دهوا د ککړتیا په هکله د ټرمپ نامناسبه بیان
لیکنه :د سهیل انجم
ژباړه : د پښتو څانګی
د امریکی ولسمشر ډونلډ ټرمپ له یوی برطانوی ټلوزیوینی شبکی سره د مرکی په دوران د یوی پوښتنی په ځواب کی د هوا د ککړتیا پړه په روس ، چین او هند اچولی ده ، او تور ئي پوری کړی چی نوموړوهیوادونو د چاپیریال د بدلون په اړه خاصه پاملرنه ندی کړی. نوموی زیاتوی چی دغو ملکونو سیمه په داسی حالت بدله کړی چی نفس اخستل هم پکی ناممکنه دی. بل خوا د امریکا په هکله ویل کیږی چی دلته پاکه او صافه هوا موجودیت لری. ټرمپ له برطانوی تلویزیونی چینل سره په مرکه کی چی په ۲۰۱۷ کال دهوا د ککړتیا په هکله د پاریس له پریکړی څخه د امریکا د بیلدلو لامل یی په ډاګه کولو ، دا هیوادونه یی ملامته بللی اود خپلی پریکړی ملاتړ ئي کړیدی.نوموړی ویلی چی په روسیی چین او هند کی پاکه هوا او نه د څښلولپاره پاکی اوبه شته دی. د ټرمپ دا ډول خبری د حیرانتیا وړ دی خو نوموړی د پاریس له پریکړی څخه د وتلو د علت د څرګندولو لپاره چی ځان وژغوری څه نا څه جواز خو به ئی خامخا وړاندی کولو. نو له دی وینا څخه داسی څرګندیږی چی امریکا له نوموړو هیوادونه سره نرمه ژبه نه کاروی. که د ټرمپ وینا ته ځیر شو نو واضع معلومیږی چی نوموړی ته د چاپیریال او موسم د یو او بل سره مساوی یا متاردف ښکاری. که څه هم د چاپیریال تودوخه او د موسم بدلون سره بیل بیل دی،داسی ښکاری چی نوموړی د چاپیریال او موسم ترمنځ د توپیرپه هکله هیڅ معلومات نلری. دا خبره د نړۍ د یو ځواکمن هیواد ولسمشر له خولی وتلی ده. که چیری مونږ د چاپیریال د بدلون په هکله نورو هیوادونوته پام وکړو نو پوهیږو چی اصلاً ټرمپ د خپل هیواد د هلوځلو په هکله هم پوره معلومات نلری . هغه نور هیوادونه د هوا د ککړتیا لپاره مسول بولی خو دا ضروری نه بولی چی د خپل هیواد روان ریکارډ ته هم پام وکړی .نوموړی دا ادعا کوی چی امریکا د نړۍ په هغو هیوادونو کی شمیرل کیږی چیرته چی چاپیریال پاک او صاف دی ، که څه هم حقیقت بل ډول دی. ځکه چی امریکا پخپله د شنو خونو ګاز اخراجونکی د نړۍ دوهم لوی هیواد دی.ذکر شوی ګاز په نړۍ کی د ککړتیا د خپرولو او چاپیریال په خچنولو کی مهم رول لوبوی.خو داسی ښکاری چی ټرمپ دا خبره منلو ته تیار ندی. امریکا همیش له داسی خبرو انکار کړیدی خو په اصل کی نوموړی هم پدی برخه کی مسول دی. د ډونالد ټرمپ وینا دا اندیښنه زیاته کړی چی امریکا د وده کونکو هیوادونو سره د چاپیریال د بدلون په برخه کی په پانګه اچونی کی به زړورتیا ښکاره نکړی. په څه ډول ټرمپ چی امریکا د پاریس له تړون څخه بیله کړه په همدا ډول د امریکی پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش په ۲۰۱۱ میلادی کال کی له کیټو پروتوکول څخه بیل شوی وو.او همدا راز مشر بوش دا ویلی وو چی د امریکا د ژوند د اصولو په بدلولو هیڅ ډول خبری نشی کیدای .د نوموړی دا بیان د چاپیریال د بدلون په اړه بدنام بیان ثابت شوی و . په هر حال نړۍ د مشر بوش او کشر بوش له دور څخه ډیره وړاندی وتلی ده . که له یوی خوا ټرمپ پخپل هیواد کی د سکرو صنعت ته د نوی ژوند ورکولو هڅی کوی له بل پلوه هند او چین خپل اقتصاد د کاربن له ګازو څخه د ژغورنی اوږد مهال پلان جوړ کړیدی .هند تر ۲۰۳۰ پوری د سکرو او تیلو له استعمال پرته ۴۰٪ برښنا د تر لاسه کولو هدف ټاکلی ، چی دا اندازه د امریکا له ټاکل شوی هدف څخه ۱۰٪ زیاته ده . اروپایی ټولنه هم څه دا رنګه پلان لری .د امریکی ۱۴ ایالتونوهم نړۍ ته دا ډاډ وړاندی کړی چی د ټرمپ اداری لخوا د اوبامه په پروګرامونو کی د بدلون د پالیسی سره سره به د هیواد د چاپیریال د پاک ساتلو هڅی وکړی.ګڼو نړیوالو ادارو هم پدی هکله د خپل رول د ادا کولو عزم په ډاګه کړیدی .
باید وویل شی کله چی ډونالډ ټرمپ امریکا د پاریس له تړون څخه بیل کړو نو د هند لومړی وزیر نریندر مودی د خپل غیر رسمی سفر په موقع ویلی وو چی که د پاریس تړون وی که نه وی راتلونکی نسلونو لپاره به پاک صاف هندوستان پریږدی. مونږ پخپلو ژمنو ټینګ ولاړ یو ،هغه زمان د هند د بهرنیو چارو وزیری آغلی سوشما سوراج هم د هند دا ژمنه تکراره کړی وه چی نوموړی هیواد به د چاپیریال د بدلون په اړه خپل کردار ادا کوی . ټرمپ ته په کار ده چی د امریکا له دودیز انکار کولو له دستور څخه راووزی او د چاپیریال د بدلون په لړۍ کی د خپل مسئولیت احساس وکړی او په نورو هیوادونو د تور پوری کولو چلند پریږدی
Comments
Post a Comment