پاکستانې پوځ په خپله بودیجه کې کمۍ د راوستلو پلان جوړ کړۍ

لیکنه: د معین الدین خان

ژباړه: د پښتو څانګه 

شاید لومړی ځل دا خبره تر غوږو شوی چې د پاکستان پوځ یو کال لپاره خپلو لګښتونو کې کمۍ د راوستلو پریکړه کړی. دا خبر هم دی چې په دفاعی لګښتونو کې کمۍ راوستلو په پایله کومی پانګې چې بسپنه کیږی هغه به د قبایلی سیمو او د بلوچستان ولایت په پرمختیایی پروژو مصرف کیږی. د پاکستان د دفاعی لګښتونو معامله دا ده چې د ملی عایداتو غټې پانګې د دی لپاره ځانګړی کیږی او په دی هیڅ څوک نیوکه نشي کولاۍ او په عمومی ډول په دغه پانګو بحث هم نشي کیداۍ. د پاکستان داخلی دفاع لپاره ځانګړی کیدونکې پانګې د هر ډول احتساب یا د پوښتنو څخه پورته بلل کیږی او که چیری څوک په دی هکله پوښتنه د کولو جرات وکړی نو هغه د پاکستان امنیت لپاره یوه خطره او د هیواد دښمن بلل کیږی. ګڼو مبصرینو او تجزیه کونکو دا سوچ څرګند کړۍ چې د پاکستان د اقتصادی بحران یو لوی علت هم دغه دی چې پوځې بودیجه دومره زیاته وي چې پرمختیایی پلانونو او پروژو ته هډو توجه نشي کیداۍ. سټاک هوم انټرنشنل پیس ریسرچ انسټیټوټ په خپل تازه راپور کې دا څرګندونه کړې چې ۲۰۱۸میلادی کال کې پاکستان د نړۍ هغه غټو ۲۰ هیوادونو کې شامل و چا چې ترټولو زیاتی پانګې دفاعی لګښتونو لپاره ګوښه کړی وی. دا پانګه ۱۱٬۴ میلیارده ډالره جوړیږی. ۲۰۱۸میلادی کال کې په پوځ چې څومره پانګې مصرف شوی هغه د پاکستان جمله داخلی تولیداتو څلور سلنه جوړیدل. ۲۰۰۴میلادی کال څخه پس دا ترټولو جګ کچې ته رسیدلی و. په نړۍ کې په خپل پوځ ترټولو زیات مصرف کونکی هیواد امریکا دی چا چې تیرکال ددی لپاره ۶۴۹ملیارده ډالره ګوښه کړی وی. تیره یوه لسیزه کې دی په خپل دفاعی لګښتونو کې ۱۷سلنه کموالۍ راوستۍ. خوا که هر څه وي، ترلاسه شوي معلوماتو ترمخې د یو کال لپاره په خپله بودیجه کې کموالۍ د راوستلو پریکړه کړی. دا د پاکستان لپاره یوه غټه او نوي خبره ده. ویل کیږی چې ددی مقصد دا دی چې پوځ د ملکې حکومت سره ددی خبرې لپاره مرسته کول غواړی چې دا په روان اقتصادی بحران ولکه ترلاسه کړۍ شي. د انټر سرویسیس پبلیک رلیشنس ډایرکټر جنرال، میجر جنرال آصف غفور په خپل ټویټر پاڼه کې ویلی دی چې د دفاع په بودیجه کې دا کمۍ په رضاکارانه ډول کیږی او دا هم یو کال لپاره. ددی سره سره هغه دا هم ویلی دی چې ددی له کبله د دفاع او د امنیت په معاملو به هیڅ بده اغیزه ونه شي. البته هغه دا وضاحت ندی ورکړۍ چې دا کمۍ به کوم حد پوری وي.

بل پلو لومړی وزیر عمران خان ددی خبرې لپاره د پوځ ستاینه کړی چې په رضاکارانه ډول په خپله یی په خپله بودیجه کې کمۍ د راوستلو اعلان کړۍ. هغه د پوځ ستاینه کولو سره سره دا هم وویل چې هغه د پوځ منندوی دی چې یو لړ ننګونو باوجود په دغه پریکړه یی لاس پوری کړل. دا پانګې به په قبایلی سیمو او بلوچستان کې په پرمختیایی پروژو مصرف کړۍ شي.

پاکستان دا وخت چې کوم اقتصادی بحران سره په لاس او ګریوان دی په هغه کې دا ډول اقدامات ریښتیا چې یو حد پوری راحت رسولۍ شي. په پاکستان کې نن سبا په سیاسی کچه دا بحث روان دی چې په داسی حال کې چې هرې خوا څخه د عمران خان حکومت تنقید او غندنه کیږی چې اقتصادی بحران له منځه وړلو کې پاتی راغلۍ. په خاصه توګه نړیوال مالې صندوق سره شوی اوسنۍ لوزنامی له کبله د عامو خلکو ربړ او کړاونه به نور زیات شي. له دی امله پوځ دا خبره مناسب وبلله چې په عمران خان یو ډوله احسان وکړی او دا ددغه احسان فشار لاندی وساتل شي. دا د یادونی وړ ده چې تیرکال عمومی ټاکنو په وخت پوځ په مبینه توګه د عمران خان په حق کې فضا هواره کړی وه او هغه قدرت ته په راوستلو کې یی کلدی رول ادا کړۍ و شاید دا وجه ده چې پاکستانې پوځ د خپل سخاوت ثبوت وړاندی کړی او په خپله بودیجه کې کمۍ د راوستلو اعلان سره یی دا تاثیر خور کړو چې دا عمران خان په قدرت کې ساتل غواړی خوا که هر څه وشي. ځینی شنونکې دا خیال لری چې که چیری ریښتیا پوځ د پاکستان اقتصاد په ښه کولو چرت وهی نو داسی اقدام یی پخوا ولی ندی کړۍ؟ خوا که هرڅه وي دا اقدام بد ندی مګر فقط یو کال لپاره د دفاع په بودیجه کې کمۍ د راوستلو پریکړه فقط د یوی علامی حیثیت لری. که په اصل کې د پاکستان اقتصاد باثباته د جوړولو عزم کیږی نو ددی لپاره به اوږ مهاله پلان د جوړولو اړتیا وي. علامتی یا موقعتی ډول پریکړو په پایله د عدم توازن مخه نشي نیولۍ کیداۍ.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت