د حافظ سعید په امامت د اختر د لمانځه په اداکولو بندیز

لیکنه : د سراج مهدی نقوی
ژباړه : د پښتو څانګی
نړیوال  ترهګر منل شوی د جماعت الدعوت د ډلی مشر حافظ سعید ته په قذافی سټیډیم لاهور کی د کوچنی اختر د لمانځه امامت کولو اجازه د نه ورکولوسره پاکستان نړیوالی ټولنی ته د دی پیغام ورکولو هڅه کړی چی نوموړی د ترهګرۍ په ضد مبارزه کی هڅاند دی او همدا راز د ترهګرو ډلو او مشرانو په خلاف مناسب  عمل هم تر سره کوی .
حافظ سعید نه یوازی د ممبيی د ترهګریز برید مهم شکمن دی بلکه د امریکی سره سره ډیرو نورو هیوادونو هم د خطرناک ترهګرو په لیست کی شامل کړی. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم  نوموړی نړیوال ترهګر منلی . او په دی وجه په پاکستان له تیرو څو کلونو راهیسی فشار راوړل شوی تر څو حافظ سعید او د هغه ډله جماعت الدعوت ،جیش محمد، لشکر طیبه ،او تحریک طالبان او نورو ترورستی ډلو په خلاف هم  ټینګ ګامونه اوچت کړی . د یادولو وړ ده چی د حافظ سعید او مسعود اظهر په څیرد ترهګرو په هکله د پاکسان بی مسولیته رویي په دلیل د هند او پاکستان تر منځ په اړیکو کی زیاته پیچلتیا رامنځ شوی چی د دواړو هیوادونو تعلقات تر انتهائی حده بد حالت ته رسیدلی دی .خو اصل خبره دا ده چی پاکستان یوازی  د ترهګرۍ انځور نړۍ ته په بل ډول ښکاره کول غواړی یا هم ویلی شو چی نړیوال تیر باسی تر څو مالی امکاناتو د تر لاسه کولو او یا هم د نړیوالی ټولنی د کلک ګوزار څخه په امن کی د پاتی کیدو جوګه شی. له یوی خوا پاکستان نړۍ ته د بی باوره هیواد په صفت ثابت او له بل پلوه له امریکا او ځینی نورو هیوادونو له مالی مرستو څخه بی برخی پاتی شویدی. څرګنده ده چی د اقتصادی پرمختګ لپاره ورکړل شوی مرستی چی د ترهګرو د ساتنی او د همدی ډلو د پیاوړتیا لپاره په مصرف رسیږی نو د نړۍ هر هیواد به مجبورآ شاته کیږی او همداسی لازمه هم ده . بد بختانه چی د پاکستان حکومت د غلطو پالیسیو له وجی عام وګړی  د دی منفی اغیزی تر اثر لاندی راغلی او د سختو کړاونو سره مخ شویدی.
نړیوالی ټولنی دا په ډاګه کړی چی تر څو پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزی کی په پوره ایماندارۍ ګام اوچت نکړی  تر هغه به هیڅ ډول له اقبصادی بحرانه د وتو لپاره مالی مرسته ورسره ونشی .

(ایف - اي - ټی - ایف )یعنی  له ترهګرو سره په مالی مرستو باندی پام لرونکی سازمان لخوا پاکستان یو ځل بیا په خړ لیست کی داخلول د همدی کړنو نتیجه ده . که اوس هم د ترهګرۍ ضد مبارزه کی مثبت اقدامات ونکړی او نړیواله ټولنه پدی قانع نکړی چی له ترهګرو سره هیڅ ډول مرسته نکوی  نو لری نده چی ډیر ژر به تور لیست ته داخل شی او د دی په نتیجه کی به د پاکستان له پښو لویدلی اقتصاد به نور هم له تباهۍ سره مخ کړی . پدی خبره پاکستان هم پوه شوی ځکه خو ئي په قذافی سټیډیم کی د اختر د لمانځه امامت حافظ سعید ته ونه سپاره ځکه چی دا د نړیوال فشار نتیجه ده .خو اصل حقیقت دا دی چی له تیرو څو کلونو راهیسی په همدی ستیډیوم کی نوموړی د اختر د لمانځه امامت کړیدی اوهر ځل ئي  په خپله خطبو کی د هند په ضد زهرجن تقریرونه کړی او ورسره هر ځل ئی د کشمیر مسله راپورته کړی او دواړو هیوادونو د اړیکو د خرابیدو هڅی یی کړی دی . خو پاکستان هیڅ کله هم دی مسلی ته پام ندی کړی . نو نړیواله ټولنه پدی کړنی باید مطمینه نشی چی ګوا کی پاکستان به له ترهګرو سره بیا مرسته ونکړی ، بی له شکه د پاکستان حکومت د ترهګرۍ په ضد مبارزه کی یو ګام اوچت کړی خو پوښتنه دا ده چی حافظ سعید نړیوال ترورست منل شوی بیا هم تر اوسه ولی ندی نیول شوی او محکمی ته د ګرویګنو لپاره ولی ندی ور پیژندل شوی او ولی تر اوسه قضایی څیړنی ندی تر سره شوی  . د ممبئ د ترهګریز برید په هکله هند په لوړه پیمانه ثبونه پاکستان ته وړاندی کړی خو نتیجه ئی هیڅ نده معلومه .دا کړنه د پاکستان پاک نیت نشی ثابتولی پآکستان باید نور مثبت اقدامات وکړی.له نړیوال فشار څخه د ځان ژغورلو لپاره دا کړنه د مسلی حل ندی بلکه لازمه دا ده چی د ترهګرۍ په ضد په پوره ایماندارۍ سره د حافظ سعید سره سره د ټولو ترهګرو ډلو مشران قضاوت ته راوستل شی او د هغوی کړنو ته د پای ټکی کیښودل شی

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت