږی چې حکومت به په پوره پام تجزیه وکړی او ځان په دی پوهه کړی چې آيا حکومت د کابینی د جرګې ژمنو څخه تیښته خو نده کړی او آيا ددغه پروګرام ملاتړ لپاره بودیجه مخصوصه کړي شوی. په ډيرو کمو هیوادونو کې د مالې شورا تر سریزې یو سازمان په دغه راز پروګرامونو بودیجه او اصلی لګښت ترمنځ د بدلون تجزیه کوي.
اقتصاد پوهان هم پی ایم کسان پروګرام مخ په وړاندی وړلو لپاره شتون لرونکې مالې مرستې په باره اندیښمن دی. د مالې چارو وزیری میرمن نرمیلا سیتارمن لخوا وړاندی کیدونکې بودیجه به دغه تګلاری ته پاملرنه وکړې او د زیاتیګړی بودیجې سره به دا پروګرام نور زیات وضاحت ترلاسه کړی. له کرهنیزې ساحې څخه توقع کیږی چې په راتلونکې بودیجه کې به په دی ټينګار وشي.
پی ایم کسان پلان ته مرکزې حکومت بشپړه مالې مرسته برابره کړی. خو دا به د همکارانه فډرالیزم موډل د لیاری له سره ترحه کړي شي په کوم کې چې به مرکز او ایالاتونه په مالې اړتیاو کې برخه واخلې. په دی کې به د دواړو ونډه څومره وي په راتلونکې ورځو کې به معلومه شي. البته دا یو زړه ور ګام دی چې د بشری انکشاف اندیښنې حل کوي. له ګڼو ایالاتونو څخه هم هیله کیږی چې په خپله برخه به د کرونده ګرو د خیر خیګنې سکیمونه په کار واچوي.
فقط اقتصادی وده د بشرې انکشاف تظمین نشي برابرولۍ نو په دی وجه پي ایم کسان په څیر ولسی تګلاری د هند ژر ټپې کیدونکې کرونده ګرو د ژوند اندیښنې حل کولاۍ شي. دا د لومړی وزیرمودی ددغه تګلاری یو مهم ګام دی چې باید هیڅ یو کس وروسته پاتی نشي او همدا پروګرام د هغه مهمه تګلاره سبکا سات، سبکا ویکاس، سبکا ویشواس یعنی د ټولو ملتیا، د ټولو پرمختیا او د ټولو باور ړنا ته راولی. دا پروګرام په راتلونکې کې د ملت په اقتصادی هلو ځلو کې برخه اخستلو لپاره یو لړ ربړ او کړاونه له منځه وړلو د لیاری د ټولنې نادارو ډلو ټپلو ته درناوۍ، وقار او اختیارات د ورکولو تظمین برابروي.
Comments
Post a Comment