د جل شکتي وزارت به د هېواد د اوبو ستونزې هواری کړی

لیکنه: د بیمن باسو

ژباړه: د پښتو څانګه

اوبه د ژوند لپاره اړینې دي. تر اوسه هم د نړۍ ۸۴۴ میلیونه وګړي اوبو ته سم لاسرسی نلري. د نړۍ اقتصادي فورم د راپور له مخې، د اوبو بحران څلورم نړیوال ګواښ دی چې ټولنه ترې اغیزمنه ده.

په هند کې هم وضعیت هیڅ ښه نه دی. که څه هم هند په تیرو څو لسیزو کې په دواړو برخو ( د اوبو په لاسرسي او د دولتي څښلو اوبو د کیفیت په سیسټم) کې په زړه پورې پرمختګ کړی دی، د دې هېواد د ډیر نفوس له امله پلان شوې د اوبو سرچینې هم اغیزمنې شوي او په ښاري سیمو کې خو اکثراً له منځه تللي. پرته له دې، د هند په کلیوالو سیمو کې چټکې ودې د حکومت حل لارې هم ډیرې کړي خو د خصوصي کیدو له بهیر سره د خطر تر حد لاندې راغلي.

د دې ترڅنګ، د څښاک اوبو پرمختګونو ته په نه پاملرنې سره، ګڼ شمیر نورې د اوبو سرچینې هم د دواړو بیولوژیکي او کیمیاوي خچنوالی له امله زیانمې شوي او د هېواد له ۲۱ سلنه پورته ناروغیانې د اوبو له امله دي. علاوه له دې، د هېواد یواځې ۳۳سلنه برخه لومړنیو پایپ ځغلونې یا د اوبو د نلونو سیسټم ته لاسرسی لري چې دغه وضعیت مخ پر ډیریدلو دی.

یوه اندیښنه دا شتون لري چې ممکنه ده هند دې د تلپاتې او بیا رغیدونکو اوبو سرچینې په لاس کې ولري. دا په داسې حال کې ده چې د هند آبشارونه اوس مهال له نویو شویو سرچینو سره اړیکې لري. همدا راز دغه هېواد د غلو یو لوی تولیدونکی هېواد دی چې د خپل غلو د تولید لپاره اوبو ته خورا ډیره اړتیا لري. لکه څنګه چې د کرنیزو تولیداتو ټول لوی هېوادونه د اوبو له حد نه ډیر لګښت ته اړتیا لري چې دا پخپله په ټولیزه توګه د اوبو د کچې د ټیټ والي سبب ګرځي.

د نیتي آیووګ د راپور له مخې، د حکومت له اټکل سره سم، شاوخوا ۶۰۰ میلیونه هندیان د اوبو د کموالی له لوړ فشار سره مخ دي، دا په داسې حال کې ده چې ۷۵ سلنه د کورونو وګړي د ورځني لګښت په ترڅ د څښاک اوبو ته لاسرسی نلري. هرکال له اپریل نه تر جولایي میاشتې پورې، د اوبو وضعیت لږ تر لږه په اتو ایالتونو کې معمولآ ویروونکی وي. اقلیمي بدلون او نړیواله تودوخه هم پخپل وار سره وضعیت وخیم ګرځوي.

په ترتیب سره د مخ پر ودې بحرانونه د لمنځه وړلو په برخه کې، د جل شکتي یا د اوبو قوت په نوم یو وزارت رامنځته کړۍ شوی چې موخه یی دا ده چې د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي او همدا راز په هند کې د اوبو له ستونزو سره مبارزه وکړي. دغه وزارت د اوبو چارو، سیندونو پراختیا او د ګنګا د ښیرازی وزارت او د اوبو څښلو او نلونو د وزارتونو په ادغام کولو سره رامنځته کړی شوی. دا وزارت به هغه موضوعاتو باندې کار وکړي کومې چې د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو په برخو پورې تړلې وي. د نړیوالو او هېواد دننه اوبو په بې نظمیو، د ناماني ګنګا پروژې په برخو کې چې موخه یې د ګنګا سیند او د هغه اړونده څانګو پاکول دي او همدا راز د پاکو اوبو تنظیمول هم پکې شامل دي، د دې وزارت په کاري چارو کې به شامل وي.

دغه اقدام د لومړي وزیر نریندر مودي د هغې ژمنې رښتیا کول دي کومه چې نوموړي د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال کړې وه چې د څښاک د پاکو اوبو برابرول به د این ډي اې حکومت د لویو لومړیتونو څخه وي او دا د هغه د ژمنو دویمه ماده وه. هغه ویلي وو چې یو بیل وزارت به جوړوي چې د څښاک پاکې اوبه او د کرنې لپاره به د اوبو ښه زمینه د بزګرانو لپاره هم برابروي چې هغه وینا یې اوس د رښتیا کیدو په حال کې ده.

ګڼ شمیر نور مرکزي وزارتونه هم شته چې اوس مهال په ویشل شوې بڼه د اوبو په برخو کې کار کوي. د بیلګې په توګه، د ځنګلاتو او چاپیریال وزارت په هېواد کې د ګڼ شمیر سیندونو د ساتنې علاقمندي لری. همدا شان د ښاري اوبو د ویش برخه د کور او ښاري چارو وزارت لخوا څارل کیږي او د اوبو لګونې مایکرو پروژې بیا د کرنې وزارت ترچتر لاندې راځي.

د هند حکومت پر وینا د نوي جوړ کړی شوي جل شکتي وزارت چارې به د پخواني د اوبو سرچینو او څښلو اوبو او نلونو پخواني وزارت له چارو څخه تر یوې چترۍ لاندې خورا تر لرې لرې ورسیږي. دغه نوی وزارت به هڅه وکړي چې د ټول هېواد په کچه د اوبو غوښتونکو او د اوبو ویشونکو خواوو ته رسیدګي وکړي ترڅو د اوبو سره تړلې ستونزې په یو منظم ډول حل کړی شي. په ځانګړې توګه، دا نوی وزارت به دې ته اړتیا ولري ترڅو قوي کړی شي چې خپله پالیسي د کرنې وزارت له پالیسۍ سره همغږې کړي، کومه چې د هېواد شاوخوا ۸۰ سلنه اوبو د غوښتنو پر بنسټ برابره شوې. همدا راز دا وزارت به د اوبو د بدیل په توګه د یو مناسب انتخاب لپاره هم لارښود برابر کړي چې د بیلابیلو اقلیمي سیمو لپاره به وي او د اوبو د سپما کولو نوې ټکنالوژۍ به هم منځته راولی لکه د باراني اوبه لګونې او څاڅکي ډول اوبه لګونې سیسټمونه چې د غیر باراني سیمو لپاره به وي ترڅو د اوبو له شته سرچینو څخه اعظمي ګټه واخیستل شي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت