د پاکستان ناوړه اقتصادی بحران


لیکنه: د اشوک هانډو

ژباړه: د پښتو څانګه

که څه هم ترهګرۍ له کبله نارامی پاکستان لپاره کافی نه وه دا اوس بیڅاری انفلاسون په وړاندی تازه لاریونونو او مظاهرو ته مخامخ دی او اقتصاد یی چې له پخوا نه خراب دی، نور هم بی لاری کیږی. هیله ده چې دغلته د انفلاسون یا د پیسو د پړسوب شرحه به ډير ژر دوه عددی کچې ته ورسیږی. ددی لپاره تر ټولو غټ علت دا دی چې د خوراک، څخاک بیعی ډيری زیاتی لوړی شوی او دغلته د نورو شیانو په پروسه یی بده اغیزه کړی. د پاکستان واردات زیاتیږی او د خارجی اسعارو ذخیره یی فقط اته بلیون ډالرو شاوخوا ته راټيټه شوی. دا اسعار فقط دومره دی چې د دوو میاشتو لپاره د تادیاتو مسولیت پوره کړۍ شي. د پاکستان د روپۍ انتقالی ارزښت دومره راټيټ شوی چې نن یو امریکایی ډالر د پاکستان ۱۵۰ روپیو برابر دی. دا په تیرو دری کلونو کې ۲۰ چنده کم شوی او شاوخوا ۲۰ سلنه ټيټوالۍ یی ثبت کړۍ.

په داسی حال کې چې پاکستان د تیلو او د روزنیز استحلاک کونکې نورو شیانو اړتیاوي وارداتو په واسطه پوره کوي نو په چټکه زیات شوي د انفلاسون شرحی په پایله د خلکو عایدات نیم شوي. همدا وجه ده چې په هیواد کې په خلکو کې په لویه کچه نارامې راغلی. په پیښور او نورو ځایونو کې جماعت اسلامې ترمشرۍ کوڅه په کوڅه لاریونونه کیږی او د عمران خان حکومت هدف جوړوي چا چې د نوکریو، غریبې د لمنځه وړلو او د خیر خیګڼې یو اسلامې هیواد د تاسیسولو ژمنې سره قدرت ته راغلۍ و.

د روان وضعیت سره چلند کولو لپاره د پاکستان حکومت هڅې دومره ثمر بخښونکې ندی. د نړیوال مالی صندوق څخه اقتصاد ته مرسته د برابرولو مالی کڅوړه ترلاسه کولو څخه پس دی د هیواد وخیم مالی وضعیت په باره خلکو ته هیڅ معلومات برابر نکړل. نړیوال مالې صندوق په راتلونکې دری کلونو کې د ۶ بیلیون امریکایی ډالرو مرسته برابرولو ته هوکړه وکړه مګر په دی یی سخت شرایط وضع کړل. پاکستان ته به په راتلونکې بودیجه کې خپل مالیات څلویښت سلنه زیاتول وي چې د آي ایم ایف شرایط پوره کړی. ددی څخه مفهوم دا دی چې د مالۍ شرحې نورې لوړی کړی او د مالۍ اساس پړاخ وګرځوي مګر ددی سره به د خلکو ربړ او کړاونه نور زیات شي. د خلیج عنعنوی دوست هیوادونه لکه سعودی عربستان، متحده عربې امارات او چین په څير هیوادونو څخه مالی ملاتړ دومره ندی چې په روان اقتصادی بحران ولکه ترلاسه کړی. که څه هم سعودی او متحده عربې اماراتو ژمنه کړی چې دوی به پانګونه زیاته کړی او د نامعلومه مودی لپاره د تیلو سپلاۍ به وکړی.

هیواد لپاره مالی ننګونې وخیم ګرځي ځکه چې امریکا پاکستان ته د نړیوال مالی صندوق پورونه ورکولو پرضد دی ځکه چې واشنګټن ګوری چې دا د اسلام آباد یوه دسیسه ده چې همدا پورونه واخلی او د چین سیپیک پروژې لپاره چین ته یی ورکړې. د امریکا په حساب دا پروژه د چین خپلې اقتصادی ګټې لپاره ده. له مخکې څخه عمران خان حکومت تورن ګرځول شوی چې هیواد یی بیجینګ ته ګاڼه کړی.

په پاریس کې اساس لرونکې ترهګرو ته د مالې مرستې څارنی موسسه، ایف ای ټي ایف پاکستان په خړ لیست کې اچولۍ ځکه چې په پاکستان کې ګڼو موسسو لخوا ترهګرو ته ورکړۍ کیدونکې مالی مرسته کنټرول لاندی نده نیول شوی او د هیواد د بانکدارۍ سیستم څخه ناوړه استفاده کیږی. له دی امله پاکستان دی خطر ته مخامخ دی چې ایف ای ټي ایف لخوا په تور لیست کې واچول شي د کوم په پایله دده نا ارامه اقتصاد به نور په خطر کې پریوزې. که چیری داسی وشوه نو دا به د نورو هیوادونو او د نړیوال سازمانونو څخه مالې مرسته ترلاسه نکړۍ شي.

کله چې نړیوال مالې صندوق د شپږ بیلیون ډالرو مالې مرستې ته هوکړه وکړه د پاکستان د ودې شرحه سږکال ۲٬۸ سلنه وه کله چې ددی په وړاندی د نیپال د ودی شرحې پنځه سلنه او د بنګله دیش ۷٬۵ سلنه وه. د نړیوال مالی صندوق له مخی تمه کیږی چې هندوستان به سږکال د ۷٬۶سلنې د جی ډي پي د ودی شرحه ترلاسه کړی. له دی امله پاکستان د خپل ګاونډيانو وضعیت سره هم سمون نه خوری. عمران خان حکومت په واضع ډول کړاونو کې اخته پاتی شوی او داسی یو ګران کار ته مخامخ دی چې څنګه د هیواد اقتصادیات په سمه لاره راولی. داسی بریښې چې طبعیت هم د پاکستان په حق کې ندی څنګه چې د تهار په سیمه کې وچکالی پرله پسی څلورم کال لپاره روانه ده. ددی په پایله د سیند په ولایت کې د غلی تولید ډير کم شوی.


د پاکستان یو لیکوال او ژورنالیست امداد ظفر ویلی دی چې دا هیواد لخوا پخپله منځته راوړل شوی ګډوډي ده. کلونو راهیسی نړۍ پاکستان قانع کوي چې ترهګرو ډلو سره په سخته چلند وکړی او خپله وضع ښه کولو ته پاملرنه وکړی. مګر پاکستان د ترهګرۍ په استعمال کې ډير زیات بوخت و او دا یی د هیواد تګلاری په توګه کاروله او په داسی وخت کې کرهنه، صنعت، تعلیم او ساینسی پرمختیا یی شاته روانه وه.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت