چین د تایوان او جنوبې چین سمندر په ترڅ کې امریکې ته اخطار ورکړۍ
لیکنه: د جاوید اختر
ژباړه: د پښتو څانګه
د چین او امریکې ترمنځ روان د سوداګرۍ نختې او تاوتریخوالې ترمنځ د چین دفاع چارو وزیر جنرال وای پینګ امریکې ته سخت اخطار ورکړۍ چې که چیری امریکا جنګ غواړی نو چین جنګ ته تیار دی او که خبرې اتری غواړی نو چین خبرو اترو لپاره خپلې دروازې پرانستې ساتلی.
د چین د دفاع چارو وزیر په سنګاپور کې منظم کړۍ شوي سیمه ایز امنیت یو کانفرانس په دوران کې په وینا کولو وویل چې د امریکې سمندری ځواکونه دی د تایوان او د جنوبې چین سمندر اوبو کې لاسوهنې څخه لاس واخلی. د چین د دفاع چارو وزیر امریکې ته د تایوان په معاملو کې د لاسوهنی څخه لری پاته کیدو لپاره خبردارۍ په ورکولو وویل چې د امریکې سره جنګ د ګردی نړۍ لپاره د تباهۍ او بربادۍ سبب ګرځيداۍ شي. نوموړی زیاته کړه چې که چیری چا هم د چین او تایوان په معامله کې لاسوهنه وکړه نو چین به ددی لپاره تر آخری حده پوری وجنګیږی.
د پيپل لیبریشن فورس جنرال په یونفورم کې جنرال وی پينګ وویل چې د چین ویشلو ځينی دسیسه به کامیابه نشي. د تایوان په معامله کې د ځينی ډوله لاسوهنې نتیجه به ډير زیات ویرونکۍ وي. نوموړی وویل چې چین او تایوان د ځان لپاره یوه مقدصه خاوره بلی. که ضرورت راپیخ شو نو تایوان ترلاسه کولو لپاره د پوځې قوت استعمال به هم وکړۍ شي. نوموړی زیاته کړه چې ایسیا کې د چین پوځې عملیات یا ځای په ځای کول یوازې د چین د دفاع په مقصد دی بیا هم چین به خپل مفادو باندی د برید په صورت کې د ځينی ځوابې کاروایی څخه لاس وانخلی ترڅو چې څوک په چین باندی برید ونکړی چین به په چا برید ونکړی. نوموړی امریکا د ځینی جنګ سخت نتیجو څخه سخت خبرداره کړو او وویل چې دواړه غاړی په دی خبره پوهه دی چې دواړو ترمنځ ځينې جنګ د دواړو او د ګردی نړۍ لپاره د تباهۍ وړ ګرځيدۍ شي.
د نړۍ یو شمیر هیوادونو په شان امریکا د تایوان سره ډيپلوماتیکی اړیکی نلری لیکن هغه په دغه سیمه کې د تایوان غټ پلوي دی او تایوان ته خپل دفاع لپاره وسلی برابروي. په تیرو ورځو کې په یو کانفرانس کې ګډون په کولو د امریکې دفاع چارو وزیر پټریک شناین خپلې وینا کې وویل چې امریکا به په سیمه کې د چین کړه وړه په چپه خوله ونه ځغمی.
د سوداګرۍ جنګ د امریکې لخوا د تایوان ملاتړ او جنوبې چین سمندر اوبو کې د چین پوځې قوت کې زیاتی په علت د چین او امریکې اړیکو کې پدی ورځو کې تاوتریخوالی زیات شوی. د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې هغه وخت ډير زیات کرکیچن شو کله چې امریکې پرچین باندی د اقتصادی پالیسیو بدلون لوز څخه پرشا کیدو تور پوری کړو او چین په ځواب کې وویل چې دا د امریکې لخوا یو بیځایه تور دی. ددی څخه پس امریکې د چین څخه د ۲۰۰میلیونو ډالرو په ارښت وارداتو باندی ۲۵ سلنه محصول ولګو.
د نړۍ دوه غټ قدرتونو ترمنځ نښته د ګرد نړیوال ټولنې لپاره د اندیښنی وړ ده. نړیوال وجهی صندوق خبردارۍ ورکړۍ چې د چین او امریکې ترمنځ د سوداګرۍ جنګ سره د نړۍ نادارۍ کې زیاتۍ رامنځته شي او نړۍ به د پاته کیدو لپاره یو خطرناک او ویرونکی ځای جوړ شي. د نړیوال وجهی صندوق مشر اقتصاد پوهه ویلی دی چې د سوداګرۍ بندیزونو سره ملکې او نړیوال اقتصادی فعالیتونو باندی بده اغیزه به وشي چې د کوم په سبب بی روزګارې کې زیاتۍ رامنځه شي د لاسې جوړ شیانو جوړولو کډۍ به بند شي او د استحلاک شیان اخستل به د خلکو وس څخه بهر شي او دا به یو ډير زیات ډارونکۍ تناظر وي.
ماهرینو ویره څرګنده کړی چې که چیری دغه سلسلې دوام ولرلو نو د نرخونو زیاتی سره سره کار روزګار موقع به هم کم شي او په راتلونکې وخت کې نړۍ د یو غټ اقتصادی بحران سره مخامخ کیداۍ شي.
Comments
Post a Comment