په دوحه کې د افغانانو ترمینځ خپل منځي خبرې اترې


لیکونکی: سونیل ګټاډې

ژباړه: پښتو څانګه

دا ویل به ژر وي خو یو څو شخړه لرونکي په افغانستان کې د سولې لپاره د هیلې د څرک خبره کولی شي کله چې په دوحه کې دغه په اوسنیو تیرو ورځو کې د ټولو افغانانو کنفرانس پای ته رسیدلی کوم چې ټولې جنګیدونکې خواوې یو ځای راغونډې کړې وې، په قطر کې د افغانستان سیاستمدارانو او د طالبانو د استازو ترمینځ دوه ورځنۍ ناسته کوم چې د افغانانو خپل منځي مذاکرې بللې کیږي ښایي چې هیواد سولې ته یو ګام نږدې کړي ورسره د یوې اعلامې ترمخې کابو د ۱۸ کلونو جنګ ته د پای ټکي کیښودو لپاره د یوې لارښوونې په ترڅ کې بنسټونه ایښي دي.

د خلکو درنښت او د ویاړ د ساتلو ، دهغوی ژوند او د ملکیت ورسره سم د عامو خلکو د مرګ ژوبلې صفر ته د راټیټولو ژمنې سره په دوحه کې د خبرو اترو په پای کې یوه ګډه اعلامیه خپره کړل شوې ده، د افغانانو د خپلمنځي خبرواترو په دوران کې کوم ته چې په ګډه المان او د قطر په پلازمینه کې،قطر ملاتړ برابر کړی و کابو اویا سیاستمدارانو، د مدني ټولنې فعالینو او ښځینه نماینده ګانو د طالبانو له استازو سره ولیدل. تراوسه پورې طالبانو نیغ په نیغه کابل او د اشرف غني حکومت سره خبرو اترو کولو څخه انکار کولو د کوم له کبله چې بیخي خبرې اترې نه کیدلې طالبان حکومت غیرمشروع ګڼي.

په عین وخت کې باید چې دغه خبره درک کړل شي چې د سولې پروسې ته په حرکت کې ډیرسیاست هم کیږي امریکا په بیړه کې ده چې په افغانستان کې له میدان څخه خپلې پښې وباسي. واشګټن پروسې ته چټکتیا برابروي او د سمیې لپاره په پایلو فکر نه کوي که طالبانو ته د برلاسۍ اجازه ورکړل شوه. د تیر ستمبر په میاشت کې د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ زلمی خلیلزاد د افغانستان د پخلا ینې لپاره د خپل ځانګړي استازي په حیث ټاکلی و، خلیلزاد تر اوسه پورې په دوحه کې طالب چارواکو سره د اوو پړاونو خبرې اترې کړې دي، دا خبرې اترې په ځانګړې توګه په څلورو عواملو متمرکزې دي په کومو کې چې د امریکایي عسکرو په شا کیدل، د ترهګرۍ د مخنیوي یقین، د افغانانو خپلمنځي خبرې اترې او د یوه اوربند هوکړه لیک شامل دي.

که څه هم خلیلزاد وویل چې د سولې کیلي کابل سره ده خو دا یې نیم رښیتا دي. د افغانستان د اسختباراتو پخواني مشر امرالله صالح په دې خبره ټینګار کولو سره ګوته نیونه کړې چې د ستونزې کیلي په خبرو اترو د پاکستان سیوری دی. د سولې لپاره ژمنه او روحیه د تل لپاره په کابل کې پاتې شوې ده او یو څه وخت دمخه صالح ویلي وو چې د سولې په لړ کې کیلي تل په راولپنډۍ کې یرغمل کړل شوې ده. کارپوهان داخبره حس کوي چې د امریکې په یوکال کې دننه د عسکرو د په شا کولو تادۍ طالبان په دې ډاډه کړي چې هغې ته خپل شرایط وړاندې کړي، داسې ښایي چې طالبان د پاکستان نماینده ګان دي څوک چې نور خو نور په خبرو اترو کې هم د اسلام اباد ستراتيژیکو ګټو ته وده برابروي هغوی وایي چې طالبان په نژادي ډول ټول پښتانه نه دي په هغوی کې یو شمیر پاکستانیان هم شامل دي .واشګټن دا خبره احساس کوي چې یو وار چې د ستمبرمیاشت پورې د لارې نقشه فیصله شوه نو د امریکې او د ناټو عسکر په شا کیدلی شي.

په عین حال کې په غونډه کې د پریکړه لیک په یوه ماده موافقه شوې کوم چې د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو پروړاندې د طالبانو د ۱۸کلنه اوږده جګړه جهاد په حیث بلل شوې هغې د افغانستان په سنا کې غبرګون راپورته کړ، کله چې سناتورانو دا د اساسي قانون د مخالفت په حیث ردوي. د هغوی نظر دا و چې ۱۹۸۹کال کې د شوري عکسرو له په شا کیدو وروسته جهاد پای ته رسیدلی و د هغې نه پس هره یوه شوې جګړه جهاد نه و.

د قصې تګ لاره داده چې سولې ته لاره یوشمیرخنډونو سره مخ شوې ده خو حقیقت یې دا دی چې دا ځلې شوې غونډه پخپله یوه اشاره ده چې د خبرو اترو لپاره لاره هواریږي، دا یې په افغانستان کې د سولې په لوري یو مهم ګام په حیث لیدل شوی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې د غونډې د مثبتو پایلو ستاینه کړې ده، په افغانستان کې دسولې بیرته راتګ یوازې هله امکان لري کله چې افغانان د خپل منځي مذاکرو له لارې خپل سرنوشت فیصله کړي په تیره میاشت کې د شنګهای د همکارۍ سازمان(اس سي او) په سرمشریزه ناسته کې لومړي وزیر نریندرمودي په یادې سیمه کې د اس سي او په منطقه کې د ثبات او امنیت لپاره د یوموټي، سوله ایز، محفوظ او خوشاله افغانستان لپاره وکالت کړی و. لومړي وزیر وویل چې دهند موخه داده چې د افغانستان ترمشرتابه، هم د افغانانو او د افغانانو ولکه لرونکې جامع سولې پروسې لپاره د افغانستان حکومت هڅو او د افغانستان خلکو ته ملاتړ برابر کړي.

ناخواله یې داده چې افغانستان تل د بیلابیلو هیوادونو د لویو لوبو میدان پاتې شوی کله چې هغوی په افغانستان ولکه لرله او لارښوونې کولو لپاره په مفکوره ایز ډول او ستراتيژیکي ډول په جنګ کې بوخت پاتې شوي، دافغانستان څارونکو یوې ډلې خبرداری ورکړی چې په تادۍ د په شا کیدو پایلې به د پاکستان غبرګې پالیسۍ په ګټه تمام شي او په کابل کې به یو ظالمانه د طالبانو رژیم رامځته شي ورسره سم به په سیمه او هند کې جهادیان خواره شي ورسره به د چین سیمه ایزه موخو ته هم زمینه برابره کړي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت